
دې ته په پام سره چې لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا او بریتانیا د تاریخ په اوږدو کې په هر هېواد کې چې خپل ناولی پل اېښی، نو د هغه هېواد او یا سیمې هرڅه یې په پټه یا ښکاره توګه له ځانه سره وړي او خیټه یې ورباندې اچولې ده، خو اوس چې دغو بدنامو هېوادونوزموږ پر ګران هېواد افغانستان باندې لښکر کشۍ کړې او بیا په دې هېواد کې د تش په نامه امنیت چارې عملا ددې ځواکونو په لاس کې دي او په دې مظلوم هېواد کې یې چې هرڅه زړه غواړي کوي یې او له دې ټولو جنایتونو سره سره یې زموږ ځینې چارواکي منندوی هم دي.
په سرکې دا خبره کول اړینه ده چې که به پخوا ښاغلي ولسمشر کرزي د هغه پېښو او جنایتونو په اړه چې امریکایانو به په افغانستان کې تر سره کول، د پلټنې لپاره پلاوی ټاکه او یا به یې له ولسه بښنه غوښته، خو اوس دادی د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې درې کلي دامریکایانو د بمبار له امله په بشپړه توګه له منځه تللي دي او سره له دې چې امریکایان په دې اعتراف کوي او هغه قوماندان چې ددې کلیو د ورانولو امر یې ورکړی په خپله له رسنیو سره په مرکو کې وايي چې ددې کلیو د ورانولو امر یې ورکړی دی، خو د ښاغلي کرزي په شمول د کابل دولت چوپه خوله دی او لایې تر اوسه پورې ددې پېښې خبره هم په خوله نه ده راوړې او ته به وایې چې هیڅ نه دي شوي، نو په داسې حال کې منحیث ددولت چې دوی ځان د افغانستان د چارو مسوولین او د ولس خواخوږي ګڼي دنده یې څه ده؟
امریکایانو ته د افغانانو د امنیت سپارل، پر شېدو د پیشۍ د څوکېدار کېدو معنا لري:
----------------
سره له دې چې د افغانستان ستونزې دې هېواد ته د امریکایانو او ناټو له لښکر کشیو وړاندې هم ډېرې وې او هغه مهال هم ځینو کسانو د پردیو په ځانګړې توګه زاړه او وروست شوي شوروي اتحاد او لویدیځ چې په سر کې یې امریکا ځای لري په اشارې سره په هېواد کې د پياوړي مرکزي دولت له جوړیدو سره مخالفت درلود او د خپلو ګټو د پرځایښت په موخه یې ولس په اور کې اچولی و او حالات په یوداسې نازک پړاو کې و چې که د طالبانو تحریک نه وای رامنځ ته شوی، نو د قومونو د جوړښت له مخې د هېواد په ویشلو کې ډېر څه نه وو پاتې.
خو دې جګړې ځپلي او ټپي ټپي هېواد باندې د امریکا او ناټو لښکرکشۍ د هېواد د ستونزو کچه لا لوړه کړه او خبره دې کچې ته ورسیده چې اوس نو د هېواد هرڅه د امریکایانو او ناټو په لاس کې دي، په دې معنا چې هرڅه ددوی له غوښتنو سره سم ترسره کېږي او سره له دې چې د کابل دولت په افغانستان کې ددوی شتون د تش په نامه سوله ساتو په چوکاټ کې ګڼي، خو حقیقت بل ډول دی او هغه دا چې دغو ځواکونو تر اوسه پورې په سلګونو داسې کارونه کړي دي چې نه یوازې د ولس په ګټه نه دي، بلکې د کابل دولت مشروعیت او روا والی یې هم له پوښتنې سره مخ کړی دی.
ځکه چې دغه ځواکونه په افغانستان کې چې کوم عملیات کوي او یا د خلکو شتمنۍ په لوی لاس لوټوي او له منځه یې وړي او یا آن د خلکو د کورونو د تلاشیو پر مهال خلک وژني دا ټول هغه څه دي چې د یوه رښتني دولت دې اصل ته په پام سره چې د خپلو هېواد والو د ژوند او امنیت مسوول دی، نو که دا کار نه شي کولای او یایې نه کوي نو په دړاو ډولونو سره دولت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
خو افغان دولت تل په خپل ګمان سره ولس ته یوازې په دې دوکه ورکړې ده چې ښاغلی کرزی له پېښې وروسته د پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی وټاکي، په داسې حال کې چې ولس خو نه ړوند دی او نه داسې دی چې په څه نه پوهېږي.
ولس په دې ټولو پوهېږي چې دلته په هېواد کې د امریکایانو او نورو لویدیځو عسکرو په شتون سره زموږ د هېوادګټې او دیني اصول او د خلکو ا صول له ګواښ څه چې عمله له تېري سره مخ دي او دوی سره له دې چې څو څو ځلې یې زموږ له هېواده د وتلو خبره هم وکړه خو بېرته یې دغه خبره د خپلو نورو چارواکو له خوا په ځانګړې توګه پوځي چارواکو له خوا دغه خبره رد شوې ده او آن د افغان دولت له اجازې او له هغوی سره له سلا مشورې پرته یې چې زړه وغواړي نو نور عسکر یې هم راوستلي دي او راولي یې.
سربېره پر دې دوی په افغانستان کې له قضايي تعقیبه هم په امن دي په دې معنا چې که په افغانستان کې کوم جنایت وکړي نو نه افغان دولت او نه هم بل کوم ارګان شته چې له هغوی څخه ددې جنایت پوښتنه وکړي او په اړه یې د جنایت مسوول محاکمه کړي.
او که په دې اړه څوک شک لري، نو پوره باور لرم چې د افغانستان له حلاتو به بې خبره وي او یا به د لویدیځوالو د عامه افکارو د غولولو تر اغېزې لاندې راغلی وي.
سربېره پردې یې په افغانستان کې د خپلو ګټو د پرمخ بیولو لپاره د افغانستان ددولتي ځواکونو له چوکاټه بهر او پر کابل دولت د دباو په موخه ځانته لاس پوځي ځواکونه هم ګمارلي چې د خصوي شرکتونو په نوم په دې هېواد کې کار کوي.
پر خپلو جنایتونو د امریکایانو اعتراف:
-----------------------------------
په ارغنداب کې د عملیاتو پرمهال د امریکايي عسکرو قوماندان جنرال فلاين (ډنجر روم) په نوم له یوې امریکايۍ خپرونې سره په مرکه ویلي چې په ارغنداب کې درې کلي په بشپړه توګه ددغه په امر له منځه يوړل شول.
دغه عملیات چې دتېر میلادي کال د اکتوبر په شپږمه نیټه چې په کندهار کې
پيل شول نوموړی امریکايي قوماندان وايي چې طالبانو د (تاروک کلاچه)، (خوسرو سفلی) او (لوړ بابر) کليو کې کمين نيولی وو او کورني بمونه يې جوړول.
دولس پر وړاندې د دولت مسوولیت:
-------------------------------------
پر دولت ولس یو حق دادی چې ددوی ژوند او امنیت به خوندي ساتي او همدارنګه به د هېواد او ولس له ګټو دفاع کوي، نو اوس چې زموږ کلي او کورونه، کروندې او فصلونه د پردیو له خوا له منځه ځي او په خپلو کورونو کې وژل کېږو، او دولت یا ددې کار مخه نشي نیولای، نو په دې اړه هم دوه ټکي د غور او پام وړدي او هغه دا چې یا خودولت ددې کار د مخنیوي توان نه لري چې دا هم په دې معنا نه ده چې دولت د ځان ددې کمزورتیا له امله بې ګناه دی او یا دا چې دوی له بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه امریکایانو سره داسې پټ تړونونه کړي دي چې له مخې یې د کابل دولت حق نه لري چې د بهرنیو عسکرو د جنایتونو پوښتنه وکړي، چې په دې صورت کې هم خدای او هم ولس ته د هغو ټولو جنایتونو پر وړاندې مسوول دی چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو له خوا تر سره کېږي.
حل لاره او وړاندیز:
--------------------
دې ټولو ستونزو او ننګونو ته په پام سره موږ وایوو چې نه مو پر چا نیوکې خوښېږي او نه د کوم چارواکي د ابرو تویول، خو داهم باید له پامه ونه غوځول شي چې ولس په یوه داسې اور کې راګېر دی چې نور د زغم وړ نه دی او نه باید یوڅوک په دې ستونزو او واقعیتونو باندې سترګې پټې کړي.
ښاغلی کرزی! تاسې اوس د کابل دولت په سر کې راځئ او چې هغه کېږي، نو مسوولیت یې ستاسوو پر غاړه دی او تاریخ به ستاسوو په اړه خامخا حکم کوي.
تاسو وګورئ تر تاسوو د پخوانیو پاچاهانو او واک والانو په اړه تاریخونو څه حکمونه کړي دي.
څو ورځې وړاندې مې د ژوندۍ خاطرو په نامه د بي بي سي راډیو له خوا لیکل شوی تاریخ لوست نو یوځای مې د نورمحمد ترکي د واکمنۍ د ظلمونو په اړه د تاریخ پاڼې مخې ته راغلې چې ستاسوو پلار، عبدالاحد کرزي دا خبره پکې کړې ده، د ترکي په وخت کې په څرخي پله زندان کې بندي وم او په کوټه کې دوه ډېر سپين ږیري کسان هم راسره بندیان دي چې د عبدالاحد کرزي په وینا عمرونه به یې د ۸۰ کالو په شاخوا کې وو، نو له ۱۴یا ۱۵ ورځو وروسته دغو کسانو ته یې خپلوانو جامې راوړې چې وايي دا یوو سپين ږیري ته عسکر نارې کړې چې راشه جامې دې واخله، او هغه بل بیا په خپل سر ورغی او بیا وايي چې عسکر دوی دواړه یوازې په دې جرم چې ولې په خپل سر جامو ته راجګ شوې وايي دواړه یې دومره ووهل چې تر خوله یې وینې وبهیدې .
نو مطلب دادی چې ګوره د ترکي او نورو په وختونو کې چې کوم جرمونه شوي دي لکه څنګه چې د هغو یادونه کېږي، نو همداسې به ستاسوو د واکمنۍ جنایتونه هم تاریخ بیانوي او ټول هغه څه چې اوس ستاسوو په وخت کې آن پر خلکو جنسي تېري کېږي او شوي دي، نو آیا تاریخ به دا هېرکړي.
لنډه دا چې موږ غواړو چې تاسو د خدای ج په خاطر نور ددې ورانیو او دې بد بختیو مخه ونیسئ او چاته اجازه مه ورکوئ چې نور ددوستۍ په نامه زموږ پت او عزت لوټ کړي، ولس نه غواړي چې په غلو باندې ځانونه وساتي او تاسوو چې پر امریکایانو د ولس امنیت ساتئ دا ددې معنا لري چې غلو ته مو د خپلې پانګې کلۍ ورکړې ده.
موږ د خپل هېواد د روانو ستونزو د حل یوازینۍ لاره په همدې کې وینو چې له دې هېواده دې نه یوازې بهرني عسکر ژر تر ژره ووځي بلکې زموږ په هېواد کې دې سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورې لاسوهنې بندې کړي.
موږ ټولې هغه خبرې او اټکلونه ردوو چې وايي که بهرني عسکر له افغانستانه ووځي نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړه یوځل بیا پیل شي، ځکه چې لومړی خو داده چې اوس په افغانستان کې شته اردو هم دومره ده چې که بهرنیان ووځي نو دوی د دولتي ودانیو او بیت المال امنیت تر هغې ونیسي چې په هېوادکې یو مرکزي حکومت رامنځ ته کېږي او بل داچې دغه اوسنی کوم مقاومت چې روان دی، دا د بهرنیو عسکرو سره د حساسیت له امله دی او که چېرې بهرنیان ووځي نو باور لرم چې ښکیل لوري چې اوس په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو پر وړاندې جنګېږي هغوی به هم د بهرنیو عسکرو د وتلو په صورت کې د کورنیو عسکرو باندې د بریدونو نه کولو سره موافقه وکړي ځکه چې دا تر ټولو ښه لاره ده.
او بله دا چې هغه پخوانۍ ډلې چې پخوا یې په افغانستان کې د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره جګړه پیل کړې وه او څوکۍ به یې له ځانونو سره غرونو ته هم وړلې اوس به په دې پوه شوي وي چې آخر دغه ملت رحم ته اړتیا لري او پر دې ملت باید رحم وشي .
او که داسې ونه شي نو تاسوو او ستاسوو سره په دې بېړۍ کې سپاړه ټول ملګري به دې د افغانستان د ټولو ورانیو او بد بختیو مسوول ثبت شئ او تاریخ به ستاسوو په اړه حکم کوي او یوه ورځ به ددې هرڅه ځواب ته حاضرېږئ، هغه که په اخرت کې وي او که په دنیا کې، نور ستاسوو خوښه چې څه کوئ.
د یو خپلواک ، ارام او اسلامي افغانستان په هیله.
سیدرحمن سالار
Salar.jawad@gmail.com