داراکوزیاغمی

د شعر او ادب د مینوالو لپاره زیری ، اراکوزیا راډیو د خپلو روزنیزو خپرونو په لړ کې د ځوانو شاعرانو لپاره د اراکوزیا غمي خپرونه پیل کړی ده .په دغه خپرونه کې ځوان شاعران د ۴۵۶ له لارې خپل شعرونه له اراکوزیا راډیو سره ثبتولی شي .د اراکوزیا راډیو مسوول اجمل تورمان رسنیو ته ویلي چې دغه لړۍ به د روان کال د کب د میاشتې تر پنځلسمې نیټې پورې روانه وي او بیا به دولس غوره شعرونه  د ایس ، ام ، ایس له لارې ازادې سیالۍ ته ایښودل کیږي .اراکوزیا راډیو که څه هم په دې ورستیو کې په خپرونو پیل کړی خو په خپلو ښکلو او روزنیزو خپرونو سره یې ډیری اوریدونکي په ځانګړي ډول د پښتون میشتو سیمو اوسیدونکي خپل کړي دي .د اراکوزیا راډیو د مسوول په وینا دوی په پام کې لري چې هر کال دغه سیالي جوړه او نوي غمي پیدا د پښتو شعر غاړې ته رنګین هار ترې جوړ کړي .دلازیاتو معلوماتو دپاره دلاندې شمېرو سره اړیکې ونیسی .0799450458___ ۱ـ محمدواصل وصال 0789134670 ۲ـ ظهرالدین کمال ـــ