
خالد احمدي
له هغه راپور سره سم چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ويل کيږي چې افغاني طالبان به ممکن وغواړي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له القاعده ځانونه رابېل کړي، خود امریکا پالیسي په سيمه کې سخت دریځي جنګیالي زېږوي چې روغې جوړې ته لږ حاضرېدای شي. په راپور کې، راغلي چې طالبان به دې ته تياروي چې له افغانستا ن نه د تروریزم د اډې په توګه کار وانه خیستل شي. چې د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ په ۲۰۰۱ کال پر نیویارک او واشنګټن تر تروریستي حملو مخکې هم اختلافونه وو او دغه اختلاف ورځ تر بلې د وخت په تېرېدو سره زياتي موندلي
د دغه راپور ليکوال څو کاله په اسلام اباد کې کار کړی او د طالبانو د پخواني سفیر ملاعبدالسلام ضعیف د خاطرو د کتاب په سمون کې یې هم مرسته کړې ده.او په راپور کې زياتوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار له طالبانو سره د خبرو اترو پیلول دي.
امريکايې کار پوهان وايې چې له دې سره سره چې طالبان او القاعده ګډ هدف لري خو د دوی ایډیالوژي یوه نه ده او د دوی ترمنځ ستراتیژیک اتحاد شوی ځکه نو له طالبانو سره سیاسي تماس ښايي د دې سبب شي چې دا دواړه ډلې له یو بل سره جلا شي.
ځینې امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د عسکرو زیاتوالی به طالبان کمزوري کړي او په نتیجه کې به یې روغې ته غاړه کېږدي.
خو دغه ليکوال په خپل رپوټ کې زياتوي چې پوځي عملیات به د سولې پروسه نوره هم ستونزمنه کړي. په دې راپور کې چې عنوان یې دی د القاعده شبکې او طالبانو ترمنځ تفکیک د بریالیتوب بنسټ دی، ویل شوي چې د طالبانو پر سیمه ییزو مشرانو او قومندانانو بریدونه به هغو طالبانو ته لار اواره کړي چې رامخکې شي چې له عمره کم او په عین حال کې لا سخت دریځي دي.دا کسان القاعده ته د نفوذ زمینه لا برابروي.راپور په افغانستان کې د ناټو له جګړې سره مخالفت نه کوي خو امریکا ته مشوره ورکوي چې د جګړې ترڅنګ دې د طالبانو له پخوانيو مشرانو سره اړیکې ټینګې کړي.د دغو راپور لیکوال په کندهار، خوست او کابل کې له یوشمېر طالب مشرانو سره کتلي او له هغوی سره د مرکو او خبرو پر بنیاد یې خپل څېړنیز راپور چمتو کړی دی.دوی وايي چې وسله وال طالبان به ښايي له القاعده سره د اړیکو پرېکون د پخلاینې شرط ونه ګڼي خو د خپل امنیت د ضمانت غوښتنه به خامخا وکړي.او زیاتوي چې د طالبانو مشرانو د خپل رژیم له پرزېدو نژدې یو کال وروسته په پاکستان کې غونډه وکړه او له نوي حکومت سره یې د سولې په بهیر کې پر ګډون موافقه وکړه خو د دوی دې پرېکړې ته توجه ونه شوه ځکه چې نه د افغانستان حکومت او نه هم امریکايي چارواکو له طالب مشرانو سره د تما س اړتیا لیدله.په د راپور کې راغلې چې په هماغه کال د جلال الدین حقاني د کورنۍ یو غړی د خبرو لپاره کابل ته لاړ خو هلته دافغان دولت لخوا ونیول شو او بد چلند ورسره وشو.په راپور کې بیا بیا ټینګار شوی چې القاعده نړیوال هدفونه لري خو طالبان د خپل وطن په حد کې فکر کوي. ايا دامريکا يې کارپو هانو او ليکوالانو دغه رپوټ تر کومه حقيقت لري که داهم د مخالفينو سره د سولې د عالې شورا په څير يوه ډرامه ده تر څو نړيوالو ته دا وښيي چې مونږ د طالبانو سره هر راز خبرو ته چمتو يو د افغان دولت او د سولى د عالې شورا په پوره توګه ملاتړ کوو چې د طالبانو سره خبرى وکړي او په اوسنې دولت کې د افغانانو سره اوږه په اوږه کار وکړي تر څو خپل هيواد په خپلو پښو ودروي افغانان د سولى په ارامه فضاکې ژوند وکړي او مونږ ته د دې اړتيا نه وي چې مونږ تر ډيره وخته په افغانستان کې پاتې شو خو له د غو څرګندونو سره په يو وخت کې د طالبانو په مورچلونو بريدونو ته زور ورکړي د شپې په مهال د خلکو په کورونو چاپې ، په ګڼ ميشتو سيمو کې ړندي بمبارۍ چې د بې ګناه خلکو د وژلو سبب کيږي چې اوس په دي ټول افغانان يقينې شوي چې بهرنيان نه غواړي د طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبري وکړي او هيڅ کله به ونه شي يوازې او يوازې دا يوه ډرامه ده تر څو بهرنيان خپل اهداف لاس ته را نه وړي او کوم اهداف چې دوي يې د سيمې هيوادونو کې لري او ورپسى راغلي او کوم مصارف چې اوس يې کوي دا د څه لپاره کوي؟؟.
په پښتو کې يو متل دى چې وايې ((پيشو د خداى لپاره موږک نه نيسي))؛ نو ځکه خو دلته هم ويلاى شو، چې ناټو نه د افغانانو لپاره دومره په لوړه کچه قربانې ورکوي او نه هم دومره بشر دوسته ده چې د دوي د غه دروغجنې څرګندونې چې تل به يې ويل چې مونږ د افغانانو د امنيت لپاره راغلي تر څو افغانان په سوله او ارامه فضا کې ژوند وکړي. خو دا دى نن ټول وينو چې هر ورځ ښځې ،ماشومان او بې ګناه ملکې خلک د دوي د ړندو اهدا فو ښکار ګرځي او نه غواړي چې سوله راشى چې دا د بهرنيانو د پلان سره سم يوه اوږد مهاله پروژه ده چې تيره ورځ هم ولسمشر حامد کرزيى په يوه مطبوعاتې کنفرانس کې دا په ډاګه وويل ،چې لوديځ والو له مونږ نه د دايمې اډو غوښتنه وکړه ،چې داد دو ښکارندويې کوي چې لويديځ وال غواړي د تل لپاره په افغانستان کې پوځي اډي ولري .او دا يو خوب دي چې لوديځ وال وايې چې تر ٢٠٠١٤ کاله به مونږ خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسو تر څو، چې بهرنيان خپل اهداف لاس ته را نوړي دا جکړه به روانه وي او افغانان به د تيرو نهو کلونو په څير د لويديځوالو د بمونو هدف ګرځې او هره ورځ به مور د خپل بچي د بد ن غړي په خاورو کې لټوي د وينو په ډنډو کې به لامبو وهي څوک به بې پلاره څوک بې موره څوک بې وروره څوک بې خوره کيږي او هيڅ داسى څوک به نه وي چې د مظلومو افغانانو غږ واوري افغان مشران به د څو ډالرو په مقابل کې د خپلو هيوادوالو په سر لوبې کوي ترڅو بهرني باداران يې ورڅخه خواشيني نه شي.
زمونږ هيواد به د لويديځ او سيميزو ګاونډيانو لپاره د وزلوبې ميدان وي، چې هر لورى کوښښ کوي چې خوسى د ځان کړي خو د دغو لوبې په ټس کې به افغانان وژل کيږي او په خپلو کې به د بهرنيانو په اشاره جنګول کيږي؛ چې دا هر څه ماته د هغه ولسي شاعر شعر رايادوي، چې ويلي وو: (( هر چا د خپلې وسې پورې پايمال کړلو - جوړ يې له کابله واليبال کړلو)).
په پاى کې له ټولو هيوادوالو څخه زما غوښتنه داده چې د پرديو په اشاره د خپلو هيوادوالو وينى تويي نه کړي، په يوه او بل نامه يې ونه وژني او هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د خپلو شومو اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطر افغانان قرباني کړي.
ديوه هوسا او پر مختللې افغانستان په هيله