د عيد غدير په هکله د شيعه ګانو تحريفات

خامه پرس چې دشیعه ګانو اړوند اطلاعاتي رسنۍ ده د عید غدیر د راتلو په مناسبت یې خلکو ته مبارکۍ ورکړي دي. ما ویل چې دا عید غدیر به یې لا څه وي؟ خو پوه شوم چې ددوی په افسانوي کتابونو کښې داسې راغلي دي چې رسول صلی الله علیه وسلم چې کله مریض شو نو د خپلې مریضۍ په وخت کښې یې خلک راغونډ کړل او ورته یې وویل چې له ما نه وروسته ستاسو مولا علي (رض) دی. او خلکو ټولو په یو غږ ورسره ومنله.
عجیبه او ګستاخانه خو یې لا داده چې په خپور شوي انځور کښې، دوه کسه د غونډۍ پر سر ولاړ، نور ډیر ورته ښکته ولاړ دي، او درې کسه چې غالباً دوی په همدې معنی له دې ډلې لرې درولي دي چې هغه، أبوبکر، عمر او عثمان رضی الله تعالی عنهم دي. دا درې کسه په انځور کښې د مشورې او پخپلو منځونو کښې د خبرو اترو په حال کښې دي. یعنې، دا درې کسه اصحاب ددې کار خلاف ول چې باید علي رضی الله تعالی عنه دې نه وای خلیفه شوی. ددوی کفر، ګستاخي، بې ادبي او رذالت هېڅ حد نلري. دوی ولې داسې فکر کوي چې رسول علیه الصلاة والسلام دومره بې تدبیره وه (نعوذبالله) چې د خپل اُمت اینده یې هم په پام کې نه نیوله، او دده کار او امر د امت په منځ کښې د بې اتفاقۍ سبب ګرځي، او د خپلو عالي شانه او وزیرو صحابه کرامو د رایې خلاف یې خپل د کاکا زوی خپل جانشین ټاکه چې سبا ورځ دده په غیاب کښې د امت د پاشلو سبب شي؟. او دوی ولې داسې فکر کوي، چې دا درې کسه اولو العزمه اصحابان دې هغه مشوره رد کړي کومه چې ددوی محبوب صلی الله علیه وسلم ورته ورکړې وي چې هغه د علي رضی الله عنه د خلافت په منصب تعینول دي؟ هېڅ مجال نشته، او ددې هیڅ تصور نه کیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې یوه خبره وکړي او باقي اصحاب کرام رضی الله تعالی عنهم دې هغه ونه مني. له دې ځایه ددې خلکو کفر څرګندیږي چې دوی د اصحاب کرامو او بیا د راشدینو په خلاف ددوی کفر، عداوت او دښمني تر کومه بریده رسیدلې.
ویل شوي چې د کفري کلماتو تکرار خپله کفر دی، او زه په همدې دلیل د دوی هغه کفري کلمې دلته نه نقلوم چې دوی پخپل کتاب تذکرة الائمة کښې نقل کړي دي. لږ څه یې دلته رانقلوم: باقر مجلسي د تذکرة الائمة په ۶۴ صفحه کښې لیکي چې: خدا جبرائیل را به علي فرستاد او به غلط به محمد رفت از آنکه محمد و علي در چهره ها شبیه اند.. او بیا یې یو ډیر کفري مثال ورکړی دی چې مؤمن یې په خوله نشي راولی! فلهذا جبرائیل غلط شد و وحی را به محمد نازل کرد. په جبرائیل علیه االسلام باندې تهمت واردول کفر دی او دوی دې کفر ته په پراخه سینه لبیک وایي.
خمیني یې د کشف الاسرار ۱۰۷ صفحه کښې داسې لیکلي دي چې: ما خدایی را پرستش می کنیم و می شناسیم که کارهایش بر اساس عقل پایدار و به خلاف گفته عقل هیچ کاری نکند نه آن خدا که بنای مرتفع از خدا پرستی و عدالت و دین داری بنا کند و خود بخرابی آن بکوشد و یزید و معاویه و عثمان و از قبیل چپاول چی های دیگر را بمردم امارت دهد .پس بدانیم که همان مالک زمین و آسمان بود که حضرت عثمان را امارت داد و شیعه ها این مالک زمین و آسمان را چون عثمان را امارت داده پرستش نمی کنند.
د شیعه ګانو  بل رښتونی او واضح دلیل دادی چې دوی داسې عقیده لري چې کوم قرآن اوس موجود دی دا نیمګړی دی او دا هغه قران ندی چې په علي رضی الله تعالی عنه باندې نازل شویدی، نعوذبالله من ذلک.  په اصول کافي  ۳۳۲ مخ اول جلد،  تفسیر البرهان فارسی ۱ جلد ۱۵ مخ، فصل الخطاب ۴ مخ، تفسیر صافي ۱ جلد ۱۱ مخ، مراة الانوار تفسیر ۳۷ مخ، بصائر الدرجات ۲۱۳ مخ کښې راغلي دي چې: عن جابر قال سمعت ابا جعفر (ع) یقول ما ادعی احد من الناس انه جمع القرآن کله کما انزل الله الا کذاب و ما جمعه و حفظه کما نزله الله الا علی ابن ابی طالب علیه السلام و الائمة من بعد. جابر مې ګوید، از امام باقر شنیده هر کسی که ادعا کند که قران کریمرا بصورت کامل جمع اوری کرده و او دروغګو است چونکه قران کامل را فقط حضرت علی و ائمه بعد از او جمع اوری کرده اند).
د ټول امت رایه یوه ده چې قران حضرت عثمان رضی الله عنه ټول او جمع کړی دی خو شیعه ګان وایي چې نه، حضرت علی رضی الله عنه ټول کړی دی او داسې وایي چې دا قران تحریف شوی دی. ددوی د کفر په اړه د علماؤ فتواوې په دې ډول دي:
1: د علامه کمال الدین معروف په ابن الهمام چې په کال ۶۸۱ هجري کښې وفات شوی دی فتوا داسې ده: ان انکر خلافة الصدیق او عمر (رض) فهو کافر فتح القدیر ج1 ص 304 طبع بیروت. هر هغه چا چې د حضرت ابوبکر الصدیق او حضرت عمر رضی الله تعالی عنهم له خلافت څخه انکار وکړ نو کافر دی.
2: د علامه ابن عابد ین شامی  رحمه الله داسې فتوا ورکړې ده: لا شک فی تکفیر من قزف سیده عایشه ( رض) او انکر صحبه الصدیق رد المختار،  ج 2  ص 294.  د هغه چا په کفر کښې هیڅ شک نشته چا چې سیدې عائشې رضی الله تعالی عنها پسې تهمت وکړ او د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه له صحابیت  څخه منکر شو.
3: فتاوای عالمګیري کښې چې د اورنګزیب عالمګیر په وخت کښې تدوین شوه د هغه وخت ټولو علماؤ داسې فتوا صادره کړه چې: الرافضی اذا کان یسب الشیخین و یلعنهما العیاذبا الله فهو کافر. رافضي که چیرې شیخینو (ابوبکر او عمر رضی الله تعالی عنهم) ته ښکنځل وکړه او العیاذ بالله لعنت یې وویل نو کافر دی.
عالمګیري فتوا د اهل سنتو له لویو فتاواؤ څخه شمېرل کیږي چې اکثره فتواوې له همدې کتابه اخستل کیږي. شیعه ګان په اصحاب کرامو پسې په تمهت ویلو، بدویلو، او ښکنځل کولو کښې لوی مهارت لري، دوی د حضرت ابوبکر، عمر او عثمان رضی الله تعالی عنهم له خلافت څخه منکرین دي او ځینې یې وایي چې دوی په  زور او جبر له علي رضی الله عنه څخه خلافت نیولی او حال دا چې حق د هغه وه. خو دا هر څه افسانې دي او تاریخ زموږ تر مخې پروت دی.
 
راټولوونکی او لیکونکی، عبدالبصیر عتیق زی