هــــر څــــۀ ئــې تــالا کــيـږي دَ بــاغــونــــو ســـره ظلــم
بــمـــونـــــه پــــرې وريــــږي دَ ګلـــــونـــــو ســـــره ظلــم
دَ وخـت قــدر اونـه شـي او وخـتـونـــه بــدنــامـيـــږي
وخــتــونـــه بــدنــامــيـــږي دَ وخــتــونـــو ســـره ظلـــم
دېوال دَ بې وسۍ ئې دَ احسـاس مخښې تـۀ راشـي
څوک نۀ غـواړي چـې اوکـړي دَ ځـانـونـو ســره ظلــم
ټول عـمـر لـږ سعـت راحـت مـې هـم چـرتـه ونـه لـيـد
دردونــو بـس دے مـه کــړئ پــرهــرونـــو ســره ظلــم
ښۀ کار لـره پېدا دي مونـږ پــرې ښــۀ کارونــه نکـړو
بـــدل بـــۀ رانـــه اخــلــي کــــړو لاســونــــو ســــره ظلــم
پـۀ زمکــه بــارود کــري، پــۀ هــوا کښې زهــر خــري
نــن اوګــوره انـســان کــړي جـهــانــونـــو ســـره ظلـــم
پـۀ خپـلـه خـاوره څنګـه خـپـل اخـتـيـار کــولے نـشــم
ظالم بـۀ څومره کړي تـواب مـلـکــونــو ســره ظلــم
♦♦♦♦♦♦♦♦
تواب ترابي
2003/4/19 __الرياض
وروستي