
داسې مې یو وخت واوریدل
چې د هندي فلمي کمپنیو بودیجه اسرائیل ورکوي ځکه چې اسرائیل پوهیږي چې هند په سیمه
کې له نورو هیوادونو سره بین الملیتی او ګډ فرهنګي او کلتوري نزدیکت لري او په کمو
شیانو کې داسې ده چې تعارض لري خو په اکثرو کې یې توافق زیات دی نو په همدې موخه خاصتاً
د افغانستان، پاکستان، بنګال او
ځینې د منځني ختیځ هیوادونو لپاره
یې داسې فلمي ستوري چې په ظاهره مسلمان خو حقیقت کې د غوا بګوان
اولاد دي، پیدا کړل او له همدې لارې یې اسلامي
ټولنو ته پیش کړل او ساده مسلمانان بیا داسې فکر کوي چې ؛ هن دادی فلانی مسلمان دی
خو په فلم کې که کار کوي نو څه پروا ؟؟ د هنر نمایۍ لپاره خو
داسې کار جواز لري؟؟ دا خو فلم دی دا نو څه خبره ده؟؟ مګر پر دې خبر ندي چې دا زهر دي زهر!
کلتوري یرغل له هغه
یرغل نه ډیر خطرناک او مضر دی کوم چې له توپ او طیارو سره راشي یا د
شپې په بې ګناه وګړو چاپې واچوي. دیته خو زور په کار دی، په زور به یې شا ته
تمبوې، ځان به په کلا کښې ایسار کړې، له ځآنه به خندق تاو کړې، خو د کلتوري یرغل
مخه نیول د انټرنیټ پر دې عصر کښې چې نړۍ یې پر کلي بدله کړې ګرانه بریښي او سخت
کار دی! دیته صاحبان د قلم او فکر په کار دي څو ددغه
زهرو په مقابل کښې خپل د قلم خوشبويي او طرآوت پر دې مظلوم امت وشیندي، دوی د غرب
له دسایسو خبر کړي، او د غرب چلوټې ور ورپیژني! او ورته ووایي چې ګورۍ د غرب په
لومو کښې ګیر نشۍ، غربیان مو لوټ نکړي او ددوی پر شعارونو باندې ونه غولیږۍ او پښې
مو ونه ښویوۍ.
یوه کلنیک کې ناست
وم داکتر ته منتظر وم چې نوبت مې راشي او ورشم ، په انتظار خونه کې نور مریضان هم ناست
ول، یوه ښځه هم ناسته وه چې خوله کې یې ژاولې ترقولې، وړوکی ماشوم یې هم پر غیږه کې
اچولی وو، او یوه بله ماشومه انجلۍ هم ورسره وه چې په دهلیز کې به ښکته او پورته ګرځیدله
! دې وړې انجلۍ
لږ څه شوخي غوندې وکړه او د دهلیز بر سر ته ولاړه نو دا مور یې ورته وایي چې ؛ تولسی دخترم
ای طرف بیا که ګم نشی !
ما ویل ښه ! تولسی
دختر ؛ دا چې سر له اوسه تولسي ده نو چې دا غټه شي او بیا واده شي نو عیناً هماغه کارونه
به کوي کوم چې تولسي خانم یې په خپل کور کې کوي ! هماغه روش او طریقه د ژوند به اختیاروي
کوم چې هندوان یې په خپل کور کې انتخابوي، ځکه دا زما خبرې ندي دا د رسول صلی الله
علیه وسلم خبرې دي او اوس روانپوهانو همدغه څیز درک کړی او پر
تجربو یې ثابته کړې ده چې نوم پر روان او روح باندې ډیر تاثیر لري او بالاخره د
انسان په شخصیت جوړولو کې مهم رول لوبوي.
او دا خلک په کوم دلیل بیا ځآنته مسلمان وایي؟ رسول صلی الله علیه وسلم څخه
په صحیح سند روایت شوی چې فرمایلي یې دي؛ من تشبه بقوم فهو منهم: هر هغه څوک چې
ځآن له کوم قوم سره په لباس، شکل، عاداتو او رسومو کښې مشابه کوي نو یقیناً چې دی
هم د هغو له ډلې څخه شمیرل کیږي (او حشر به یې هم له هغو سره وي). نن چې دا وړوکې
انجلۍ تولسي ده، نو سبا ته چې دا انجلۍ رالویه شي په ذهن کښې به یې حتماً دا ورګرځي چې
تولسي څنګه ښځه وه چې مور او پلار مې پر ما باندې دا نوم کښیښود، ددې تلوسه پیدا
شي چې باید زه حتماً ددې تولسي فلمونه او ډرامې وګورم، پورته شي او د تولسي فلمونه
ګوري، دهغې عادات، رواجونه، د ژوند طریقه او معامله، او دهغې مذهب او دین له ځآنه
سره کاپي کړي او بیا یې پر خپل حقیقي ژوندانه کښې پلي کوي.
هغوی چې اور په پیسو اخلي هغه دا خلک دي، هغوی چې ګمراهي او ضلالت په
روښنایي او خوشبختۍ اخلي هغه دا خلک دي، هغوی چې خپل خیر او شر نه پیژني هغه دا
خلک دي او هغوی چې حق او باطل نه پیژني هغه دا خلک دي.
نبوی سنت دي چې د اولاد له حقوقو څخه چې پر مور او پلار باندې یې لري هغه دادی
چې هغه ته به یو ښکلی او ښایسته نوم د شریعت مطابق خوښوۍ ! او په صحیح حدیث کښې
راغلي دي چې غوره نومونه د الله تعالی په نزد عبدالله او عبدالرحمن دي او حقیقي او
رښتوني نومونه حارث او همام دي. اوس دا به ښه وه چې ددې ماشومې نوم فاطمه، عائشة،
او داسې نور... وای او که تولسی، سویتا، او د نورو فاحشو نوم وای! او د کفارو د
نومونو تقلید او پیروي کول د موالاة و المعاداة الکفار له یوولس ګونو ډولونو څخه
یو ډول دادی چې مؤمن باید له دغه کار څخه په کلکه ډډه وکړي، د کافر نوم په ځآن او
په اولاد کښینږدي.
کلتور او کلتوري یرغل همدیته وایي ! کوم هندو مو
تراوسه لیدلی ده چې نوم یې محمد، حامد، احمد، او داسې نور وي؟؟ نه ، بلکه یوازې او
یوازې دا کلتوري کم ظرفي او بې کفایتي پر موږ مسلمانانو کې ده چې هر څه مو خوښ شول
هغه کوو دیته نه ګورو چې دا د چا ده؟ د چا تنوع او د چا پر نوښت دا کار شوی؟ رسول
کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي؛ المرأ مع من احب ؛ یو سړی به له هغه چا سره حشر
کیږي چې د هغه خوښ اوسي، اوس چې زما د هندي فلمونو، انګریزي او نورو فلمونو بې
دینه او بددیانته او بد اخلاقه او نا انسانه ستوري خوښیږي نو زه به حتما له هماغو
سره حشر کیږم. الله تعالی مو دې نسل نسل ساتي نه یوازې موږه !! آمین یارب
العالمین