دخوست لېرې پرتې  سپېرې ولسوالۍ سيميزه شورا جوړه شوه

 
د روان لمريز  کال د سلواغې په ۲۰ مه نېټه د خوست ولايت د لېرې پرتې سپېرې ولسوالۍ سيمه ايزه شورا د يادې  ولسوالۍ د سلګونو کسانو قومي مشرانو او ديني عالمانو  د رايو په ترڅ کې جوړه شوه .
په سر کې د قرآن پاک مبارک آيتونه تلاوت شول ، وروسته خوست والي عبدالجبارنعيمي يادو کسانو ته پيليزې خبرې وکړې .
نوموړي په دې خوښي وښوده ،چې په خوست کې له تڼيو ، نادرشاه کوټ ، ځاځي ميدان ، دوه منده ولسواليو وروسته د دې ولايت د لېرې پرتې سپېرې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره هم سيمه ايزه شورا جوړيږي. دده په خبره سيمه ايزه شوراګانې چې غړي يې له دولت څخه امتيازات هم لر ي ، په ولسواليو کې ډېر مهم رغوونکي  رول لوبولي شي .ځکه چې دوي دنده لري، په ولسوالۍ کې د امنيت ، بيارغونې ،سولې او د ورورۍ د فضارامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې وکړي .
خوست والي نعيمي له دوي وغوښتل ، چې تاسو شورا ته هغه څوک معرفي کړۍ، چې کولاي شي ، شخصي ګټې ترملي ګټو قربانوي او د خپلو سيمه والو د ستونزو د حل لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کولاي شي .
ښاغلي نعيمي زياته کړه ، ستاسو له ولسوالۍ مې دوه ځلې ليدنه کړي او په دريم ځل بياهم په پلان کې لرم.چې ستاسو ولسوالۍ ته درشم او حالات يو ځل بياله نږدې وګورم .
ده په خپلو خبرو کې د خوست تېر تاريخ ته اشاره وکړه ،ويې ويل ،  خوست پخوا د افغانستان په کچه د شملو او ننګونو ولايت وو، چې هر وخت يې دښمن ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي ، ده په دې برخه کې په مشرانو غږ وکړ، چې خپل تېر تاريخ ته په کتو  دې يو ځل بيا په مېړانه راودنګي ، د هغه چا لاسونه دې په خپل قومي جرءت سره لنډ کړي ، چې د خوست ولس سوکالۍ او پرمختګ ته نه پرېږدي .
والي عبدالجبارنعيمي زياته کړه ، په هېواد کې د سولې عالي شورا رامنځته کېدل د افغانانو د روښانه راتلونکي لپاره يو ښه زېري دي .په همدې مناسبت ده له مشرانو غوښتنه وکړه ، چې په خپلو سيمو کې د ټولو هغو کسانو سره چې په يوه او بل نوم يې له دولت سره فاصله نيولي تفاهم وکړي ، د ده په خبره تفاهم هغه څه دي ،چې دهر ډول ناخوالو ، بې اتفاقيو او  وينې توهېدو مخه نيسي ،نو په همدې اساس بايد مخالف کسان په دې پوي شي ، چې جنګ پرته  د افغانستان او افغانانو د  بربادۍ څخه کومه بله هېڅ لاسته راوړنه نه لري .نو رادې شي ، د سولې د عالي شورا له لارې دې د خپل اسلامي دولت سره يو ځاي شي ، ترڅو په ګډه توګه د افغانانو د سرلوړي ژوند په موخه ګډ کار وکړواو نور کورنۍ د وير او ماتم په ټغرکښېنولو څخه وژغورو.
خوست والي ددې شورا غړو ته وويل ، دا د افتخار ځای چې ولس پر تاسو باور کړی دی . هر چېرته چې ستونزې وينی ، نو کولی شئ خپل ولسوال سره يې شريکې کړی او که ولسوال ستاسو د ستونزو پر هوارولو بريالی نه وو ، نو له ولايت مقام ته خپلې ستونزې او اړتياوې وښايئ.
نعيمي زياته کړه ، چې ددې شورا له غړيتوب سره ستاسو مسووليتونه د خپل خدای ، وطن او ولس پر وړاندې زيات شول ، نو تاسو هم په صادقانه توګه خدمت وکړی او له خپلو شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجيع ورکړی .  
خوست والي د ولس خير ښېګڼه په يووالې کې نغښتې وبلله او له مشرانو يې غوښتنه وکړه ، چې د مظلوم لاس نيوی وکړئ ، څو هر څوګ خپل حقه حقوق لاسته راوړي .
نعيمي له مشرانو سره ژمنه وکړه ، چې په صادقانه توګه به ورته خدمت کوي او په دې ولايت کې به د رشوت ، غصب او زورزياتي لمن ورټولوي ، څو له هغې بدنامۍ او وروسته پاتې والي څخه دا ولايت خلاص شي ، چې مخکې ورسره مخ وو . خوست والي له مشرانو غوښتنه وکړه ، چې په لومړنۍ ناسته کې اولنۍ اړتياوې ورته په ګوته کړي ، خو د پوهنې په برخه کې يې د هر راز همکارۍ او لاس نيوي ډاډ ورکړ .
له خوست والي عبدالجبار نعيمي څخه وروسته قومي مشر حاجي علي خان  خبرې وکړې . هغه وويل : ستاسو په شتون کې چې دا وخت ترسره شويو کارونو ته ګورو ، نو واقعا ، چې د خوښۍ او وياړ ځای يې بلل شو او له خوست والي څخه يې سپيرې ولسوالۍ ته د ورتګ له امله مننه وکړه .
علي خان په خپلو خبرو کې په دې ولسوالۍ د شته متوسطو مکتبونو ، د ليسو درجو ته د لوړيدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه ، چې دا وخت سپيره نېږدې يولک پنځوس زره نفوس لري او يوازې دوه ليسې په دې ولسوالۍ فعاليت لري، چې د زده کوونکو دځاييدو قابليت نه لري .
هغه زياته کړه ، چې اوس وخت د سپيرې ولسوالۍ ځوانان د قلم پر اړتيا پوهيدلي او هيله څرګندوي ، چې په دې ولسوالۍ کې داسې ځوان پيدا نه شي ، چې د قلم له نعمته برخمن نه وي .
خو خوست والي ددوی ددې غوښتنې په ځواب کې وويل ،چې په راتلونکي شمسي کال کې به د زياتو ښوونځيو له پاره ودانۍ جوړې شي او په دې ولايت کې به د زده کوونکو شمېره تر دوو لکو هم لوړه شي.   
وروسته د سپيرې ولسوالۍ له قومي مشرانو څخه ٤٢ کسيزه شورا جوړه شوه او د شورا له پاره رئيس ، مرستيال او منشي هم وټاکل شول .