د افغانستان او امریکې ستراتیژیک تړون به د افغان دښمنو هېوادونو پر خوله سخت ګوزار وي

 په دې وروستیو کې زموږ په هېواد باندې د ځینو ګاونډیو هېوادونو ښکاره تیری، لاس وهنې او لمسونې دې حد ته ورسېدې چې د هېواد خپلواکي، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ کړې، چې دا ډول تیری کوونکی کړنه افغان ولس ته هېڅ د منلو وړ نه دي.
یانې دا چې ځېنې دغه ګاونډي هېوادونه د هېواد پر سرحدي سیمو تېری کوي، افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او همدارنګه ښکاره ده چې روزل شوي ترهګر او نورې تروریستي ډلې هېواد ته د انساني ضد عملونو د ترسره کولو له پاره رالیږي، بې ګناه کسان پرې وژني او داسې نور فجیح عملونه پرې ترسره کوي دا تاسو وینئ چې له امله یې هره ورځ ګڼ شمېر هېوادوال بې کوره کیږي، په سلګونو عام او بې ګناه وګړي په کې وژل او زخمیان کیږي، او ددې تر څنګ ددغه ډول تیریو له امله همدا زموږ خوار افغانان د خپلو جونګړو پرېښودو ته اړ هم ویستل کیږي.  دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې خو لاسوهنې داسې په ډاګه او بربنډې نه وې، او اوس د افغان ولس پر ضد په ښکاره بریدونه کیږي دا دي په دې وروستیو کې دا ثابته شوه چې دا افغان دښمن هېوادونه ان تردې ناوړه هڅې کوي، چې زمونږ هېواد د ل لپاره احتیاج او محتاج وساتي. ځکه چې تاسو ولیدل په دې وروستیو کې د همدیو ګاونډیو هېوادونو لخوا زموږ په سرحدي ولایتونو د توپونو، تغوندیو او داسې نورو درندو ولو ډزې وشوې، او ان تردې چې ځینیې سیمې یې په خپله ولکه کې راوستې، او امنیتي پوستې یې پکې جوړې کړې، چې له نېکه مرغه زموږ د بیدارو امنیتي ځواکونو له خوا ړنګې او پرشا وتمبول شول. پردې پوره باور دی چې په دودیزه لویه جرګه کې به په هېواد کې د سولې د راوستلو او داسې نورو ښېګړو د ترلاسه کولو په موخه د افغانستان او امرېکې ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه سلا مشورې وشي، چې دا عمل زموږ ځینې ګاونډيو هېوادونو ته د منلو وړ نه دی، او له اندېښنو سره یې مخ کړي او غواړي پداسې یو حساس حالت کې افغانان وویروي چې یانې نشي کولای چې د یادو افغان دوښمنو هېوادونو له اجازې پرته له چا سره تړون وکړي، او یا هم په دې اړه تصمیم ونیسي، نو د افغان دښمنو هېوادونو او نورو سیمه ایزو او بین المللی استخباراتی کړیو دا ډول پوچې ډنډورې او لمسونې به افغانان به په دې اړه له خپل کلک هوډه هیڅکله وانه وړي.
دا چې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکول به څومره د افغانستان په ګټه وي، په اړه یې د نظریې انځورول له وخته مخکې بولم، نو د زیاترو سیاست پوهانو او شنونکو په اند به دغه تړون د افغان دښمنو هېوادونو او د ترهګرو د ملاتړو کورنیو او بهرنیو کړیو په خوله سخت ګوذار وي او زموږ هېواد به د تل له پاره د افغان دښمنو هېوادونو له اختیاجه او ګواښونو وژغوري.
ښکاره ده چې زموږ ګاونډيو هېوادونو تل زموږ د هېواد افغانستان د وروسته پاتې والي او ماتې له پاره ناوړه هڅې کړې او لا یې کوي. دوی دا نشي زغملای چې افغانان دې آن یوه ورځ هم ارامه او په سوله کې ژوند وکړي، دغه ګاونډي هېوادونه تل په خپلو دغو پوچو فکرونو او سوچونو کې ډوب دي، چې د افغانستان هېواد او خلک یې ددغو ګاونډیو هېوادونو د اس ګاډۍ او دوی ته دې تل احتیاج او محتاج وي، دوی په دې اند دي چې امریکا او نور پرمختللي هېوادونه دې د ا فغانستان پرځای زموږ له هېوادونو سره مرستې ته راودانګي، دغه ګاونډي هېوادونه د افغانستان په خوارځواکۍ او د هېوادوالو په تنګلاسۍ کې ډېرې اقتصادي، سیاسي او نورې ګټې وینې، که ځیر شو، زموږ هېواد همدا اوس هم د ګاونډیو هېوادونو د مالونو له پاره د یو مارکیټ بڼه لري، چې په هر کیفیت او هر قیمت یې خوښه وي کولی شي خپل مالونه زموږ په خوارو خلکو وپیري او  له دې لارې لا زیاته اقتصادي ګټه ترلاسه کړي او په افغانستان کې صنعتي فابریکې او تولیدي کارخانې له کاره وغورځوي او پر ځای یې په افغانستان کې د خپلو تولیداتو د پلورلو بازارونه تاوده وساتي.
له بلې خوا د هېواد څپانده او بهانده سیندونه دغو ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي، چې ټوله ګټه یې همدې هېوادونو ته رسیږي، نو دوی  دا هم نشي زغملای چې دا اوبه دې نورې پر دغو ګاونډیو هېوادونو بندې شي، او په افغانستان کې ترې ګټه واخیستل شي، برېښنا کوټونه او بندونه دې پرې جوړ شي، شاړې دښتې دې پرې سمسورې او خړوبې شي، په زرګوننو میګاواټه برېښنا تولید کړي او په هېواد کې د صنعتی فابریکو او تولیدي کارخانو په کار اچولو لامل وګرځي.
که چېرته په تړون کې داسې مادې ځای په ځای شي چې هغه د افغانستان له ملي ګټو سره توافق ونلري، نو بې له شکه چې ددې تړون لاسلیک کول به هېڅ افغان ته منلو وړ نه وي، ځکه خو اړینه ده چې پر هېواد مین هېوادوال په دودیزه لویه جرګه کې په پراخه توګه ګډون وکړي، او هڅه وکړي چې د دغه ستراتیژیک  تړون په ټولو مادو دې سلا مشورو ته سره ورسيږي، چې د تړون ټولې مادې د افغانستان له ملي ګټو سره توافق ولري، او د افغانستان خلکو ته د یوې ښې راتلونکې ارمغان له ځان سره راوړي.
که چېرته له افغانستان سره د امریکې د متحده ایالتونو د اوږدمهاله همکاریو د اړیکو  په ستراتیژیک تړون کې داسې مادې ځای په ځای شي چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې راونغاړي، نو بې له شکه چې دا تړون به خامخا د افغانستان په ګټه وي، ځکه چې زموږ هېواد به د دغه تړون په مرسته د امرېکې په څېر  د نړۍ د یو پرمختللي او بډایه هېواد زیاته ګټه څخه ګټه ترلاسه کړي، دغه ډول ځینو ګاونډیو هېوادونو ته به یې ته د احتیاج له ګاللو څخه تل وژغوري، او په ډېره لږه موده کې به له هره پلوه پرخپلو پښو ودریږي، پردې پوره باور دی، چې دا تړون به افغانانو ته د یوې ښې راتلونکې ارمغان له ځان سره راوړي، او د افغان دښمنو هېوادونو د ترهګرو او پر هغوی پورې د تړلو تروریستي ډلو د ملاتړو سیمه اییزو او بین المللي اسخباراتي او پوځي کړیو پر به خوله سخت ګوزار وي.
ر. وفا