
ل: خلیل جبران
ژ: محمد قسیم
خوشحالي د ازادۍ نغمه ده
خو دا په خپل ذات كې ريښتينې ازادي نه ده
دا ستاسې د هيلو او غوښتنو غوړېدل دي
خو د هغو ثمره نه ده
دا په پنجره كې بند وزر دى
خو احاطه شوې فضا نه ده
هو! په ريښتياهم خوشحالي د ازادۍ نغمه ده
زه به خوښ شم كه تاسې دغه سندره د زړه له تله زمزمه كړئ خو زه نه غواړم، چې تاسې خپل زړونه پرې وبايلئ
له تاسې څخه ځينې ځوانان د خوشحالۍ داسې طلب كوي لكه همدا، چې د ژوند خزانه وي خو پرهغوي نيوكې كيږي او ترټل كيږي
زه هغوي نه محاكمه كوم او نه پرې نيوكه كوم بلكې په دې لار كې يې حوصلې لوړوم
ځكه هغوي ښايي خوشحالي ومومي خو هغه به هم يوازې نه وي
له هغې سره اوه خورګانې هم دي، چې تر ټولو بدرنګه يې هم له خوشحالۍ ډېره ښكلې ده
ايا تاسې د هغه كس كيسه نه ده اورېدلې، چې د ونې د ريښو راويستلو لپاره يې د كندې كيندلو پر مهال خزانه لاس ته ورغله؟
ستاسې ځينې عمرخوړلي د ماضي خوشحاليو ته د پښېمانۍ په داسې نظر ګوري لكه هغوي، چې په بې خودۍ كې ګناه كړي وي
خو پښېمانتيا د دماغو لپاره سزا نه، بلكې د دې د رنګ تتول دي
هغوي بايد د ماضي خوشحالۍ له مننې سره داسې يادې وساتي لكه د تېر اوړي د فصلونو راټولول
خو كه د هغوي زړونه د پښېمانتيا په ښكاره كولو سره سكون مومي نو تاسې يې مه خنډ كېږئ
همدا راز له تاسې څخه ځينې نه دومره ځوانان دي، چې خوشحالي ولټوي او نه دومره عمرخوړلي، چې د ماضي په هغې پښېمانتيا وښيي
هغوي د خپل روح له پامه غورځولو يا ورته د اذيت رسولوله وېرې نه د خوشحالۍ طلب كوي او نه يې د يادولو وړتيا په ځان كې ويني نو ځكه له هرډول خوشحالۍ څخه تښتي
خو د هغوي تېښته هم په خپل ذات كې يو ډول خوشحالي ده
دغه رازهغوي هم په لړزېدونكو لاسونو د ونې د ريښو د راويستلو هڅه كوي او هلته د ريښو تر سينې لاندې دفن شوې خزانه لاس ته ورځي
هغه څوك دى، چې خپل روح د خوشحالۍ له خونده محرومولې شي؟
ايا بلبل په خپلو نغمو د شپې په چوپتيا ظلم كوي؟
ايا اوركى د ستورو رڼا خفه كوي؟
ايا ستا شعله يا ستا د اور لوګى د هوا په اوږو باريږي؟
آيا ته پوهېږې، چې روح د يوه ولاړ او خاموش حوض په څېر دى او ته يې د امسا په يوه ګوذار سره ناارامه كوې؟
ته زياتره مهال د خوندونو د ترك كولو په جوش كې هغه د خپل وجود په كوم تياره ګوټ كې خوندي كوې او فكر كوې چې د هغې غلي كول د هغې تركول دي
څوك پوهيږي، چې د نن ترك شوي د سبا ترلمنې لاندې تيار او منتظرناست نه وي؟
هغه لا څه، آن ستا بدن هم له خپل فطري وراثته او له خپلو اړتياوو ناخبره نه پاتې كيږي او نه دوكه کیږي
ستا بدن ستا د روح رباب دى، چې پر تارونو يې د دې موسيقي نڅيږي
خو دا په تا پورې اړه لري، چې له دې څخه يوه زړه وړونكې موسيقي جوړوې او كه يو بې خونده شور
ته ښايي په خپل زړه كې پوښتې \"مونږ څنګه په خوشحالۍ كې د هغې ښه او بد اړخونه پېژندلې شو؟\"
د دې سوال د ځواب لپاره خپلې ځمكې او بڼ ته لاړ شه، هلته به وګورې، چې د شاتو مچيو ريښتينې خوشحالي له ګلانو څخه د شاتو په راټولولو كې ده
او د ګلانو خوشحالي له مچيو څخه د شاتو په قربانولو كې ده
ګل د مچۍ لپاره د ژوند يوه چينه ده
او مچۍ د ګل لپاره د مينې يو پېغمبر دى
او د دواړو لپاره وركړه او اخيستنه يوه اړتيا او خوند دى
نو تاسې هم په خپلو خوښيو كې د ګبينۍ مچۍ او ګل د مينې داستان مه هېروئ