غز ل

دوجــود لـــــه ايينې څخه راوزم
نور له خپلې نندارې څخه راوزم
 
سل کعبې مې په يو واه کې شي ويجاړي
چې ملال  لــــــــه ميکدې څخــــــــه راوزم
 
ته چې دومره ډير په هرڅه کې مطرح شوې
رنګــــــــــــــــــه زه هم له پړدې څخه راوزم
 
دګونګي مضمون په غيږکې مې زړه چوي
لکه راز لــــــــــــــــــه افسانې څخه راوزم
 
دژوندون دستړې لاري په هی هوۍ کې
خوږزګيروی له کافيلې څخه راوزم
 
پخپل ځان باندی مې شک دستوري راشي
چې هميش لـــــــــــــه تاريکۍ څخه راوزم
 
غضري دژوند بهاربه په وتووي
چې دزړه له هديرې څخه راوزم
 
عبدالرحمان غضري