زمادژوندسندره مړه ده دمرګــــونوغیږکې
دمینې ګــــــونګه زمزمه ده دتارونوغیږکې
لادخوښۍ اودمستۍ خیال مې په سرکې نشته
لادرقیب جګــــــړه توده ده دښارونوغیږکې
مونږلاپخپلوکې دروغې کیسه نده کړې
زمونږه مینه عجیبه ده دفکرونوغیږکې
چې نه یې نوم نه یې نښان دلته وي پاتې ګوره
دکوم پښتون داسې کیسه ده دجنګونوغیږکې
یووخت به دلته چا،زمادراتلولارڅارله
دګودرغاړه هدیره ده دقبرونوغیږکې
وصال دستوروپه ځلادژوندسندره لیکم
دچادمینې افسانه ده دخوبونوغیږکې
وروستي