د هېواد په شمال کې د سولې له بهير سره  د وسله والو مخالفينو يو ځای کيدل


په هېواد کې د سولې د ملي مشورتي جرګې دایریدل، له پاکستاني چارواکو سره د سولې شورا د مشرتابه کتل او ددې پروسې د لاپیاوړتیا په موخه له مخالفینو سره ځینې ناستې او په رسنیو کې په دې اړه  د ډېرو او ډول ډول راپورونو خپرېدل هغه څه دي چې د سولې ترنامه لاندې پیل شوي دي، افغانان په ریښتیني توګه نور د جنګ او جګړو نه ستړي دي او غواړي، چې نور د دې بې کاره پدیدې نوم وانه وري، غواړي خپل بچي د ښوونې او روزنې په ګاڼه سمبال کړي، ځکه خو د سولې د ملي مشورتي جرګې دایریدل او په کې د ټولو ریښتینو افغانانو په مینه ګډون او په بریالیتوب سره پرېکړې ته رسېدل یې ښکاره بېلګه وه، خو له دې ملي ناستې وروسته  بیا هم د جنګ لمن همداسې پراخه پاتې او لاپراخیږي.
د سولې د ملي مشورتي جرګې دایریدل یوه لویه لاسته راوړنه وه، خو د سولې عالي شورا په تول پوره ستونزې لري، له یوه پلوه که وګورو د همدې شورا یانې د سولې د عالي شورا مشر څو کلونه مخکې له ایتلاف ځواکونو په ډاګه غوښتل چې د بهرنیو ځواکونو بمونه او بمبارۍ کمزورې دي باید چې د بمونو په اندازه او کمیت کې زیاتوالی راشي.
 نن بیا د همغه کس لخوا ددې نارې وهل کیږي چې اې مخالفینو راشئ او له موږ سره په سوله کې ژوند وکړئ. دا چې د سولې عالي شورا به ترکومه بریالۍ وي او څومره تمه کیږي، چې دا شورا به وکولای شي په دې لاره کې لاسته راوړنې ولري لا معلومه نده.
د سولې په عالي شورا کې غړي ټول داسې کسان ندي چې په حقیقي توګه دې د افغانانو د درد دوا کولو لپاره کار وکړي، که وګورو نن سبا هره ورځ له رسنیو اورو چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې ډېر شمېر د دولت مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای شول، د سولې د عالي شورا د پرېکړو په اساس دومره بندیان آزاد شول .......
خو د سولې د عالي شورا لخوا چې کوم بندیان خوشي شوي ټول داسې کسان وو چې سیاسي کړۍ یې ترشا وې او یا یې هم بندیتوب له خوشي کېدو غوره ؤ.
بله دا چې د هېواد په شمالي سیمو کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې د دولت مخالفینو شتون نه درلود، که یې درلود هم ډېر محسوس نه ؤ، هلته وضعه په نسبي توګه آرامه وه، خو مخکې له دې چې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې وشي هلته اړو دوړ پیل شو او دا کار د هغه افغان ضد کړیو لخوا ترسره شو چې په ټوله پښتنه سیمه کې یې وَرته حالت روان کړی، دې کړیو ټوله پښتنه سیمه وځپله تعلیمي چارې یې پکې په ټپه ودرولې، چې اوس هر ډول اسانتیاوې پکې په نشت حساب دي....
بل پلان یې دا ؤ چې څنګه هغه پښتانه وځپل شي چې، په شمال کې اوسیږي،  د پلان د پلي کولو په موخه یې د شمالي ولایتونو په ټولو هغو ولسوالیو او سیمو کې چې پښتانه پکې اوسیږي د دولت د مخالفینو تر نامه لاندې وسله وال ځای پرځای کړل، په زور او فشار یې ټولې هغه سیمې ناامنه کړې چې همدا مظلوم او بې سرپرسته ملت پکې پروت دی، دې کار د دوی لپاره ښې پایلې درلودې او لړۍ یې لاتراوسه ادامه پیدا کړه، ځکه چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته بیا لږ وخت پارلماني ټاکنو ته پاتې ؤ، دا یې ښه وبلله چې باید دا پروسه تر پارلماني ټاکنو پورې جاري وساتي، وایي اوبه خړې کړه ماهیان پکې ونیسه!
 په پارلماني ټاکنو کې هم داسې څه وشول چې هېڅ تمه یې نه کېده، په لوی لاس یې یادې سیمې تر چاودنو لاندې ونیولې، امنیتي وضعه یې خرابه کړه، په دې سیمو کې که کوم افغان د سر په بیه رایه ورکړې وه، صندقونه یې د عادلانه او شفافو ټاکنو د عادل کمیسیون لخوا قرنطین شول. او د هغه افغان حق هم تر پښو لاندې شو چې د سر په بیه یې خپله رایه کارولې وه، دا هغه لوبه وه چې پکې پوره بریالي راووتل.
اوس همدا مخالفین چې د سیاسي کړیو لخوا رامنځ ته شوي وو خپله دنده یې پای ته ورسوله او تر څوکلونو پورې ورته بیا اړتیا نه لیدل کیږي، ځکه خو اوس راپاڅېږي او د امتیازاتو د لاسته راوړلو او نورو فعالیتونو په موخه د سولې د عالي شورا د پرېکړو احترام کوي، چارواکي، ولس او رسنۍ یې هم په ډېرو ولولو او ورین تندي ستایي. په پای کې دا جمله تکراروم چې، د جنګ په اور کې څوک وسول او لا سوزي او څوک امتیازات ترلاسه کوي.           ۲۰۱۱ د فیبروري دولسم