
یوه ماهي بل ته وویل: زمونږ د سمندر له پاسه یو بل سمندر دی، چې نور مخلوقات پکې لامبو وهي او هغوي هم هلته زمونږ په څېر ژوند لري.
دوهم ماهي د سر په خوځولو سره ځواب ورکړ: افسوس افسوس! ته پوهېږې چې هر څوک زمونږ له سمندر څخه د یو اېنچ په واټن بېرون هم ووځي، ژوندې نه پاتې کیږي. نو له تا سره په نورو سمندرونو کې د نورو ژوندیو موجوداتو څه ثبوت دی؟