
د
هېواد اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي، فرهنګي، او فعلي وضعې ته په کتو سره زموږ هېواد کدرونو
ته اړتیا لري، که تاسې وګورئ د ۲۰۰۲ کال راپدېخوا زموږ هېواد ته د نړیوالو او ملي
ډونرانو لخوا ۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۲۰ $ (شل ملیاردو) ډالرو په شاوخوا کې هغه ورکړل شوې پیسې دي، چې په
هېواد کې د ظرفیتونو او وړتیاوو د نشتوالی له لامله بېرته مسترد شوې(۱)، او افغان
دولت پدې نه دی توانېدلی، چې دا پیسې را جلب، مناسب ځای ورته ومومي او وکولای شي
مصرف یې کړي، له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت د داسې نا اهله، متعصبو او کم تجربې
کسانو په لاس کې پرېوتی چې یوازې پکې تربګني پالي، څو ځله د ننګرهار په حوزه کې له
ټولو نومرو ۵۰ منفي شوې دا په دې بانه چې دلته د امتحان ګډون کوونکو نقل کړی، په
نورو ولایتونو کې هم دېته ورته پېښې تکرار شوې، ولې د پښتني سیمو د ځوانانو ډېره
کمه سلنه د لوړو زده کړو مؤسسو ته لاره پیدا کوي، که تاسې وګورئ او پوښتنه وکړئ
تېر کال هم د وردګو او لوګر ولایتونو او په کابل کې د پښتو لیسو څخه جلا ازموینه واخیستل
شوه، چې پوښتنې یې ترحد زیاتې سختې او پیچلې وې. په پایله کې یې ددې دواړو
ولایتونو او کابل پښتو لیسو په سلو کې ۷۰ زده کوونکي ټول بې نتیجې پاتې شول او دا
نور یې ډیری نیمه عالي زده کړو ته بریالي شول، چې دا په لوی لاس یو ظلم او د مور
او د میرې چلند دی، یو څو ورځې مخکې د وردګو او یوازې د کابل د حبیبیې لیسې څخه
بیا جلا ازموینه واخیستل شوه، هر چا چې پکې ګډون کړی ؤ له پوښتنو یې سر ټکاوه، دوی
ټولو په یوه خوله ویل چې ددې ازموینې پوښتنې مو چې د کانکور د ټولو ازموینو د پوښتنو
له فورمو سره پرتله کړې نو د ځمکې او آسمان توپیر یې درلود، دا ولې او د څه لپاره؟
آیا دا ځوانان ددې هېواد اوسېدونکي نه دي او که څنګه؟ له دې ظلم او غمیزې سره سره
بله ناوړه پېښه خو دا وه، چې ځینې ځوانان خو د ازموینې له ورکولو وروسته د پل چرخي
جېل ته یوړل شول، د امنیتي چارواکو د خبرو له مخې، چې وایي دا هغه کسان دي، چې د
دولت د مخالفت تور پرې لګېدلی دی، تاسې وګورئ یو زده کوونکي چې ۱۲ کاله یې خواري وکړي
او موخه یې د هېواد د ښېرازۍ لپاره د زده کړې او تحصیل حاصلول وي او غواړي په
راتلونکي کې د هېواد پرمختګ په لاره کار وکړي څو یې ملي او وطني وجیبه ادا کړې وي،
خو د افسوس خبره ده چې همدا ځوان د ازموینې له ورکولو وروسته او د سحنې څخه له
راوتو سره سم جېل ته استول کېږی، بیا نو چې هرڅومره وخت پرې تېر هم شي څوک یې
پوښتنه نه کوي.
له مسؤولو چارواکو مو هیله دا ده، چې د لوړو زده کړو وزارت ملي کسانو ته په
واک کې ورکړي، دا وزارت یو کلیدي وزارت دی باید ټول اداري پرسونل یې ملي روحیه
ولري، زده کړه او تحصیل د هر افغان حق دی، د لوړو زده کړو وزارت په ملي ستراتیژیک پلان
کې هم راغلي، چې هر افغان باید په مساوي توګه لوړو زده کړو ته لاسرسی ولري. له ولس
مو هیله دا ده، چې خپل غږ پورته کړي او د خپل حق د غوښتو لپاره له هر راز شونې
لارې او وسیلې کار واخلي. په همدې هیله!