
دا چي د افغانستان غيرتي او په دين مين قوم كله هم په قرار نه دي پريښودل شوي هروخت د يو اړخ څخه او كله د بل اړخ څخه په دوي د جابرانو ظالمانو او كفارو له خوا يرغل شوي دي خو افغانانو هم خپل همت نه دي بايللي دوي هم ورسره په پوره ميړانه ملا تړلي او داسي يي شرميدلي او په ټيټو سترګو د خپل هيواد څخه شړلي چي هغوي په دوهم ځل ديخوا د كتو جرات نه دي كړي، لري نه ځو دا تيري پيړي كي كه وګورو نو دا به راته ثابته شي چي په رښتيا سره هم افغانان د يو ازاد او خپلواك هيواد بچيان دي چي خپل هيواد يي د بهرني اشغالګرو څخه په ډيره ميړانه ساتلي دي سرونه يي قرباني كړي دي خو سنګرونه يي نه دي پريښي ، عجيبه داده چي افغانان كله هم د خپل انډول هيواد سره مقابلي ته نه دي راوتلي بلكي د ټولي نړي هر مستبد او فرعوني هيواد دوي پسي راغلي او دوي يي خپل هيواد كي ارامي ته نه دي پريښودلي او هميشه يي ددوي څخه دغه ارامي تروړلي كوشش كړي دي نو افغانان هم په قراره د غلامي په ژوند خوشحاله شوي نه دي دوي وايي چي د زمري يوه ورځ ژوند د كيدړانو د زركونه كالو ژوند څخه ښه وي نو په همدي اساس يي ملا تړلي او يرغلګر يي شړلي او خپله ازادي يي ساتلي ده هغه كه د انكريزانو او ايرانيانو حملي وي او كه د سرو روسانو او يا د نني صليبي نړيوال تړونونوحملي، هميشه يي په شاتګ ته مجبوره كړي دي روسانو چي كله په ګران افغانستان يرغل كولو نو انګريزانو ورته مشوري وركولي چي دا هيواد نشي لاندي كولي او هسي مو ورباندي خپلي داړي مه راوباسي او هيڅ راز كاميابي مو په لاس نه درځي خو روسانو د چا منله هغوي چي د مينځني اسيا كمزوري هيوادونه ليدلي وه نو په افغانستان يي هم هماغه خيال كولو او دا به دوي او غلامانو يي زمزمه كوله چي دا انقلاب نه په شا كيدونكي دي او دا چي روسانو چرته د كوم ځاي د نيولو اراده كړي هغه يي نيولي او د هغي څخه نه دي په شا شوي ، خو ددوي دا خيال هسي يو پوچ خيال وو او د واقعيت سره يي هيڅ راز اړخ نه لګولو نو نتيجه دا راووتله چي روسانو په ګران هيواد كي لس كاله تير كړل خو يوه ورځ يي هم په كي په ارامه ساه وانه اخستلي شوه هميشه يي د وير او ډار شپي او ورځي تيرولي تردي چي په خپل كړي كار باندي پښيمانه شول او په شا شول او هيواد مو د روسانو له منګولو څخه ازاد شولو خو دبده مرغه چي يوځل بيا يو دوهم فرعوني طاقت چه د خپل طاقت نشه يي سرته وختله او د افغانستان د نيولو خوبونه يي ليدل نو هماغه روسان چي پرون يي د انګريزانو مشوري نه منلي امريكايانو ته مشوري وركولي چي دا د اوسپني نيني دي نه يي خوړلي شي او نه هضميدونكي دي خودوي هم دروسانو په شان د خپل غرور په نيلي سپاره وه د هيچا خبره يي نه منله او هماغه شول چي ټوله كفري نړي او څه تش په نامه مسلمانان يي هم د ځان سره كړل اوپه ګران هيواد يي يرغل وكړلو خو دا دي ددوي د يرغل نهم كال ته داخل شوي او په دي نهو كالو كي نهه ورځي هم داسي نه دي راغلي چي دوي مرګ ژوبله نه وي ليدلي كله ډيراو كله لږ كم نو دا وجه ده چي نن اكثره هغه هيوادونه چي په دي جال كي د امريكا سره راګير شوي هغوي غواړي خپل پوځونه څومره زر چه كيږي وباسي او خپل ځان ددي سليختو د ډنډ څخه لري كړي ان تر دي چي د امريكا نزدي صليبي ملګرى برطانيه هم په ځان كي نور دا توان نه ويني چي افغانانو سره وجنګيږي نو ځكه د برطانيا ددفاع وزارت څخه يو بيان جاري شوي وو چي د برطاني د فوځ كم تركمه پينځه زره فوځيان او د پياده دستو شل په سلو كي برخه په لومړيو كرښو د جنګ كولو جوكه نه دي ، ځيني فوځيان د نفسياتي يا د وجود د زخمونو او رنځونو په وجه ددي جوګه نه دي چي د جنګ په محاذ ولګول شي ، نو چي ټوله كفري نړي په دي ونه توانيدله چي په افغانانو خپله واګداري وكړي او چغو او سورو يي ټوله نړي لړزوي خو د بده مرغه يو كس نيم كس په كي بيا د خپلو بګيل شو پوځيانو د مورال لوړ ساتلو دپاره يو نيم غږ پورته كوي چي د هغوي د جملي نه يو هم د ناتو عمومي منشي راسموسن دي چي كله وايي چي افغانستان ته د داسلامي ملكونو عسكر راشي دي په دي سره غواړي تر څو د نړي څه پاتي مسلمانان په خپلو كي سره په يو بل ووژني او دوي يي سيال وكړي او خپل فوځونه وباسي او خپله ناكامي پټه كړي .
او دا دي اوس لا وايي چي زموږ ځواکونه به ترهغې په افغانستان کې پاتې وي ،چې خپلې موخې تر لاسه کړو نوموړی زیاتوي دناټو غړي هېوادونه به تر هغې هلته وي ،چې موخې تر لاسه شي، راسموسن او دده د نورو صليبي اشغالګرو انډيوالانو موخي څه دي چي د هغي دپاره د خپلو بچيانو نذرانه وركوي هغه هر چاته واضحه ده چي هغه د صليب واګداري ده چي صليب په توله نړي پادشاهي وكړي او اوسني صليبي واګداري ته پراخوالي وركړي او مسلمانان ووژني او په دي سره د تيرو صليبي جنګونو كسات واخلي دوي په ښكاره كي د افغانانو سره د كمك او امنيت نوم وړاندي كوي خو همدوي دي چي د افغانانو څخه يي امنيت او د شريعيت واګداري تروړلي خو د نيكه مرغه افغاني شازلمو ته الله داسي ښكلي طبيعت وركړي چي هغوي هيڅوك په خپل هيواد كي د بل واګ او قانون نه مني او هيڅوك هم د اشغال په مقصد په خپله خاوره كي ارام ته نه پريږدي او هميشه خپله ازادي پخپله اخلي او وايي چي ازادي وركول كيږي نه بلكي اخستل كيږي او په خپلو مټو يي اخلي او هيڅكله به افغانان د راسموسن او دده صليبي ملګري په دي پرينږدي چي دلته خپلو موخو ته ورسيږي دوي دي لږ د افغانانو د تاريخ تيري پاڼي واړوي او دا دي وګوري چي ايا كله هم افغانانو اشغالګر دلته په ارامه او هوسا پريښي دي چي خپلو موخو ته ورسيږي دلته خو اشغالګر دداسي حالت سره مخ شوي چي هميشه د هغوي نه خپلي موخي هيري شوي او د خپل سر د ساتني په فكر كي وي او داسي هم شوي چي هم يي سر بايللي او هم يي موخي بلكي موخي تري د ياده وتلي وي او دا تري هير وي چي د كوم مقصد دپاره راغلي وي او بيا يي هميشه په خپلو مشرانو لعنت ويلي وي لكه د لينن او د هغه نه مخګي نور.