ټلواله څه غواړي سوله يا دافغانانو ويشل ؟

كله چي غربي نړې اعلان وكړ چي القايده په افغانستان كي ده د طالبانو له حكومت سره ډيري نژدي اړيكي لري او د دوي په مشوره او ملاتړ يي په امريكا بريد وكړ چي له عمله يي ډير زيات مالي او ځاني زيانونه واړول نه يواځې داچي دغربي نړي بلكي د ټولي نړي لپاره يو لړزونكي خبر وه چي له دوسره جوخت يي په افغانستان كي دالقايده او طالبانو په ضد بريدونه پيل كړل هغه څه چي دوي غوښتل همداسي وشول ترڅو له دغو سيمه نه خپل اصلي حريف ته سينه لاندي كړي ترخپل كنترول لاندي يي راولي چي ددغو پيښي سره جوخت يي ټوله نړي له ځان سره يو كړه دهغوي د مالي او ځاني مرستوسره سره يي د {B: 52 } په زور د طالبانو حكومت په ډير لژوخت كي د ټلوالي په مرسته رانسكور كړ د دغو ډلې مشرانو به ورته ويل چي د طالبانو په مورچلو ډير ځواكمن بمونه واچوي ،چي په كلي توګه له منځه لاړ شي او په راتلونكي كې د دويم ځل لپاره بيا دهيواد په تاريخ كي سرراپورته نكړي خو متحده ايالاتو هم د دوي په ويلو عمل وكړ په پښتنو سيمو يي بيله كومه ځنډه داسي درا نه بمونه وورول چي ډير ملكي كسان د ماشومانو او ښځو په كډون يي شهيدان كړل كورونه يي ويجاړ او له خپل كور كلي نه اړ شول چي هغو سيموته ځانونه ورسوي چي نسبتن دهوايي بريدونونه په امن وي  د طالبانو ځواك يي رانسكور كړ په هيواد كي يي ځواكونه د سوله ساتو تر نامه لاندي ميشت شول خو كله چي يو شمير طالبانو خپلي وسلې په ځمكه كيښودى د هیواد په سویل، ختیځ او لویدیځ کې د کرزي له حکومت سره يې د کار کولو هوډ وښود، د پښتنو ضد کسانو لکه  امرالله صالح ،قسیم فهیم ، یونس قانوني ، ډاکټر عبدالله امریکايان ولمسول چې دغه خلک ونیسي ګوانتاناموته يي يوسي چي يو شمير يي د نیولو، ټکولو او وژلو په لړۍ کې له منځه یوړل شول، چې ځينې يې ګونټانامو ته واستول او ځينې يې په بګرام او په نورو زندانونو کې ترشکنجې لاندې دي هغه طالبانو چي دامريكايانو او لوړپوړيو افغانانو داحالت يي وليد د دويم ځل لپاره وسلي ته لاس كړ د متحده ايالاتواو كابل حكومت  په ضد يي د هيواد په گوډ گوډ كي حملي پيل كړي چي دا دي دا يوه لسيزه كيژي چي دوام لري ،چي هره ورځ په لسګونو افغانان وژل كيژي  ا فغانان د پاڼ او پړانګ تر مابين قرار لري  طالبان  يي د جاوسوسې په تور ورنه سرونه  پري كوي او ناټو ځواكونه يي د طالب په نامه  اسيران كوي  وژنې  يي ځكه چي طالبان لونګي لري تاسو يي هم لري طالبان په پښتو ژبه خبري كوي تاسو هم پښتانه يي ، خو په  د وروستيو كي چي كوم ريپوټونه خپاره شوي ويل كيژي چي د طالبانو او امريكايي مقاماتو لخوا به ډيرى ژرپه قطر هيواد كي خبرى  پيل شي چي طالبانو هم د دغو خبرو ملاتړ وكړ او وويل چي مونژ يواځي د متحده ايالاتو سره خبرو ته چمتو يو خو د  كابل حكومت چي د متحده ايالاتو يو لاس پوڅي حكومت دي مونژ نه غواړو چي د بادار له مزدور سره خبري وكړو او دا مو ښه وبلله چي مخامخ له اصلي كسانو سره خبري وكړو خو مخكي له دې نه چي اصلي  خبري پيل شي لومړي به په ګوانتانامو كي هغه پنځه تنه د طالبانو لوړ پوړي قوماندانان بايد له بنده ازاد شي په خبرو كي ګډون وكړي دمتحده ايالاتو ولسمشر اوباماوويل چي  د دغو بنديانو په خوشي كولو به له سره  غور وكړي خو كابل حكومت غبرګون وښود او ويي ويل چي د خبرو پروسه بايد افغاني شي په  لومړيو كي يي د دغو خبرو چي د قطر په هيواد كي به كيژي مخالفت وكړ خو وروسته د متحده ايالاتو لوړپوړيو چارواكيو كابل ته سفرونه وكړل تر څو ولسمشر كرزي د ته وهڅوو چي د دطالبانو او متحده ايالاتو د خبرو په هر اړخيزه توګه ملاتړ وكړي د شمال ټلوالې قومندانانو چې د کابل په حکومت کې اصلي پریکړه کونکي دي، په تیرو وختونو کې يې د خپل رژیم د ناکامولو هڅه پخپله کړي دي  او د داسې  چا په وړاندې يې لفظي کمپاینونه کړي چې دوی يې تر چتر لاندې د قدرت او شتمنۍ خاوندان شول.  هغوی خپل ځانونه په قومي  ډلو وویشل او په داسې حال کې چې په حکومت کې يې پراخ کنټرول درلود،اولري يي  بیايي هم هڅه وکړه چې د حکومت پخلاف سیمه ییز خلک ولمسوي. د بیلګې په توګه دملي امنيت پخوانٰي مشر امرالله صالح چي د كرزي ترچترلاندي يي د ټلوالي د ګټو لپاره يي پراخ كمپاينونه كول كله چي له د ندي لري شو د افغانستان د تجزيه پلان يي جوړ كړ چي دټلوالي دمشرانو لخوه ورباندي كار روان دي غواړي چي دځنيو بهرنيانو په ملاتړ دغه پروسه كاميابه كړي ځكه چې وړي خپلې ګټې دافغانانو په وژلو ،جګړوكي ويني خپل وخت په عيش او نوش كې تير كړي او افغانان دنورو په لمسون او اشاره په خپلو كي سره وجنګوي ددغو كسانو دافغانستان دتجزيه كولو نه اصلي موخه داده خو زما په باور چي افغانان به ددويم ځل لپاره دچا په خبرو تير نوځي اوس پوه شوي چي زمونز ګټه په سوله دهيواد په جوړولو كي ده نه داچي خپلو كي په يو او بل نامه وجنګيزو هيواد مو په ويرانه بدل شي افغانان لالهانده په نورو هيوادونو كي دمهاجرت وخت تيروي او كوم كسان چي خپلي ګټي دافغانانو په جنګولو يا بيلولو كي ويني الله به يي ډير ژر ټولو افغانانو ته وشرموي ترڅو بل څوك بيا داسي جورئت ونه كړي ديوه ښه سمسور او باثباته افغانستان په هيله                      
 
 
 ومنالله التوفيق   
 خالد احمدي