غزل

خالــــي دژوند هــره  شېبه  وه  چې ته  نه  وې  پکې
دمرګ اوژوند ترمنځ کیسه وه چې ته نه وې پکې
 
لکه  د  سیند په  شان  بهیږي  د  ځوانی  موجونه
خپلې ځوانۍ  نه  مې  ګیله وه چې ته نه وې پکې
 
زما  په   لاره  کې  شیندي   په  لپو  لپو  اغزي
دا د  وختونو فیصله  وه  چې  ته  نه  وې  پکې
 
ډیرې سجدې مې دوصلت  په  مراد  کړي  دلته
ستادراتلولارکې مې شپه وه چې ته نه وې پکې
 
ښکاري نن بیا،وصال دچارنګین خیالونه ګوري
په لاس یې ستادنوم پیاله وه چې ته نه وې پکې
۱۶/۲/۱۳۹۰
کابل اراکوزیاراډیو