
لیکوال: خلیل جبران
ژباړن: محمد قسیم
شاعر:
هغه د فاني او باقي نړۍ تر منځ اړیکه ده.
هغه یو سپېڅلی پسرلی دی چې تږې ارواح به ورڅخه وڅکي.
هغه د ښکلا له سمندر څخه اوبه شوې ونه ده چې د وږیو زړونو د غوښتنې میوه یې نیولې ده.
هغه یو بلبل دی چې په خپلو زړه وړونکو نغمو سره نهیلې ارواح ته ارامي وربښي.
هغه په افق ښکارېدونکې سپینه ورېځ ده چې د اسمان د مخ تر ډکولو پورې راکوزیږي او زیاتیږي.
د ژوند په پټي راپرېوځي او د رڼا د قبلولو لپاره خپل ورغوي خلاصوي. هغه یو روڼ مشال دی، چې د تیارې زور ته سر نه ټيټوي او نه یې باد له منځه وړای شي.
هغه له نورو خلکو سره توپیر لري او د ساده توب او ترحم له امله تل دوکه شوی دی. هغه د طبیعت په ورون د دې لپاره کښېني چې وحي ترلاسه کړي او د شپې په چوپتیا کې د ارواحو د راکوزېدو په تمه ویښ ناست وي.
هغه د مینې په پټي کې د خپل زړه د کرلو دانو رېبدونکی دی، چې انسانیت د خپل خوراک په توګه ورڅخه کار اخلي.
دا شاعر دی— هغه شاعر چې په ژوند کې یې خلک له پامه غورځوي، هغه شاعر چې له فاني نړۍ څخه له سترګو پټولو وروسته پېژندل کیږي او ستاینې یې کیږي.
هغه شاعر چې له انسانیت څخه له یوې موسکا پرته نور څه نه غواړي. هغه شاعر، چې روح یې راکوزیږي او کاینات په خپلو خوږو ویناوو ډکوي خو بیا هم خلک هغه ته د خوښۍ په وربښلو کې له بخیلۍ څخه کار اخلي.
نو دغه خلک به تر کومه ویده پراته وي؟ دوي به تر کومه د هغو خلکو په ستاینو نه مړیږي چې د همدوي په حق سترو مقامونو ته رسېدلي دي؟ دوي به تر کومه د هغو خلکو په اړه بې پروا وي چې دوي ته د خپلو ارواحو د ښکلا، د سولې او مینې د سمبول د لیدلو وړتیا ورکوي؟ انسانان به تر کومه د مړو ستاینې کوي او هغه بدمرغه ژوندي به یې هېر وي چې د بې پروا خلکو لارې ته د راوستلو او رڼا ورښودلو په موخه خپل ځانونه د شمعې په څېر ویلې کوي؟
ای شاعره! یوازې ته د ژوند، ژوند یې او یوازې تا ته پر پېړیو د ستونزو باوجود فتحه نصیب شوې ده.
ای شاعره! ته به یوه ورځ خامخا په زړونو پاچاهي کوې او دا به یوه بې پایه پاچاهي وي.