د زاخیلو ګډوالو پنډغالي په سيلاب كي


ډير وړوكي وم چي وامي وريدل چي د زاخيلو ګډوالو په كيمپ باندي سيلاب ورختلي دي او دومره دومره نقصان يي كړي د نورو ماشومانو په شان ما هم څك څك وكړل نور نه پوهيدم چي د ازاخيلو پنډغالي چيرته دي او ولي سيلاب وړي دي او ايا هغوي سره به مرسته شوي وي او كه نه خو چي څو كاله وروسته مي بيا د ازاخيلو په كيمپ تيريدنه وشوله او په هره مياشت كي يو ځل دوه ځله به ددي پنډغالي باندي تيريدم راتيريدم نو هماغه پخواني واقعه به راته ياده شوله چي يو وخت دلته هم سيلاب راغلي وو او دغه كورونه يي وړي وه او يا يي ورته تاوان اړولي وو او چي لا په دي هم خبر شولم چي دغه د ازاخيلو د پنډغالي سره په څنګ كي سيند د كابل سيند په نوم ياديږي نو په زړه كي د دغه كابلي سيند نه هم مرورو وم نو چي بيا به مي كله هم په دي خوا تيريدنه وشوله نو دغه كابلي سيند ته به مي په ډيره غصه ناكه نظر كتل او دا به ماته يو غدار سيند ښكاريدلو ځكه چي په خپل هيواد كي هرڅه كوي خپل هيواد يي دي چرته به بل ځاي د خپل خپلوانو كره لاړ شي حيا او پرده خو به يي په ځاي وي ددي ويره به ورسره نه وي چي ښځه او بچي مي څوك رانه وتښتوي خو چي د ګډوالي په ژوند كي يي هم په كورونو ورواوختلو او د خپل هيواد بچيانو ته يي تاوان واړولو او دلته خو داسي عادت هم دي چي په يو مصيبت او افت راشي هاغه بل يي ددي نه هم فايده اوچتوي ماشومان انجوني او هلكان يي تښتوي او بيا يي په ناوړه كارونو اخته كوي او هم يي د كور سامان غلا كوي او د الله څخه هيڅ دا ويره او تره نه كوي چي كيدي شي سبا همدا افت زما په كور هم راشي او خور او مور مي بي پردي شي، بيا به مي فكر كولو چي دغه كابلي سيند ښاي هاغه نه وي كوم چي د افغانستان په داخل كي بهيږي او يا يي د ګاونډيانو نه رنګ اخستي ځكه چي د ډيورنډ د كرښي نه ديخوا شي نو بيا يي رنګ بدل وي او هاغه سترګي يي نه وي پاتي او نه وركي هاغه د خپل وطن مينه پاتي وي او كله به مي ويل چي كيدي شي دا سيند په غصه وي ځكه وايي به چي يم د افغانستان او ګټه مي نور اخلي نو راځه چي كله كله خو تاوان هم ورواړم ځكه دا افغانان دي چي ما په خپل هيواد كي نه شي رايسار ولي ، خو دا هرڅه اوس پخواني شوي دي او دا دي د تير ځل په شان يوځل بيا كابلي سيند په غصه شو او خپل غومباري او شور او زوك سره يي ټوله د پښتنو سيمه ولړزوله خو بيا هم په كي افغان ګډوال ډوب شول ، دا چي تيره ورځ د ازاخيلو د افغان ګډوالو په كورونو يوځل بيا دغه بي مهاره سيند راوختلو نو د ځان سره يي افغانان روان كړل خداي خبر چي ګنګا ته به يي وړي وي او كه كوم بله دشته او ميره كي به يي پريښي وي د هغوي ټول كورونه او سامانونه يي په خپلو قهرجنو څپو كي راونغاړل او چي څه يي لرل هغه يي تري وتروړل او خالي لاسونه يي پريښودل او كومو چي نه غوښتل چي خالي لاسونه پاتي شي نو كابلي سيند په خپله پراخه غاړه كي راتاوكړل او د ځان سره يوړل ، تيره ورځ كله چي د خپل ورځني مزدوري خواري نه فارغ شولم څه ملګري مي د خپل كار او روزكار په لړ كي دي طرف ته هم تلل نو ما ته يي وويل چي ته هم راسره لاړ شه ما ډيري اني بهاني وكړلي چي كور مي لري دي بيا كور ته نه شم رسيدلي او څه او څه خو په اصل كي زما زړه ددي طاقت نه لرلو چي زه د خپل كابلي سيند ليدنه وكړم چي زما په بي كوره او بي اوره هيوادوالو باندي داسي په بي رحمي راختلي وو او د هغوي هرڅه يي د ځان سره كړل او زما بعضي بي كوره هيوادوال يي د خپلو قهرجنو څپو ميلمانه كړي هم دي ، خو چي هرڅه بهاني مي وكړلي كار يي ونه كړلو نو مجبوريي كړلم او د ځان سره يي روان كړلم په لاره كي چي د پبو نه تيريدم نو د ګډوالو په خټو لړلي دكور لوښي لكه بړستن كمبل زړه پلاستيكي دري او يا هم د جامو بكسونه او داسي نور وليدل نو د زړه نه مي پري ويني وڅڅيدلي خو څه مي كړي وي همداسي چپه خوله روان وم ترڅو د اضاخيلو كيمپ ته ورسيدلم نو هلته اوس هم د سيند څپي رواني وي او په خټو لړلي پړلي افغاني ورونه مي وليدل چي د ليدلو توان راكي هم نه وو خو بيا هم ورسره مخ شولم خوپه ځان كي مي هيڅ داسي شيمه نه لرله چي ددوي سره خبري وكړم ځكه غريب اخستي وم او ژړغوني ژړغوني كيدلم او هرطرف ته به مي چي كتل نو يواځي او يواځي اوبه او خټي او وران ويجاړ كورونه مي ليدل او ددي ټولو په مينځ كي غريب افغانان لګيا وه او د خپل كور هاغه پاتي كالي يي راويستل چي سيلاب لا په مخه كړي نه وه د اوبو د مينځ نه به يي يوه يوه بړستنه راويستله اول به يي اوچي ته راوړله او د هغي نه وروسته به يي بيا هواره كړله او اوبه به يي تري نه وزبيښلي او بيا به يي يوي غاړي ته كيښودله او په دي هيله به يو ځل بيا د اوبو مينځ كي د خپل وران ويجاړ كور په طرف رهي شولو تر څو كه لږ څه نور يي په لاس ورشي او هاغه هم راوړي ترڅو يوځل بيا د كور خاوند شي او په هاغي كي شپي او ورځي تيري كړي ، دا لړي روانه وه چي په دي مينځ كي يوه هيلكوپتر راغله نو ما ويل چي كوم دولتي چارواكي به وي او د هوا نه به ددي ځاي كتنه كوي خو بيا مي ويل چي يره دا افغانان غريب خلك دي څوك به ددوي كتنه وكړي ځكه د امدادي كارونو څخه يي معلومات راته وشولو ځكه دلته خو ټولي رسني په يوځاي او بل ځاي كي نښتي دي په هيڅ رسني كي د اضاخيلو خبر داسي نه دي راغلي لكه د نور كلو چي راغلي دي او په عين حال كي ازاخيلو د مهاجرو پنډغالي د ټولو ځايونو څخه زيات متاثر دي ځكه هيڅ كور په كي روغ نه دي پاتي او كه پاتي دي هاغه يواځي مسجدونه دي چي اوبو ورنه حيا كړي او يا هم د الله د قهر څخه يريدلي دي چي په خپلو څپو كي يي نه دي رانغاړلي ، او د هغي غټه وجه هم همدا ده چي دوي افغانان دي او افغانانو څخه خو هسي هم اوس په پاكستان كي او په ځانګړي ډول پښتونخواه كي قاچاق جوړ دي چي هرځاي يي داسي پلټنه كيږي چي حال يي د ويلو نه دي او افغانان اوس د پاكستاني ادارو د پاره يواځيني د پيسو ګټلو چانس دي خو په هرحال نو هيلكوپتر چي رالنډه شوله او د اورګاډي په پاټلي د پاسه يي ټيټه الوتنه كوله نو هماغه وه چي د بره نه يي څه راوغورځول ما فكر كولو لكه چي څه خوراكي توكي به يي راغورځولي وي ځكه ما د ورځي په اخبارونو كي د پښتونخواه د وزير اعلي عكسونه ليدلي وه چي خپلو هيوادوالو باندي يي څه توكي ورول ما ويل كيدي شي دا هم د هماغه كار يوه لړي وي خو څه ګورم چي د هيلكوپتر نه يي يوازي د اوبو پلاستيكي بوتلي راخوشي كړلي او هاغه هم چي كله ځمكي ته راتلل نو په هماغه د اورګاډي په پاټلي باندي لګيدل او بوتل به وشليدلو او اوبه به توي شولي او هيچا نه رانيول ځكه خلكو اوبو ته اړتيا نه لرله هلته اوس هم لاسي پمپونه وه چي خلكو يي د اوبو څخه استفاده كولي شوه پكار وه چي خوراكي توكي يي ورته راوړي وي خو هاغه نه ووبلكي خلكو به ويل داهسي مونږ زوروي او د كوم د كار توكي چي وي هاغه په خپلو هيوادوالو په نورو ځايونو كي ويشي او دا هسي يو فلم ډكولو دپاره كار كوي چي دادي مونږ افغانانو ته هم د هوانه امدادي سامان وركړلو ، او داخبره رښتيا هم همداسي وه ځكه ما په ټول كيمپ كي د كوم دولتي اداري كار ونه ليدلو او نه مي د كومي خيريه اداري كس وليدلو يواځي او يواځي چي تر سترګو كيدل هاغه همدا خړ په خټو لړلي افغانان د غره په شان ارادو او ايمان سره ولاړ وه او خپل ځانونه او پاتي شوي سامان يي راويستل او ددي ټولو سره سره به يي ويل چي الله راكړي وه او الله رانه واخستل او چي خوښه يي شي بيا به يي راكړي هيڅ پروا نه كوي مونږ په دي حال كي هم الله نه راضي يو الله دي مونږ نه راضي شي ، نه يي چغي وهلي چي مونږ ته امدادي سامان راكړي او يا مونږ سره بايد دا كومك وشي او هاغه وشي خو ما د ځان سره ويل چي ولي نړيواله خيريه اداري ددي غريبو افغانانو په لوري نه راځي تر څو ددوي لاس نيوي وكړي او ددوي سره مرستي وكړي دوي خو دلته په همدي نومونو باندي كار كوي او نه په پښتونخواه كي د افغانستان لويه قونصلګري په دي اړه كوم اقدام كوي په داسي حال كي چي دوي په قونصلګري كي د ګډوالو اداره هم شته چي ددي ګډوالو په نوم باندي د دولته څخه لوړ لوړ معاشونه هم اخلي دهغوي هم هيڅ درك خورك نه وو او نه يي چغي او ناري وي تر څو د نورو خيريه ادارو څخه ورته مرسته تر لاسه كړي او افغان ګډوالو د لوي الله نه غير هيڅ اسره او دپوښتني ځاي نه وو او نه شته دي ځكه چي ددوي په نوم دي هاغه د نورو په چوپړ كي اخته دي او خپل دولت خو يي هسي هم د خپل ځان بوج ګڼي پكار دا وه چي افغان دولت يي مرستي ته راوړاندي شوي وو ځكه د نور هيوادو يو كس نيم كس په بل هيواد كي ضرر وګوري هيواد يي په بيړه خپلي مرستي هاغه ته رسوي او افغانان په زرګونه بي كوره شول په سلګونه يي په سيلاب لاهو شول او په سلګونه يي په زخمي حالت كي د سرك په سر د شنه اسمان لاندي د خپلو ماشومانو سره په خاورو او خټو كي لغړيږي څوك يي د درملني نه شته او نه يي څوك د كومك.