
د روان
لمریز لېږدیز کال د سلواغې په ۲۳ مه نېټه خوست والي عبدالجبارنعیمي د ولایت مقام د
کنفرانسونو په تالار کې د تېرو ۹ میاشتو په جریان
کې د رشوت او بډې اخېستلو او د دولتي ځمکو د غصب څخه د راخلاصونې لاسته
راوړنې د سیمه ایزو ، ځایي او نړیوالو رسنیو په وړاندې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ
کې په ډاګه کړې .
ښاغلي عبدالجبارنعیمي وویل اداري فساد چې یوه
ناوړه پدیده ده ، ، چې د افغانستان نړیوال شهرت ته یې تاوان رسولی دی .
دغې
ناوړې پدیدې په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ په لاره کې ډېر خنډونه رامنځته
کړي دي . اداري فساد نن د دې لامل شوی ، چې د ولس او دولت ترمنځ واټن زیات کړي او
د ناامنیو په ګډون یې افغان ولس د ډېرو ستونزو او ناخوالوسره مخ کړی دی .همداشان د
دې له امله د افغانستان بیارغونه ، پرمختګ او انکشاف د خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.
ده
زیاته کړه ، د تېرو نهو میاشتو په جریان کې یې په مختلفو طرحو او بېلابېلو لارو
کار کړی ، چې د هغې له امله په دې توانېدلي دي ، چې په غیرقانوني او اختلاس کاکړ
کسان د قانون منګولو ته وسپاري او د محکمې له لارې ورته علني سزا واورول شي . د ده په خبره چې د ځينو
په دوسیو کار روان دی ، چې له بشپړوي او تثبیت وروسته به همغه هم قانون ته وسپارل شي .
خوست
والي عبدالجبارنعیمي د خپلو خبرو په لړ کې وویل ، د ملک خیال بدین چې د نظام الدین
زوی ، د پکتیا ولایت د اریوب ولسوالۍ اوسېدونکی دی ، ده د ۱۳۸۳ کال راهیسې هڅه پیل
کړي ، چې د بلخ ولایت د مزار شریف ۴۲۰
جریبه ځمکه خوست ولایت ته تبادله کړي .
چې ده
په یوه او بل نوم اسناد راټول کړي او د خوست په یوه داسې ځای کې یې د ځان لپاره
ځمکه په نښه کړي ، چې یاده سیمه دا مهال په ماسټر پلان کې هم راغلي ده او دولت په کې ولس ته د ټولګټو چارو
ښاري خدمات وړاندې کوي .
نوموړي
زیاته کړه ، د ملک خیال بدین د ځمکې له تبادلې سره په ۱۳۸۳ او همداشان په راوروسته
کالونو کې هم ولایتي ادارې ، ولایتي
شورا او ولس سخت مخالفت کړی وو، چې له هغې
وروسته یې بیا هم هڅه کړي وه ، چې له پلازمېنې کابل څخه یو هیت راوغواړي ، دده په
خبره چې هیت ته هم د ولایتي ادارې قناعت ورکړی وو، چې په دې سره راغلی هیت هم په
قانع ډول بېرته پرته له اجرااتو کابل ته تللی وو.
خوست
والي نعیمي وویل د روان ۱۳۸۹ کال د لړم یا عقرب د میاشتې په ۹ نېټه یې په اداري
غونډه کې په ۱۰۷ نمبر تصویب سره په سخت مخالفت کې
پرېکړه وشوه ، چې د ۴۲۰جریبه ځمکې
دوسیه دې بېرته له ټولو مالوماتو سره پلازمېنې کابل ته ولېږل شي ، ترڅو
هلته په دې څېړنې وشي ، چې د بلخ ولایت د مزار ځمکې څومره قېمت لري ، په مزار کې د
نوموړي ځمکه په کوم ډول استملاک شوي او بیا بالاخره لپاره په بدیل کې خوست ولایت ورته د څه لپاره
انتخاب شوی دی .ښاغلي نعیمي وویل د ځمکې د تبادلې قانون ۵۴ ماده وایي ، چې د ځمکې
تبادله یوازې د یوه ولایت په داخل کې کیږي ، هغه هم په دې صورت کې چې د ځمکې قېمت
، موقعیت او درجه مالومه وي . ده خیال بدین په دې پړ وباله ، چې غواړي د خوست د
خلکو څخه په ناقانونه او ناروا توګه سره په ملیونونو ډالر لاسه ته کړي .چې دا دخوست له ادارې ، ولس او د ښاري
پرمختیا سره لویه جفا ده ، چې په دې برخه کې په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي .
خوست
والي عبدالجبارنعیمي د رسنیو په استازیو غږ وکړ، چې د دوی له لارې دې بیا هم ټول
هغه کسان چې په همدې ځمکه کې پلورل او پیرودل کوي ، په کلکه دې ترې ډډه وکړي او
کنه نو امنیتي او کشفي ارګانونه به یې بې له ځنډه ونیسي او قانوني چلند به ورسره
وکړي .
ده دا
هم وویل ، چې تر اوسه پورې هم ملک خیال بدین ادارو ته ټول مالومات په واک کې نه
ورکوي او غواړي ، چې په همدې شکل موضوع ګونګه پاتې شي او له خلکو څخه یې په پلورلو
پیسې لاسته راوړي .
والي
نعیمي د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه ، د څه مودې راهیسې مود ځينو مالوماتو له
مخې د خوست دولتي بانک تر نظارت
لاندې نیولی وو، چې وروسته مو ورته د
موضوع د روښانتیا په موخه یو باصلاحیته کمیسیون وټاکه.چې د څېړنو او پلټنو په
جریان کې مالومه شوه ، چې دبانک څخه ۶۴ملیونه افغانۍ ویستل شوي دي .چې وروسته په
همدې منظور د بانک مسوولین ونیول شول ، چې
چاوړي او د چا په کې لاس دی ؟
دده په
خبره چې کابل بانک مسوولینو هم په دې لاره کې ورسره همکاري کړي وه او په غیرقانوني
توګه یې د بقایا د پټولو په موخه جعلي چيک ورکړی وو.چې په همدې اساس څوتنه د کابل بانک مسوولین هم نیول شوي دي .
خوست
والي عبدالجبارنعیمي وویل ، نیول شویو مسوولینو په لیکلي توګه اعتراف کړی ، چې
پیسې یې وړي او غواړي ،چې بېرته یې د دولت خزانې ته وسپاري ، چې په ترڅ کې یې تر
اوسه پورې څه د پاسه(۱۰) لس ملیونه افغانۍ بېرته سپارلي او ۵۴څلورپنځوس ملیونه
افغانۍ ورسره پاتې دي .چې پرته له خڼد او ځنډ څخه به یې په هر ډول له دوی اخلي او
د دولت خزانې ته به یې سپاري. ځکه چې دا دولس حق دی .ده په دې برخه کې خواشیني
څرګنده کړه، چې په بانک کې پیسې امانت بلل
کیږي ، خو د دوی له لوري په کې خیانت شوی دی .
همداشان
خوست والي زیاتوله ، چې په دې ولایت کې د دولت ډېرې ځمکې خلکو نیولي او بیا په کې
پلورل او پیرودل صورت نیسي .ده وویل په تېرو نهو میاشتو کې یې هڅې پيل کړي ، چې
غصب ومومي او په دولتي ځمکو کې هر ډول پلورل او پېرودل بند شي .چې په همدې موخه یې
د ټول ولایت په کچه د غاصبینو هغه لېست چې په کې ۸۴ کسان شامل دي ،تیار کړی او له
څېړلو وروسته به په غصب کاکړ کسانو ته سخته سزا ورکړي ، ځکه چې د دوی له لاسه د
غصب سیالۍ رامنځته شوي ، په کې ځلک وژل شوي ،
د خوست ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی
او همداشان یې دا ولایت له پرمختګونو شاته پاتې کړی دی .دده په خبره چې
ددولت ځمکې دخلکود خوشالۍ او پرمختګ لپاره وي ،خو له بده مرغه دلته یې غصب دومره
پراختیا کړي ، چې هر ډول خوشالي او پرمختګونه یې له منځه وړي دي .
خوست
والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، یو شمېر کمېشن کاران شته ، چې خلکو ته وایي
،فلانی کار به درته په فلانۍ اداره کې زه وکړم ، چې دوی د دولت ځينې ادارې بدنامې
کړي او د عدلي او قضايي ارګانونو یو شمېر پرېکړې یې له خنډ سره مخ کړي دي ، ده
وویل په دوی کې یې ځينې ځانونه خلکو ته دومره زورور معرفي کوي ، چې څه یې زړونه
وغواړي ، همغه کولای شي .ښاغلي نعیمي په ډېرو سختو الفاظو کې دغه کسان وغندل
او دوی یې د سختې سزا وړ وبلل .ده وویل په
دې اړه یې ټولو ادارو ته رسمي مکتوبونه لېږلي ، چې دا ډول کسان له ادارو په ټوله
معنا بند کړي او کنه نو امنیتي او کشفي ارګانونه دې ونیسي او د سختې سزا په موخه
دې د قانون منګولو ته وسپاري .
والي
عبدالجبارنعیمي په وویل ، د دې لپاره چې په خوست کې عدالت تامین او حق حقدار ته
رسېدلی وي ، نو په همدې منظور هڅې ګړندۍ شوي دي .ده وویل څو ورځې وړاندې ورته د
بادشاه خان نومی سپین ږیری چې د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی ،دفتر ته ورغی او ویې
ویل ، چې د ۱۲۰۰ فامیلیو په سیمه کې یې د ۶۰کسانو په منځ کې د پچې اچونې له لارې
نمره ختلي ، خو له ده څخه کوم بل چا چې له ده زورور دی او کله نه کله ورته تهدید
هم کوي ، په جعل او تذویر نیولي ده .
خوست
والي عبدالجبارنعیمي یې په اړه وویل ، د نوموړي د ستونزې د حل او روښانتیا په موخه
یې هیت ټاکلی ، چې د هیت له قوله رښتیا هم د نوموړي په حق کې ظلم شوی دی .چې
وروسته له بشپړو مالوماتو به یې حق خپل مستحق ته ورسیږي او په یاده قضیه کې ملوس
کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي .
ده
زیاتوله ، که له هرچا سره ظلم او تېری کیږي ، نو دوی سره دې اړیکه ونیسي ، چې په
هېڅ صورت به یې چاته د حق د ضایع کېدو اجازه ورنه کړي او د تېري کوونکي به په
قانوني سزا رسیږي .
خوست
والي عبدالجبارنعیمي د رسنیو په مسوولینو غږ وکړ، چې دخپلو رسنیو له لارې دې ټول
هغه کسان یو ځل بیا وپوهوي ، چې غواړي دولتي ځمکې غصب کړي ، چې دولت یې په هېڅ صورت نه شي ورپرېښودلی او
حتماً به یې له غاصبینو لاسته راوړي . ده د یوه ژورنالست دپوښتنې په ځوا ب کې وویل
موږ په خوست کې په ډېرې همغږۍ سره د دولتي غصب شویو ځمکې دخلاصون عملیات په عملي
ډګر کې مخ ته بېولي ، چې د وړکتون څخه نیولي بیا د هوایي ډګر د غصب شوي ځمکې پورې
.ده زیاتوله ، چې هره موضوع څېړل او تثبیت غواړي ، چې له څېړنو وروسته به ټولې
دولتي ځمکې په یوه او بله پسې خلاصیږي او دولت به په کې ولس ته هغه څه پلي کوي ،
چې د دوی د ښېرازۍ سبب ګرځي .
وروسته
مطبوعاتي کنفرانس د ژورنالستانو له لوري د پوښتنو په کولو او دخوست والي
عبدالجبارنعیمي له لوري ورته په ساړه سینه د ځوابونو په ورکولو سره پای ته ورسېده
.
د ولایت
مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول
:مبارزمحمدځدراڼ
ورځ:دویم
نېټه
:۱۳۸۹/۱۱/۲۳