لیکوال: ډاکټر آدم دینهام، د عقایدو او
مدني ټولنو د واحد رئیس، ګولډسمیت، د لندن پوهنتون
ژباړن: عبدالبصیر عتیق زی
د
مضمون له عنوان څخه جوتیږي چې د (سیکولر ټولنې) نظریه پر ځای او پایداره ده. مګر
داسې نده. ددې نظریې مفهوم دادی چې له دیني عقایدو سره په ټکر کښې ده او دا مسئله
دجدي بحث وړ ده او باید وڅیړل شي. د (مخنیوۍ) پر ضد بحث کول د هغه د مخالف لوري
احتمالي وجود هم څرګندوي چې له یوې لارې په ښکاره ډول غواړي دیني عقاید او
فعالیتونه بند کړي او مخه یې ونیسي. سوال دا پیدا کیږي چې دوی ولې باید داسې
وکړي؟
سیکولر ټولنه په ډیریدونکې توګه د یوې شومې پدیدې په څیر تر انتقاد لاندې
نیول کیږي. په برطانیه کښې نظر فرانسې، ترکیې او امریکا ته یې معنی او مفهوم توپیر
کوي او په خپل نوبت نظر د هماغه هېوادتعریف ته له یو بل سره ډیر تو پیر لري. د
کلاسیک سیکولریزم نظریه د ادیانو او مذاهبو د اهمیت له منځه تلل او د هغو سقوط په
څلورو مهمو فکتورونو پورې تړلی بولي: اول: فلسفي پروسې چې د بشر د ژوندانه ځینو
مهمو برخو ته یې ددې لاره هواره کړه څو له دیني او مذهبي اساس او بنسټ څخه ځآن
خلاص کړي (الکساندر ۲۰۰۲ ۴۸ مخ)، دوهم: ښاري کیدنه، چې دا کار ددې باعث شو چې ډیری
کلیوالې ټولنې د کلیسا له زمامدارۍ څخه ووځي، دریم، ټکنالوژي، په ځانګړي ډول طبي
ټکنالوژي چې د طبیعي نړۍ نظریې او په هغو کښې موږ ته خدای راکړې برخه تر سوال
لاندې راولي؛ او څلورم یې د دولت مشخصو تخصصي او بنسټي رولونو او دندو ته منسوبیدل
(الکساندر ۲۰۰۲ ۴۹ مخ)، لکه د ښوونې او روزنې، روغتیایي، او ټولنیزو خدماتو عرضه
کول په ګوته کوي. مګر دا نظریې هم تر نیوکې لاندې نیول شوي دي. له مذهب څخه د
خلاصون پروسه دټولنې ، خلکو او ددوی د تړاو اندازه له مذهب سره او همدارنګه له
مذهبي عقایدو او نظریاتو سره ددوی غوټه کېدل نشي معلومولای او پدې کښې پاته راغلې(Brown 2006).
ښاري کېدنه او ټکنالوژي بیا په امریکا کښې په زور او قوت کښې ده پداسې حال کښې چې
هلته مذهبي عقاید نظر اروپا ته له خورا ارزښت څخه برخمنه ده. د تخصصي خیریه دندو
تسلیمول هیڅکله بشپړ نه ول او د مذهبي خیریه خدماتو عرضه کول د ۲۰ مې پیړۍ په
اوږدو کښې د دواطلبو او رضاکارو پروګرامونو لکه Red Cross سور صلیب، Oxfam آکسفام، CAFOD کافود، Save the Children،او Church Urban Fund او په همدې ډول د ډیرو ټولنیزو پروژو د پلي کولو له
لارې ترسره کیدل (Dinham 2006). په حقیقت
کښې مذهبي خیریه خدمات په تیره لسیزه کښې د ټولنیزو کومکونو د مشترک اقتصاد په بڼه
د اتلانتیک د دواړو خواؤ د دولتونو له لوري استفاده کیدل. د امریکا د متحده
ایالتونو په سپینې ماڼۍ کښې ددې کار لپاره ځآنګړې اداره شتون لري چې د مذهبي خیریه
خدماتو د ادارې په نامه سره یادیږي او همدارنګه په برطانیه کښې د ټولنو او سیمه
ییزې حکومتدارۍ لپاره د دولت سکرتریت (SSCLG) د مذهبي مشاورینو شورا لري چې د
مذهبي ټولنو د مشورتي شورا (FCCC) په نامه سره یادیږي چې دا ټول کارونه او فعالیتونه
تنظیموي.
همدارنګه د اسنادو او مدارکو او
هغه څه چې په رښتیني ډول واقع شوي له تجربو یې ثابته ده چې د سیکولریزم یو ساده ډول هم د قناعت وړ نده.
ددې مسئلې د روښانتیا لپاره؛ د بېلګې په ډول په انګلستان کښې مذهب په عام محضر او د خلکو له نظره د اساسي قانون د عالي طبقاتو
له لارې ختم شوی دی او نشته (Weller in Dinham et
al 2008)، خو
ورسره مدغم دی لکه د یوه ولایت والي د یوې کلیسا رئیس هم دی، پاپان د سنا په مجلس
او پارلمان کښې هم کښیني او همدارنګه کلیساګانې د عمومي پیښو لکه د ودونو، مننې
ورکولو thanksgiving، او د خاطراتو او نورو تاریخي
ورځو د لمانځلو لپاره استعمالیږي.( ددې مفهوم داسې دی چې په عام محضر کښې که مذهب
ورک دی خو په عمومي سطحه له دولت څخه وتلی
هم ندی او سیاست او مذهب بیا هم سره ګډ دي (ژباړن). د ټولو عقایدو او مذهبونو په
منلو او نه منلو سربېره ژوند بیا هم په دیني اصولو ولاړ دی لکه د تعمیدغسل ورکولو
او نوم ایښودلو طریقې baptism،ودونه او جنازې چې په ورځني
ژوندانه کښې ترسره کیږي.
د انګلستان دیني جوړښت همدارنګه ډیر پیچلی او مختلف دی. د 2001 کال شمېرنې
ښیي چې د انګلستان 45,162,895 وګړو دین ته تمایل ښوودلی دی. دا شمیره د انګلستان د ټول نفوس 76.8٪ سلنه ښیي
چې ډیری یې عیسویان دي او پاتې برخه یې مسلمانان، هندوان، سکهان، یهودان، بودایان،
برهمنیان، بهاییان، او زردشتیان تشکیلوي.
د ټولو ادیانو په اړه شته معلومات بحث پارونکي دي، په هر حال، او دا یقیني
خبره ده چې سوشیلستان (ټولنپوهان) د احصائیې په اړه هر وخت شکمن وي او حتی د مذهبي
شمیرنو او احصائیو په اړه هم شکمن وي (Davie 1999 45 مخ). مهمه خبره خو داده چې ځینې
مسایل چې باید په لومړي سر کښې په نظر کښې ونیول شي مبهم دي او سم تعریف یې ندی
شوی، لکه (غړیتوب ) او یا (میلان/همدردي) او ځینو خلکو ته ډیرې او مختلفې معناوې
ورکوي. په همدې ترتیب د UK Census
سروې د 15.5٪ سلنې په پرتله یوه بله سروې د برطانیې د ټولنیز سلوک سروې په نامه
ښيي چې 41.5٪ سلنه ځواب
ورکوونکو دین نه درلوده. په هر حال په کلي توګه ډیر لږ برطانویان داسې دي چې له
دینه اوښتي دي او ملحدین بیا هم ډیر کم
ترسترګو کیږي (Davie
1999 2 مخ)
ددې مسئلې بل اړخ له عقیدې څخه تر غړیتوب پورې انتقال دی (Davie 1999). ډیوي دې مسئلې ته داسې ګوري.. هغه څه چې له احساساتو، تجربو او د عقیدې روحي ا ومعنوي اړخونو سره تړاو لري د یوې مهمې
او باثباته عقیدې ښکارندویي کوي، او له بلې خوا هغه څه چې مذهبي تړون، په مراسمو
کښې محض اشتراک او له یوه بنسټ سره غړیتوب افاده کوي هغه د نه ردونکي سیکولریزم
ښکارندویي کوي (Davie
1999 4-5
مخونه). [د ډیوي له خبرو هم داسې ښکاري چې هغه یو متعهد عیسوي او مذهبي وو ځکه
مذهب ته تعهد سړی دې ته ترغیبوي څو د مذهب له عمق څخه وغږیږي او حقیقت هم همداسې
دی . موږ او تاسو نن دا ډول ډیر مسلمانان ګورو چې یوازې په نامه مسلمانان دي،
تذکره یې د مسلمان ده، په جنازو کښې اشتراک کوي، یوازې د اختر لمونځونو لپاره
جومات ته راځي او که کوم چیرې فاتحه خواني وه نو زړه نا زړه به ورته حاضریږي غیر
لدې نور د یوه مسلمان په حیث د اسلامي امت په غم او خوښۍ کښې هېڅ کار نلري، عقیده،
باور او تعهد لویې خبرې دي چې په اړه یې فکر نشي کولای. د ژباړن خبرې].
په همدې خاطر، داسې لیدل شويدي چې ( د احصائیې له نظره د میلان په اړه
کیدلای شي لږ شک پدې خاطر وي چې په نزولي
حالت کښې قرار لري) او ځینې ټولنپوهان خپلې خبرې خوري او ورڅخه اوړي. د بېلګې په
توګه، پیټر برګر خپلې لومړنۍ څرګندونې په کال 1968 کښې چې ویلي یې وه (په یوویشتمه
پېړۍ کښې به په دین ولاړ خلک ډیر کم موندل کیږي او ددوی پاشلې او وړې ډلې به سره
پدې خاطر یو ځای کیږي څو له نړیوال سیکولریزم سره مقاومت او مبارزه وکړي)، له خپلې
اوسنۍ څرګندونې سره په ټکر کښې ده چې ویلي یې دي، نړۍ اوس وخت د ځینو استثناأتو
سره سره، د پخوا په پرتله ډیره مذهبي او عقیدوي شوې ده (Berger 1999).
په یوه ټولنه کښې لږ تر لږه درې ډوله مذهبي اعمال شتون لري. لومړی سیمه
ایزګاونډیتوب (ټولنیز خیریه کار) کښې د یو ټولنیز عمل ترسره کول بلل کیږي. په
انګلستان کښې یوه تازه سروې ښیي چې دا ډول اعمال زښت ډیر ترسره کیږي ،دا ډول
کړنې ډیری یې د ځوانانو د فعالیت تر نامه
لاندې په پروژو کښې ترسره کیږي (Dinham 2006). دا خیریه کارونه
اکثره یې د روغتونونو څخه د پاملرنې، له ماشومانو او کورنیو سره کار کول او
له نسبتاً لویانو هلکانو څخه د پاملرنې پروژې دي. د سیکولر عقیدې منتقدین وایي چې داسې کړنې او فعالیتونه ځینې مشکلات او
ستونزې له ځانه سره لري او کیدلای شي له دینه داوښتلو او یا سیکولر کیدلو لپاره فرصتونو ته لاره هواره کړي. مګر ځینې شواهد شته چې ښیي
دا رنګه فعالیتونه د خیریه ټولنو د قانون له لوري تنظیم او کنټرول کیږي چې هغه د
بې دینۍ یا له دینه د اوښتلو مخه نیسي.
د فعالیتونو دوهمه ټولګه له ټولنیزې پانګې او د ټولنې
له پیوستون سره سر او کار لري. دا هغه اصطلاحات دي چې د دولت له لوري کارول کیږي
او په عین وخت کښې د ټولنپوهنې له علم څخه مشتق شوي دي. عقیدوي ډلې په ټولنه کښې خورا ښه ځلیدلي دي، دوی
ښه کارونه، کارکوونکي، رضاکاران، منابع او د هیواد په هره برخه کښې ښه تاریخ لري
په داسې حال کښې چې نورې ادارې له منځه ولاړې او یا له کاره ولویدې لکه د ښار په
داخلي سیمو کښې چې له ځینو سره همداسې وشول.
د فعالیتونو دریمه ټولګه د ښار په خیریه کارونو کښې د یو فعال ښاري په توګه
اوسیدل دي. دا فعالیتونه د سیمې د پلان کولو په
هیئت کښې ګډون کول، پولیس او روغتیایي بورډونو او یاد یو ښوونځي د مدیر په
صفت په کار کولو باندې راڅرخي. د ښاریانو
سروې (Home
Office 2005) ښیي چې
مذهبي او عقیدوي خلک په دا رنګه فعالیتونو کښې تر نورو ښه بریښیدلي دي خو دغه معلومات لا جنجالي دي. سیکولر منتقدین بیا په
دې اړه پرېشانه دي چې دا ډول فعالیتونه د مذهبي عقیدې رول او آمتیاز په ټولنه کښې نسبت هغو نورو ته ډیروي او هغوی
تر خپل تاثیر لاندې راولي.
یوه بله طریقه او لاره چې ځینې وختونه دیني او مذهبي عقاید د هغو په صورت
په ټولنه کښې ظاهریږي هغه تاوتریخوالی او
بنسټ پالنه ده لکه د سپټمبر د ۱۱ مې پیښه او یا د ۷/۷ (ګومان کوم د لندن په مېټرو
کښې چاودنو ته یې اشاره ده، ژباړن). په برطانوۍ ټولنه کښې د دین په خلاف د اضطراب
دغه مهم عوامل ګڼل کیږي. سامویل هنټینګټن Samuel Huntingto دا راز کارونه د اسلام او غرب تر
منځه (دتمدنونو ټکر) بولي، په داسې حال کښې چې سروې ګانې ښیي چې په برطانیه کښې
بنسټ پال فکرونه کم دي خو د نورو عقیدوي ډلو پر خلاف دي. په هر حال، د افراطیت قاعده د انګلستان حکومت د
[ د افراطیت د تاوتریخوالي د مخنیوي ] په پالیسي ګانو کښې یاده شوې ده چې د
مسلمانانو د آزار او اذیت سبب کیږي عین
لکه مخکې چې همدا ډول قانون د یهودو او کاتولیکو عیسویانو دآزار او غوصې سبب شوی
وو. ددې قانون یوه تقاضا دا هم ده چې
ټولنه له مذهبي بحثونو او اجتماعاتو څخه لرې وساتي او دا کار غلط دی، غلط پر دې دی
مذهبي تړاو او خطر یوازې د هغه پر ګوښه کولو او لرې ساتلو سره له منځه نه ځي. دوی
باید په رسمیت وپیژندل شي او پریښودل شي چې په خپله محدوده کښې کار وکړي. سیکولریزم
هم باید یوه کونج ته ونه شړل شي او بې طرفه پاتې نشي. د ډېرو ډلو ټپلو تر څنګه دا
هم باید په دغه اوږد بحث کښې ګډون وکړي. په همدې خاطر داسې هیڅ څه نشته لکه سیکولر
ټولنه او یا نورې هلې ځلې چې خلک له خپلو عقیدو راوګرځوي او مخه یې ونیسي. ددوی
غلطي او نیوکې کیدلای شي د ډیری مذهبیانو او عقیدوي خلکو د نېکو او خیریه کارونو د
پاتې کېدو او یا هم د شنډېدو سبب شي چې دا کار ټولو اړخونو ته ضرر لري. د مذهبي
خلکو مخه باید ونه نیول شي او دېته پرېښودل شي چې د خپلې عقیدې سره سم عمل وکړي او
باید دېته تشویق شي چې خپل کار ته ادامه ورکړي.
وروستي