کـــــه مـــې ږغ تـــــــر تا رسیږي یاره واوره
زما د مرګ سختې لحظې دي راشه مه ځه
د ژوندون قافله ولاړه د مرګي پاسبان راغلی
د هجران سختې شیبې دي راشه مـــه ځه
زما تمه نوره نشته نه مې لاس نیولی څوک شي
پر مزار مــــــې مرغـــــــــــان ژاړي راشه مه ځه
پر لحد مې چې سر کښیښود ما آرام مونده له عشقه
د مست ژوند ډیوې مـــــــې مــــــړې دي راشه مه ځه
زه شوم ستوری د آسمان پر غــــاړه زانګم
تا مې بندې تماشې کړې راشــــــه مه ځه
عتیق زی
وروستي