د توري بوړي شاهين ومړ

ليكوال : صاحب زاده
د ادمه تر دي دمه د حق او باطل مقابله روانه ده او حق اخر هم په باطل بري موندلي دي او د حق د لاري لاروي هميشه خپل مقصدونو ته رسيدلي دي ، د حق او باطل په دي مقابلو كي سره ددي چي حق بري موندلي خو د حق د لاري لاروي ډير كم خپل اصلي او اساسي هدف ته معتقد پاتي شوي وي ځكه كله كله داسي طوفانونه راولوځي چي د حق د لاري تش دعويداران د ځان سره په دشتو او بيابانو كي سر وهلي بروهلي پريږدي او ونه شي كړلي چي خپل هدف ته ورسيږي خو دا چي حق  خلكو ته محتاجه نه دي او خپله خپل مخلص لاروي د ځان مل ساتي او هغه تش د شيدو مينان په نيمه لاره كي د ځان څخه لري كوي او يواځي هماغه خلك كه لږ هم وي خپل هدف ته رسوي چي اصلي وي او د اولي ورځي څخه يي هدف معلوم وي او خپل نصب العين يي روښانه ټاګلي وي نه دا چي د مجبوريتونو او مشكلاتو څخه د خلاصون د پاره د حق د لاري د لارويانو سره په لار روان شوي وي ، او په اخره كي په ځاي ددي چي شاهين او باز شي ټپوس وخيژي خو يو نيم د اولي ورځي څخه باز او شاهين پيدا شوي وي او د شاهين او باز په شان يي ژوند شروع كړي وي او تر اخره پوري باز او شاهين پاتي شوي دي  چي ددغه خلكو څخه  يو هم  د لوړو او دنګو غرونو شاهين په شان د خپل كور كلي څخه لري يي ساه وركړه او د حق د لاري د اتلانو د لښكر سره يو ځاي شوي دي  شهيد معلم صاحب      اول ګل دي كوم چي د حاجي رحيم ګل ځوي د لغمان ولايت د قرغيو و لسوالي د سواتيو په كلي كي دي فاني نړي ته  اته څلويښت كاله مخګي سترګي غړولي وي  د كلي د رسم او رواج مطابق خپلي لومړني زده كړي يي د خپل كلي د امام څخه شروع كړلي او د هغي نه وروسته يي د خپل كلي او قريي په ليسه كي خپلي لومړني زده كړي شروع كړي او چي څه وخت وروسته يي بيا د ننګرهار ولايت مركز ته ګډه وكړه او هلته يي خپل تعليم د ننګرهار په ميخانيګي ليسه كي  مخ په وړاندي بيولو خو كله چي په  ګران هيواد د كمونستي هوا راولوتله او ټول هيواد يي په خپل ګروت كي ونيولو نو مرحوم معلم صاحب د لومړي ورځي څخه ددغه مفكوري مخالف وو او د ددي په خلاف مسلح جد وجهد پلوي وو او د لومړي ورځي څخه په دي لټه كي وو چي سوچه مخلص ايمانداره ډله پيدا كړي او د هغوي سره ددي سپيځلي لاري لاروي شي نو په همدي غرض يي د ننګرهار ولايت د ميخانيګي ليسي پوسته د وخت مهم جهاد ي قومندان جبار استاد ته يي وسپارله او هغه ډول ډول اسلحه او مهمات چي په دي پوسته كي وو هغه يي مجاهچينو ته وسپارل ،   اوله دي څخه وروسته يي د مرحوم خالص بابا او د هغه ملګرو چي مرحوم انجينر محمود يي په سر كي وو اړيكي ونيولي او د هغوي سره ددي سپيځلي لاري لاروي شو او د هغوي سره يي يوځاي په توره بوړه كي شپي او ورځي تيرولي او د شاهين په شان به د توري بوړي په لوړو څوګو كي ګرځيدو او ددښمن د هر يرغل په مقابل كي به په لومړي صف كي ولاړ وو او خپله سينه يي د دښمن ګوليو ته سپر كړي وه خو چي تقدير دده شهادت په هغه شپو او ورځو كي نه وو ليكلي او دده څخه يي د  لوړ كارونو اخستلو اراده وه نو دا يي وساتلو او  هغه لوړ او عظيم كارونه چي د نن وخت افغانان يي په سوچ كي هم نه شي كولي او نه  د چا په وهم او ګمان كي هم راځي خو دغه بنده دغه كارونه تر سره كړل او خپله دنيا يي د وياړونو څخه ډګه كړله او اخرت كي به ان شا الله خپل پالونكي ته سپين مخ ولاړ وي او په ډيرفخري انداز كي به خپل رب ته مخ كيږي او دا به وايي چي اي زما خالقه ستا راكړي ځواني مي ستا د دين حاكميت دپاره وقف كړي وه او او تر هغي مي  ستا ددين د حاكميت دپاره منډي ترړلي ووهلي چي تر څو ستا دشمنانو لاس تړلي په شهادت ورسولم، نو  كمونستي هوا د څپو څخه چي ګرد افغانستان يي په خپل ګيره كي اخستي وو نو دا هم مجبور شولو چي د خپلو ملګرو سره يو ځاي ګډه په شا كړي او د ګډوالي ژوند غوره كړي  نو دوي هم د نورو ملګرو په ملتيا پاكستان ته هجرت وكړلو او وخت په وخت به د جهاد سنګرونو ته د رهبري او تعرضونو د پاره تللو چي ډير ښي لاسته راوړني يي درلودلي ، خو مرحوم ته دي خوند نه وركولو چي دا پاكستان كي وي او د جهاد ډګر دي افغانستان وي او په دغه شپو ورځو كي يي د واده بار هم په اوږو وراچول شوي وو نو مرحوم خپل ماشومان او ګډه په اوږه كړه او د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالي د كوز بهار كلي ته ورسيدلو او هلته ميشت شولو تر څو د داخل نه خپل جهاد او مقاومت مخ په وړاندي بوځي چي هم په خپله په مسلح جهاد كي شريك وي او هم يي د نورو مجاهدينو خدمت هم وكړي  نو هلته ميشت شولو څه وخت يي هلته تير كړلو او د هغه ځاي خلكو سره يي داسي ژوند وكړلو چي دده هيڅ فرق ورسره نه كيدلو چي دا د لغمان دي او كه د ننګرهار د لري پرتي غريزي خوګياڼو،  ډيره مهمه وجه  خو دا وه چي د ننګرهار ولايت او په ځانګړي ډول د خوګياڼو ولسوالي ولس اكثريت دكمونستانو مخالف وه او په مسلح جدوجهد كي په ټولو خلكو كي مخګي وه  او هغوي ته به هغه څوك خپل ښكاريدلو چي ددوي سره به په جهادي هلوځلو كي بوخت وو او هغه څوك به ورڅخه لري وو چي ددوي د مفكوري مخالف به وو او د كمونستانو پلوي به وو هغه به ورته دشمن ښكاريدلو اګر كه خپل سكني ورور يي هم ولي نه وو او هغه څوك به ورته د خپل سكني ورور څخه هم ډير نيژدي وو چي ددوي سره به د سنګر ملګري وو او بله دا چي مرحوم معلم صاحب ته الله داسي ښكلي اخلاق وركړي وه چي د ټولو نيكو او ښو اخلاقو انتها پري وه  د هر چا سره  به په داسي انداز كي مخ ګيدلو چي نا پيژندلو به هم دا فكر كولو چي دا زما نيژدي دوست دي، خو چي وروسته سره روسان په كلي او كور كي ګرځيدل او هيڅ ژوندي مخالف يي نه پريښودلو نو مرحوم يو ځل بيا خپله ګډه په شاه كړله او په پيښور كي د هماغه ننګرهاري ملګرو سره يي يوځاي د مهاجرت او ګډوالي شپي او ورځي يو ځاي تيرولي چي دده د سنګر او سفر ملګري وه نو ده به خپل ماشومان پريښودل او د جهاد تاوده سنګر ته به وخت په وخت  تللو چي په ډيرو مهمو جګړو كي يي شركت او فعاله ونډه لرله او په هره مو قع  ورته الله فتحه او بري وركړي وو تردي چي لوي الله  د افغانانو په لاسو باندي سره روسان مات كړل او د هغوي غلامان يي هم مخ په نابودي روان كړل نو هماغه وو چي كمونستانو څخه دوي مختلفي علاقي فتحه كړي چي مرحوم  په دغو جګړو كي فعاله ونډه لرله چي لومړي يي د تور غر مختلفي برخي ونيولي چي دده تر مستقيمي قوماندي لاندي وو او د هماغه ځاي څخه يي د كابل جلال اباد لويه لاره هميشه د دښمن د تګ او راتګ په وخت كي بندوله او دښمن ته به يي مالي او ځاني زيانونه وراړول او ددوي د ډلي ابتكار وو چي تور غر ته يي سرك جوړ كړلو تر څو خپلو مركزونو ته تري اكمالات وكړي او هم  ددښمن سره په مخامخ جګړو كي تري كارواخلي او همدارنګه دوي له دغه ځاي څخه نه يواځي د كابل جلال اباد لويه لاره محاصري لاندي راوستي وه بلكي له دغه ځاي دوي په ډيره اساني كولي شوه چي  د جلال آباد په ښار كي د ننه هم خپل اهداف  په نښه كړي او ورسره يي د لغمان ولايت مختلفي برخي هم  د خپل نظر لاندي نيولي وي او پټه دي پاتي نه وي چي دوي سره په دغه مركزونو كي د ټولي اسلامي نړي څخه راغلي په اسلام مينان هم موجود وه چي دوي يي هر قسم همكاري كوله او اوږه په اوږه ورسره ولاړ وه . او دا چي د دوي د تعرضونو په طفيل الله تعالي د فتوحاتو او برياوو لړي لا پسي پراخوله نو ورپسي د لنډي خيبر او ورپسي د فارمونو نيونه وه چي كله ددوي ملګرو ددوي په مشرتابه كي فارم چهار علاقه ونيوله نو هماغه وه چي دوي په كي خپل غونډونه جوړ كړل كوم چي تر هغي پوري تيت او پرك وه او خاص ځاي يي نه لرلو نو په فارم چهار كي يي غونډ جوړ كړلو چي مشري  يي د مرحوم انجينر محمود وه او نوموړي ورسره د مرستيال په حيث وو دا چي مرحوم انجينر صاحب په نورو مختلفو مواردو كي هم بوخت وو نو د فارم چهار د غونډ ټول بوج د مرحوم معلم صاحب په اوږو پروت وو چي په هغي كي د دافع هوا ، زردارو او توپچي او پيادو او داسي نورو  مختلف كنډكونو وجود لرلو چي د ټولو مشري يي په غاړه لرله ، او ددوي ددي سره په څنګه خپل هغه وروڼه چي دوي سره په تور غر كي وه  كوم چي د ګردي اسلامي نړي څخه د جهاد لپاره راغلي وه هغه يي هم په دي ځاي كي ځان ته په ځانګړي قطعو كي مجهز كړي وه   چي د هغي ځاي څخه يي په شريكه  د ننګرهار مركز او ورڅيرمه پرتي علاقي د خپل اثر لاندي راوستي وي هماغه وه چي په نتيجه كي د ننګرهار مركز د مجاهدينو د مكملي محاصري لاندي وو چي په اخره كي د ننګرهار كمونستي ادره په دي پوه شوله چي  د ننګرهار اولس خير او سلامتيا په دي كي ده چي ننګرهار ولايت د افغانستان د اسلامي حزب ولايتي مسوول انجينر محمود او معلم اول كل سره اړيكه ټينګه كړي چي تر څو وكولي شي ننګرهار ولايت ورته وسپاري دا ځكه چي هغوي په دي يقين لرلو چي ددوي د هرڅومره هڅو او هاندو په كولو سره دي ډلي د كمونستي دولت سره د هر راز مرستي او همكاري څخه ډډه كړي او يواځي په دي يي اصرار كولو چي حكومت نسكور كړي او په ځايي د شهيدانو د ارمانونو د پوره كيدو دپاره يوه سوچه اسلامي اداره مينځ ته راوړي ، خو كله چي د ننګرهار نور تش په نامه مجاهدين ددي خبري څخه خبر شول نو هغوي كوشش وكړلو تر څو حكومت دوي ته ونه سپارل شي او په شريكه ډول هغه پردي پالو ته لاس ته ورشي چي د جهاد په وخت كي يي هيڅ راز اثر او رسوخ نه وو خو يواځي پرديو په خپل زور سره وړاندي كړي وه نه يي په خلكو كي محبوبيت لرلو او نه هم پوره اسلامي شعايرو ته ژمن، نو دوي هم د خپلي ډلي د منشور په اساس مخګي لاړل او  نه يي غوښتل چي په خپل مينځي جګړو كي ښكيل شي نو دوي هم په سړه سينه د جلال اباد ښار ته ننوتل او څلورمه زغره واله لوا يي ونيوله او پخپله مرحوم انجينر صاحب محمود د ننګرهار ولايت د طب پوهنځي مسوليت په غاړه واخستو او مرحوم معلم صاحب يي د څلورمي زغره والي لوا عمومي قومندان وټاګلو دا چي دي ډلي خپلي ټولي هڅي او هاندي وكړلي چي د اسلام مقدس دين د كومي دپاره چي افغانانو څه دپاسه يو نيم مليون شهيدان وركړي او ګران هيواد مو پري په ګنډوالو بدل شوي پلي او عملي شي خو د بده مرغه هيڅكله داسي ونه شوله او مرحوم معلم صاحب د يو لړ نورو هغه جهادي مشرانو او په عمومي ډول د ټولو افغانانو په شان ډير ځوريدلو او د كمونستانو د پيغورونو څخه ډير تنګ راغلي وه چي هغوي به په ډيره بي شرمي مجاهدينو ته پيغورونه وركول چي كوم دي ستاسي هغه اسلامي نظام چي تاسي به مونږ ورباندي كافر ګڼلو او نن خو تاسي زمونږ څخه هم څو ګزه مخګي لاړلي ، نو د شهيد معلم صاحب په شان بادرده او سوچه مجاهدين به دداسي پيغورونو څخه ډير تنګيدل او هميشه به په دي لټه كي وو چي څنګه وكولي شي چي د يو سوچه او اسلامي دولت لپاره لاره هواره كړي تر څو د افغانانو ارمان پوره او د كمونستانو د پيغورونو څخه خلاص شي . پټه دي پاتي نه وي چي هغه د اسلامي نړي ځوانان او مجاهدين چي د افغانستان دازادي د جنګ دپاره افغانستان ته راغلي وه هغوي چي كله خپلو هيوادو ته لاړل ديو لړ سختو مشكلاتو سره مخ وه  نو هغوي هم يو ځل بيا د افغانستان په خوا مخه وكړله او هغوي ته هم په ګرد افغانستان كي يواځي د ننګرهار ولايت ښكاريدلو چي څه طمعه او تو قع تري كيدله چي  خپل جهاد ته وفادار مجاهدين به په كي وي او ددوي هغه پخواني منډي ترړلي به يي په ياد وي او ددوي سره به همكاري وكړي او ورسره د اسلام يو بل اتل هم د سعودي څخه لومړي سوډان ته تللي وو چي هلته هم پري د امريكي فشار زيات شولو او نور نو د سوډان حكومت ددوي فشار ته نه شو ودريدلي نو مجبور شول چي دغه اتل يي د خپلي خاوري څخه د ايستلو فيصله يي وكړله خو د نيكه مرغه په ټوله نړي كي داسي يوځاي وو چي هلته دوي لاړ شي نو هماغه وو چي  افغانستان ته راغللو او دلته يي د دغه ډلي سره شپي او ورځي تيرولي چي دوي هم لومړي هغه د توري بوړي او ميلوي په پخوانيو جهادي مركزونو كي ميشت كړلو او د هغه سره هرډول همكاري يي كوله او د هيڅ همكاري څخه يي دريغ نه كولو او د دوي د همكاري نتيجه وه چي په ټوله نړي كي د جهاد جذبي يو ځل بيا په څپو شولي هم يي د چيچنيا مجاهدينو ملاتړ كيدلو او هم د فلسطين او بو سنيا او داسي نورو هيوادونو مجاهدينو سره يي همكاري كوله چي د هماغه ټولو هيوادونو څخه ډلي ډلي مجاهدين ددغه اتل په خوا په ننګرهار كي راټول شول او دوي يي د خپل قايد او مشر په توګه پيژندو ، خو دا چي په افغانستان كي يو واحد حكومت نه وو او نه په كي اسلامي نظام رايج وو خو په دي حال كي د نيكه مرغه د هيواد په جنوب كي د طالبانو تحريك سر راپورته كړلو او د اسلامي نظام د نافذ كيدلو په لور يي قدمونه واخستل نو معلم صاحب هم د خپلو ارمانو نو تحقق څرك له ورايه وليدلو نو هماغه وو چي مرحوم معلم صاحب د خپل مشر سره يوځاي ددغه تحريك ننګه وكړله او هر راز مرستي او همكاري يي ورسره شروع كړله تر څو هغوي د ننګرهار ولايت تر پولو راورسيدل نو ددوي هڅي او هاندي وي چي د ننګرهار ولايت تش په نامه جهادي شوري يي ورته په ګونډو كړله او هماغه وو چي ټول پاټګي قومندان د افغانستان پريښودلو ته مجبور شول او مخګي ددي چي طالبان د ننګرهار مركز ونيسي ټول په يوه مخ وتښتيدل او ننګرهار يي خالي پريښودلو نو دوي او ددوي په شان يو لړ با احساسه مشران لكه ددوي قومندان انجينر محمود او استاذ ساز نور او فضل حق مجاهد صاحب وه چي په ميدان كي پاتي شول او د خپلو ارمانو د پوره كيدو ورځي يي نيژدي وليدلي چي اسلامي نظام به نافذ شي خو د بده مرغه هغوي ټول  د يوي دسيسي ښكار شول او د طورخم په لويه لار كي د نيول شوي كمين ښكار شول او ارمانونه  يي ځانو سره ګور ته يوړل خو معلم صاحب د هغوي ټولو ځاي ناستي شو هغوي يي لا خاور ته سپارلي نه وه چي د هغوي د ارمانونو د سرته رسيدو دپاره يي طالبان په عاجل ډول د ننګرهار د پولو څخه د ننګرهار زړه او ښار ته راورسول خو دا چي طالبان لا په هغه انداز كي نه وه چي د ټول ښار امنيت د ونيسي نو همدا مرحوم معلم صاحب او دده ملګري وه چي ننګرهار يي وساتلو چي نه په كي چور وشو او نه دولتي ودانيو ته تاوان ورسيدلو او د هر راز وراني مخه يي ونيوله ، نو كه د حقيقت څخه سترګي پټي نه شي دا د مرحوم  داسي يو احسان دي چي د ننګرهار ولايت او په ځانګړي ډول يي د جلال اباد په ښار او ښاريانو وكړلو چي تر اخره پوري به ياد وي وروسته معلم صاحب د اسلامي امارت په تشكيلاتو كي په خپلي پخواني وظيفي پاتي شولو او هماغه چي د څلورمه زغرواله لوا د اسلامي امارت ددفاع وزارت په تشكيلاتو كي وه او دوي بيا د نور مفسدينو په خلاف د هيواد شمال ته لومړيو جنګي كرښو ته تلل چي د شكر دري او گل دري لومړي كرښي نظامي مسوليت به يي هم لرلو او د طالبانو د رهبري او عسكري شوري ګانو كي د معلم صاحب نيكو او غوره مشورو ته خاص اهميت وركول كيدلو ، خو د بده مرغه چي دا د نړي او په ځانګړي ډول د صليبيانو په زړه نه ځايده چي اسلامي نظام دي نافذ وي نو ډول ډول توطي  يي د اسلامي امارت په خلاف جوړولي او بهاني يي لټولي ترڅو اسلامي امارت سقوط وكړي، نو ديولسم سبتمبر واقعه ورته ښه چانس شو او دوي  د اسلامي امارت د سقوط دپاره د يرغل نه كار واخستلو او د اسلامي امارت او په عمومي كي د افغانانو او عامو مسلمانانو په خلاف يي د صليبي جنګ اعلان وكړلو نو د سختو بمبارونو په نتيجه كي او هم د داخلي منافقينو په ملتيا اسلامي امارت سقوط وكړلو او د هيواد مختلفي برخي د زاړه پاټكي قومندانانو په لاسو كي پريوتلي نو په دي لړ كي ننګرهار ولايت هم سقوط وكړلو خو مخګي ددي چي دغه پاټګي او غله قومندانان يو ځل بيا د قدرت په ګدي كيني او واك په لاس كي ونيسي همدا شهيد معلم صاحب وو چي د ننګرهار د ساتني په خاطر يي خپل سر په لاس كي ونيولو او پري يي نه ښودلو چي ننګرهار او په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار د غلو او داړه مارانو له خوا لوټ او تالان شي نو په خپله يي ملا وتړله او د ننګرهار څخه يي دفاع  او ساتنه كوله چي په شپو شپو يي پخپله پيري كولي چي په اخره كي د ننګرهار پخواني پاټكي قومندانان يو ځل بيا راغلل او د واګ په كدي كيناستل نو  كله چي د واك او د ډالرو په مينه مستو قومندانانو د صليبيانو ډول ته نڅا شروع كړله او د توري بوړي په غرونو ورختل تر څو هلته پراته غيرتي ځوانان يا ژوندي ونيسي او يا يي په شهادت ورسوي نو شهيد معلم صاحب نه غوښتل چي د نورو په شان د هيواد نه پښي سپكي كړي او خپل سر بچ وساتي نه داسلام پروا وكړي او نه هم د افغاني غيرت نو دا يي ښه وګڼله چي هلته لاړ شي او د هغه ځاي څخه چي په هر قيمت وي هغه د اسلامي نړي باتوران وباسي او همداسي يي وكړل هم  نو خپل ټول  فكر او توان يي د توري بوړي په طرف كړلو تر څو هلته ميشت د اسلامي نړي اتلان وساتي او يا يي د هغوي په خوښه د هيواد نورو محفوظو سيمو ته نقل كړي ، چي ده سره بله لاره نه وه چي هلته لاړ نه شي نو هلته لاړلو او په خپل ايماني قوت سره يي داسي غوره ګام پورته كړلو چي يواځي افغانان څه ګرده نړي پري فخر كوي خو چي دغه د ډالرو مزدورانو ته هغه اتل په لاس ورنه غللو چي د چا په خلاف چي دوي غلامي شروع كړي وه او صليب ته په سجده پريوتي وه نو بيا يي د هغه كسات د شهيد معلم صاحب څخه واخستلو او هغه يي په ډيره نامردانه ډول ونيولو او امريكايانو ته يي لاس تړلي وركړلو چي امريكايانو لومړي هغه د كابل تور زندان كي وساتلو او بيا يي د لازيات تعذيب او شكنجي دپاره د ګوانتانامو بدنام او وحشي قفسونو ته يوړلو چي هلته يي څه د پاسه نه كاله نور هم تير كړل ، امريكايانو پري د هيڅ ډول جبر او وحشت او ظلم بسيا ونه كړل او ډول ډول تعذيبونه يي وركړل خو هغه هم د پښتني مور شيدي رودلي وي هيڅ ډول يي ورڅخه سترګه نه سوله او هر څه يي ورته په ښكاره وويل او په ډير فخر سره به يي ورته ويل چي هو ما خپل ځان ستاسي په پنچو كي دركړلو خو اسلامي حكم او افغاني غيرت مي شاته ونه غورځولو نو چي امريكايانو پري هر ډول تعذيبونه تمام كړل خو شهيد معلم صاحب د خپلي خبري څخه وانه وختلو او نه يي ددوي د غلامي جغ ته خپله غاړه وړاندي كړله نو دوي په اخره كي په ډيره بي رحمي سره معلم صاحب شهيد كړلو  روح د ښاد وي او لاره يي د لارويو ډكه او مشالونه دي بل وي.
چي وروسته يي بيا د شهيد معلم صاحب جنازه لومړي د ګوانتانامو څخه باګرام هوايي ميدان ته راوړله او دا يي ويل چي په جلال آباد كي به يي جنازه ورثو ته وسپاري خو چي امريكايانو او د هغوي غلامانو د ځاي افغانانو قهر او غصه وليدله نو د شهيد مبارك جسد يي څو ورځي په باګرام كي وساتلو او وريي نه كړلو تر څو خاوروته يي وسپاري ، وروسته د ډيرو هڅو او هاندو دغه ظالمانو د هغه جسد بيا د باګرام په هوايي ډګر كي وروسپارلو او ورسته د شهيد معلم صاحب جنازه د ننګرهار ولايت د نجم الجهاد فاميلو ته راوړل شوه ، نو دلته د بشر د حقونو مدافعينو سترګي خلاصي شولي چي د امريكايانو هغه ټولي دعوي دروغ ثابتي شولي چي معلم صاحب په خپل مرګ وفات شوي ، نه ورباندي جبر او وحشت شوي به بل څه ،ځكه كله چي د شهيد معلم صاحب جسد وليدل شو چي ټول جسد يي سوري سوري وو سينه يي څيري شوي د پښو رګونه ايستل شوي سر يي څيري شوي او په بدن كي يي روغ ځاي غير د مخ نه په نظر نه راتلو نو بيا څنګه ويلي شي چي په خپل مرګ وفات شوي ، بلكي لكه څنګه چي د اسلامي امارت اعلاميه كي راغلي چي شهيد معلم صاحب د نور ملګرو سره د ګوانتانامو د بد نام زندان د بندولو په اړه اعتصاب كړي وو او امريكايانو پري داسي وحشت او ظلمونه وكړل چي هغه يي په شهادت ورسولو.
 دا خو يو منل شوي حقيقت دي چي د معلم صاحب شهادت د ټولو افغانانو دپاره يوه نه جبرانيدونكي واقعه ده خو د ټولي نړي مجاهدين او په ځانګړي ډول  افغانانو ته او د مرحوم درني او درمندي كورني او د افغانستان اسلامي حزب ته د  افتخار ځاي دي چي شهيد معلم صاحب خپل سر قربان كړلو او د دوي سرونه يي صليب ته په سجده نه كړل او نه يي ددوي غيرت د يو څو ناچله ډالرو په بدل كي خرڅ كړلو  قسم دي كه چيرته شهيد معلم صاحب د نور صليبي غلامانو په څيرخپل ايمان خرڅ كړي وي او يا يي خپل افغاني غيرت شا ته غورځولي وي  نو نن به هغه د  افغانستان ټولواك وي ځكه دغه ټول چي نن په دي ګديو ناست دي دا  د يو مقصد په  خاطر او شهيد معلم صاحب كه  ددوي په شان خپل ايمان شاته غورځولي وي نو دوي هيڅ هم نه وه او هغه به ددي هرڅه مالك وي ژوند به يي ښه جوړ وو خو بيا به هم  مړ كيدلو خو داسي مرګ به يي نه وي او نه به يي دا افتخارات وي بلكي د يو مزدور او د صليب د غلام په نوم به ياديدلو او خپلو خپلوانو به يي چا سره د دده د وفات خبره شريكولي نه شوله نن يي كورني په ډيرو جكو ستركو فاتحه اخستلي شي او هم يي ملګري پري فخر كوي. او ددي خبري ښكاره ثبوت داشولو چي كله د معلم صاحب د شهادت خبر د رسنيو څخه هر چا اوريدلي درديدلي او هڅه يي كړي چي په جنازه كي يي ګډون وكړي او دغه پاك شهيد وويني ، كه داسي نه وي نو دده څخه په رتبو كي غټ خلك مړه شوي ګاونډيانو يي جنازه نه ده كړي حتي خپل خپلوانو يي د خجالت څخه خلكو سره سترګي نه شوي برابرولي خو د شهيد معلم جنازي ته خلك د لرو او بر ځايو څخه راغلل تردي چي د نجم الجهاد په څو جريبه عيدګاه كي نه ځايدل بلكي په خوړ او كوڅو كي ولاړ وه .
او يوه مهمه خبره چي بايد يادونه يي وكړم چي د جهاد او اسلام سره وفاكوونكي په ګرده نړي كي مونږ دوه كسه يادولي شو كوم چي خپل ايمان د صليب په مقابل كي مخګي  كړلو او د هغوي سره يي سازش او معامله ونه كړله كوم چي صليب غوښتل هغه يي ونه كړل، ځكه صليبيانو غوښتل چي څوك د جهاد او اسلام نوم اخلي او ددوي غلامي نه مني هغه بايد دوي ته وسپارل شي نو ټوله نړي يي وارخطا كړله يواځي افغانان وه چي پروا يي ونه ساتله او دي ته يي غاړه وركړله هغه د اسلامي نړي اتل يي په خپله خاوره كي ميشت كړلو ورپسي چي صليبيانو افغانانو ته سترګي برګي كړلي نو په هغه وخت كي د افغانستان په خاوره اسلامي امارت واګمني وه نو امير المومنين د هغوي غوښتنه رد كړله او خپل ايمان او افغاني غيرت يي مخي ته كړلو او ددوي د دړكو او يرغل پروا يي ونه كړله  تر دي پوري چي اسلامي امارت سقوط وكړلو نولومړي كس چي قرباني يي وركړه او ټول امارت او واګمني يي په داو ولګوله هغه امير المومنين وو،  او ورپسي په دوهم نمبر شهيد معلم صاحب وو چي د بند تګليفونه يي وګالل او ورپسي يي خپل روح خپل خالق حقيقي ته وسپارلو او په سپين مخ خپل رب  ته ورغي خو صليبيانو سره يي هيڅ راز معامله ونه كړله او نه يي ددوي د غلامي جغ  ته خپله اوږه ونيوله ، نو په زغرده ويلي شو چي شهيد معلم صاحب خپل روح په بدل كي د افغانانو غيرت وساتلو او نړي او په ځانګړي ډول د افغانانو په تاريخ كي په زرينو كرښو وليكل شو چي شهيد معلم صاحب صليب ته غاړه كينښوده . روح د ښاد وي او لاره يي د لارو ډكه .