د ميدان وردګ وﻻيت د چارواکو اعلاميه :

دمیدان وردګو ولایت مقام، دولایتي شوراغړو او ددې ولایت زده کوونکو استازو په پلازمینه کابل کې ددې ولایت زده کونکو څخه دکانکور ازموینه اخیستل داصولو خلاف وګڼله .
 
دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي،په ولسي جرګه کې ددې ولایت استازو او دولایتي شورا غړو ددې ولایت د دولسمو ټولګیو ۳۰۰۰فارغو زده کوونکو استازو په پلازمېنه کابل کې د کانکور په ازموینه کې ددې ولایت زده کوونکو سره دمور میرې چلند په کلکه وغندلوو او دلوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو په ولایت کې له سره ازموینه واخیستل شي.
راغلو زده کوونکو شکایت درلودو چې په پلازمینه کابل کې ددې ولایت زده کوونکو څخه دخصوصي لیسو زده کوونکو سره یوځای ازموینه اخیستل ددې ولایت دخلکو سره ستره جفاده،او زیاته یې داچې په نورو ولایتونو دکانکور ازموینه اخیستل کیږي نو ددې ولایت زده کوونکي هم حق لري چې په خپل ولایت کې ازموینه ورکړي،د زده کوونکو استازو ګواښ وکړو که چیرته نوموړې ازموینه لغوه نشي نو دوۍ به په لويو لاریونونو لاس پورې کړي.
ددې ولایت ولایت محمد حلیم فدایي په خپلو خبرو کې زده کوونکو ته وویل چې دلوړو زده کړو وزارت لخوا دکانکور دازموینې په اړه دوۍ سره هیڅ همغږي نده شوې او نوموړي ازموینه دولایت دسلاء مشورې پرته اخیستل شویده،ښاغلي والي دخصوصي لیسو زده کوونکو سره چې نسبت د ولایتونو سره دهغوۍ سویه ډیر فرق لري هم داندیښنې وړ وبلله او زیاته یې کړه چې په مرکز کې دځینو کړیوو لخوا دا هڅې روانې دي چې ددې ولایت علم دوسته خلک په لوې لاس د زده کړو څخه محروم کړي.
ښاغلي فدایي وویل چې دهېواد په ډیریو پوهنتونو کې ددې ولایت ممتاز زده کوونکو شتون هم دهېواد دښمنه عناصرو لپاره د زغمولو وړ نده او هڅه کوي چې دنورو سیمو په څير هم په نوموړي ولایت کې دپردیو لخوا تپل شوې جنګونو ته لمن ووهي.
په پاي کې د زده کوونکو لخوا څلور ماده ایز پریکړه لیک دولایت مقام ته وسپارل شوو چې په کانکور کې دپوښتنو غیر تعادل،په خپل ولایت کې دکانکور نه اخیستل او د لوړو زده کړو وزارت لخوا نوموړي ازموینه لغوه اعلانیدل او د دویم ځل لپاره په میدان وردګو ولایت کې ازموینه اخیستل او که له سره ازموینه وا نه اخیستل شي نو په لویو لاریونو به پيل وکړي دپریکړه لیک منځپانګه تشکیلوله.
 
د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد