ناټو ځواکونه په افغانستان کې اټومي وسلې کاروي

 خالد احمدي 
په افغانستان کې درې لسيزې جګړې، چې  افغان ولس ته يې په زياته کچه ځانې او مالې زيانونه اړولي او  د هر افغان  په کور- کلې  کې  داسې څوک پا تې  نه دي چې  د دغې جګړي به نه وي سوزولي او زيات  افغانان  يې د خپل کلې کور پريښودلو ته اړکړل او د ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره سره خو بيا هم  افغانان مجبور شول چې داهرڅه ومنې اوله  هيواد نه بهر ته مهاجر شول. په  بهرنيو هيوادونو کې به هم د افغان مهاجرو سره ناوړه چال او چلند کيده  خو  افغانانو  دا هر څه په ځان ومنل  تر څو د جګړى له شرنه په امان شى .او په پرديو هيوادونو کې يې په بې صبري شپې سبا کولي تر څو داسې وخت راورسيږى چې په هيواد کې يې د جګړي  ټغر ټول شي او د جګړى  په ځاي خلک د هيواد  په بيا رغونه کې ونډه واخلي او خپل هيواد ته ستانه شي چې د افغانانو داهيلې په نهيلۍ بدلې شوي چې وروسته  د طالبانو اسلامې تحريک تر نامه لاندي يوه ډله جوړه شوه  چې د دغى ګوند اصلي ټاټو بي  په پاکستان کې شتون درلود  تر څو په هيواد کې د افغانانو خپل منځى جګړي ته د پاي ټکې کيږدي  د د وي په کړنو افغانان ډير خو ښ شول په پوره توګه يې د طالبا نو ملا تړ اعلان کړ چې وروسته بيا هر څه په بل لوري روان شول چې ورپسى امريکايې ځواکونه افغانستان ته راغلل تر څو طالبان او ترهګر وځپې چې د د وي په وينا  دغه کوند د ټولې نړي لپاره يو خطر دي امريکايې ځواکونه  په ترهګرو پسې افغانستان راغلل جګړى بل رنګ واخست   او دغه  څه  باندي نهه کلنه جګړه، چې  اوس  هم  په  افغانانو تپل شوى ده  افغانان يې له شر نه ځانونه  نشې  خلاصولي. چې هره ورځ بې ګناه کسانو ته پکې زيان رسيږي که دغه جګړه چې غربيان  يې  په  افغانستان  کې کوي تر څو ترهګر  وځپې او له منځه  يې  يوسې په  دغو جګړه کې  داسې  وسلى  کارول کيږي چې  په ټوله نړي کې دهغه کارونه په کلې تو ګه ممنوع اعلان شوى. خو ناټو ځواکونه چې په کوم ځاې کې  عمليات  کوي او له مقاومت  سره مخ  شې نو د خپل هوايې ځواک  نه غوښتنه کوي تر څو مخالفين له منځه  يوسي خو دا نه، چې يواځې  مخالفين  له منځه وړي بلکې کله چې دغه وسلې او بمونه وکارول شې په هغه سيمه کې ( انسانان ،حيوانات ، نباتات)  له منځه وړي په کوم ځاي چې بم ولګيږي هغه  ځاي  اور اخلې، چې وروسته  بيا په ګردونو او خاورو  بدليږي، چې دغه ګرد د باد په  واسطه  له  يوه ځاي نه بل ځاى ته ليږدول کيږې، چې د ژونديو موجوداتو  د تنفس کولو په وخت کې بدن ته ننوځې چې د ډول ډول ناروغيو لامل ګرځې چې زياتره يې د سرطان په ناروغې اخته کيږي چې په  ډ ير لږ وخت کې ناروغ له منځه وړي وژنې يې کله چې ، يوه اميد واره ميرمن  دغه ککړه هوا تنفس کړي ماشوم دمور په خيټه کې  له منځه ځي او يا معيوب د نيا ته راځې ، چې يوه بيلګه يې په  توره بوره کې هغه  کورنې دي ، چې د دغو ناروغيو سره لاس او ګريوان دي  او کوم خطر چې دغو اټومې وسلو افغانانو ته رامنځته کړي ترهغو  به  افغانان په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي او له منځه يې وړي  تر څو چې  دغه خاوره او ځمکه شتون و لري.  ناټو چې کومي  وسلې په افغانستان کې کاروي  چې يورانيم ،فاسپورس او شمياوي مواد کې شتون لري  ، چې د دغو وسلو کارول او په جګړه کې ورنه استفاده کول په تمامه معنى د جګړي  د قانون خلاف عمل دي د ناټو ځواکونو دغه کړنه يو غير قانونې عمل دي  د جنګې قوانينو خلاف عمل دي . خوناټو ځواکونه   په دغو وحشيانه  کړنو، چې  په وار  وار د کورنيو او بهرنيو رسنيو له خو داسې شواهد  په  ډاګه  شول ، چې امريکايان په افغانستان کې  د ترهګرو سره  په جګړه  کې په  کليو او ګڼ ميشتو سيمو کې  اټومې  وسلې کاروي،  چې د دوي دغه کړنې د زياتو ملکى وګړيو د مرګ او ډول ډول ناروغې سبب ګرځي  چې افغانان ورسره لاس او ګريوان دي خو د دغو ټولو شواهدو سره سره بيا هم افغان  دولت چوپه خوله پاتې دي او هيڅ  کوم غبرګون نه ښيې  په پاي کې له افغان دولت څخه زما غوښتنه دا ده چې پري نږدې چې غربيان  د افغانانو په سرنوشت لوبې وکړي او په تدريجې مرګ
يې ووژنې تر څو به همداسى چوپه خوله پاتى وي که  د افغانانو حوصله او صبر تمام شي هرڅه به وران شي نه به دا ډالر وي او نبه دغه چوکۍ او زيرې موټروي  او دغه نهه کلنې لاس ته راوړنې به  مو په سيند لاهو شي او هر څه په بل لوري روان شې چې ډيرى بدې پايلى به  ولري .