
نېټه : ٢٥ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-02-14
په هېواد
کې امريکا ته دتلپاتې نظامي تمځايو په اړه:
په
اروپا کې د حزب اسلامي افغانستان
دسياسي دفتر اعلاميه
بسم
الله الرحمن الرحيم
د څه
وخته راهیسي ، په داسې حال کې چې د امریکا
نظامې ځواکونه زمونږ د میړنې
ولس د سخت مقاومت سره مخامخ
دي ، مالي او ځاني تلفات یی ورځ په
ورځ زیاتیږي او خپلوفوځونو
ته دباعزته
وتلو لارې لټوي،
په هيواد کې دلاسپوڅې رژیم له اړخه
داسې ګونګسي خپریږي چې
دوې غواړي د بهرنيو
اشغالګرانو سره د تلپاتي نظامي تمځايو په ورکولو
جوړ جاړې وکړي .
دا په
داسې حال کې ده چې نه خو په افغانستان کې
اوسني لاس پوڅې حاکم رژیم ددې واک
لري او نه د دې رژیم په لاسو
جوړه کړل شوي قلابي
ولسی جرګه ددې جوګه ده
چې د افغانستان د میړني ، باتور او ویاړلې ولس د برخلیک په اړه داسې د
شرم نه ډکه دبې عزتۍ
کومه پریکړه وکولاې شي .
حزب
اسلامي افغانستان به دخپل مجاهد ، میړنې او باتور
ولس په نمایندګۍ ،هیچاته دا اجازه ورنکړې چې د
اشغالګرانو سره ، دخپلو واکمنيو د دوام په
خاطر ،داسې کومه معامله وکړي چې هغه د افغانستان د ولس په تلپاتې غلامۍ او دهيواد په تلپاتې اشغال باندې منتج شی .
حزب
اسلامي افغانستان هوډمن دې
چې دخپل ولس د ازادۍ
اواستقلال له پاره به په پوره ثبات
او عزم سره ترهغې پورې
خپلوسوله ایزو فعالیتونو ته دوام
ورکوي ترڅو چې د هيواد
څخه ټول بهرني اشغالګر ځواکونه نه وي
وتلی او
هيواد او ولس بیرته خپله ازادي اواستقلال نه وي تر لاسه کړې .
حزب
اسلامي په خپل وار په
خپل اعلان کړل شوي ملي میثاق کې د
ټولو سیاسي او مدني ډلو ټپلو څخه غوښتنه
کړې تر څو په داسې يوه
ژمنه کې سره لاس يو کړي چې پایلې یی د هيواد په ازادۍ اواستقلال باندې
منتج شي ، دهغې ژمنې څو ټکي
دادي :
«موږ د
افغان ولس او خپلو سياسي ډلو په استازيتوب؛ د الله تعالى په نامه ژمنه کوو چې له
روان دردناک حالت څخه د هېواد د ژغورلو لپاره به يو بل ته لاس ورکوو چي جگړه د تل لپاره پاى
ته ورسوو، په هېواد کي ډاډمن امنيت تامين کړو، له بهرنيو ځواکونو فارغ او د پرديو
له لاسوهنو خوندي افغانستان جوړکړو، خپل ملي وحدت لازيات مضبوط کړو او ملت ته دا
موقع برابره کړو چي د خپلي خوښي زعامت غوره او د خپلي عقيدې او باور مطابق نظام
جوړکړي، دغو لوړو او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مو په لاندي طرحي توافق کړي:
١. بهرني
ځواکونه دي د ٢٠١١ ميلادي کال د جولاي په مياشت کي له هېواده وتل پيل کړي او د
شپږو مياشتو په ترڅ کي دي هغه بشپړ کړي.
٢. په دې
مودي کي دي له ښارونو او گڼ مېشتو سيمو ووځي او په عسکري مراکزو کي دي ځاى په ځاى
شي.
٣. د
امنيت چاري دي په بشپړه توگه ملي اردو او پوليس ته وسپارل شي، بهرني ځواکونه به د
افغانستان په هيڅ گوټ کي او په هيڅ حالت کي په خپل سر د نظامي عملياتو، د کورونو
تلاشي او نيونو حق نه لري
٤. قدرت
دي يا يوه داسي موقت حکومت ته ولېږدول شي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، که نور
لوري دا نشي منلى نو په اوسني حکومت کي دي داسي تعديل راشي چي ټولو ته د منلو وړ
شي، خو په دې حکومت کي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني
او جنگي جناياتو تورن کسان نه وي. همدا راز د حکومت د درې گونو امنيتي قواوو په
مشرتابه کي به داسي کسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي
وي.»
په اروپا
کې د حزب اسلامي افغانستان دسولې اوسیاسي پالیسيو
دفتر د ټولو سیاسي ، مدنې، کلتوري ټولنو او روڼ آندو څخه
هیله لري چې د تلپاتې سولې د راوستلو په خاطر دحزب اسلامي افغانستان له
اړخه په وړاندې شوې طرحه او وړاندیزونو
په ژوره توګه غور
وکړي او په دې لړ کې د اشغالګرانو څخه د هيواد د ازادۍ
له پاره د يوه ځواکمن
خوزښت له پاره ځانونه سره را يو ځاې کړی .
»ژوندې
دې وي افغان ميړنې ولس.»
دتلپاتې ازادۍ
او استقلال په هيله
قريب الرحمن سعيد
په
اروپا کې دحزب اسلامي افغانستان د سولې او سياسي پاليسيو
ممثل
نېټه
: ٢٥ / ١١ / ١٣٨٩ | 2011-02-14