د بحرين په لاريونوکې 60 تنه ورک شوي دي

له بحرين څخه خبرونه وايی، چې د چارشنبې په ورځ د بحرين په مرکز مناما کې د لاريون کوونکو تر ځپلووروسته اوس څرګنده شوې ، چې 60 تنه لاريون کوونکي لادرکه دي. دا شپېته تنه پر هغو 7 تنو سربېره دي، چې تر اوسه په لاريونو کې وژل شوي دي. دا نه ده څرګنده چې لادرکه سان نيول شوي او که وژل شوي دي. د بحرين امنيتي ځواکونو د چارشنبې په سهار په مناما کې پر لاريون کوونکو بريد وکړ او د هغوی د ګډوډولو لپاره يې له اوښلن ګاز، اوبو شيندلو او نورو ځپونکو لارو چارو کار واخيست.
د بحرين پادشاه شيخ حماد بن عيسی آل خليفه د سه شنبې په ورځ د دوو تنو لاريون کوونکو د وژل کېدو له امله خواشيني څرګنده کړه او د پېښې د څېړنې لپاره يې يوې کمېټې ته دنده ته وسپارله.