غزل

زما دسترګوعبادت ته ثواب مـــــــه لټوه
دخپلې مینې بغاوت ته حجاب مه لټوه


مادې په مینه کې سبق نه لاس اخستی وختي
زمــــادنوي خيال بدلــــــــون ته کتاب مــــه لټوه


بیګاه مې ستاپه نوم دنوې ژوندډیوې بلې کړې
زمــــــا په زړه کې درنګــــــونوخــــــــوناب مه لټوه


دې سرخوړلي محبت نه مې توبه نه کيږي
بيامې دصبرامتحان ته ځـــــــواب مه لټوه


دا پښتون سرمــــــې بې له ربه چاته ټیټ به نه شي
دخپل ښایست په شیش محل کې محراب مه لټوه


دوصال بوی به ستاپه روح کې غزونې وکړي
پخپل وجودکې زماروح ته عذاب مـــــــه لټوه


کابل اراکوزیا
۸/۲/۱۳۹۰