
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو جنرالانو سره تر اوږدو سلا مشورو وروسته بالاخره د زمري په ٣١مه د افغانستان په اړه يوه بوږنونکې، ګونګه او له غروره ډګه سټراتيژي اعلان کړه چې د افغانانو خطرناکه راتلونکې په کې منعکس شوې ده.
د ټرمپ ټوله سټراټيژي په افغانستان کې د جګړې پردوام او افغان وژنې ولاړه ده.
دوى ويلي چې امريکايي پوځيان په افغانستان کې پوره صلاحيت لري چې له هرډول زور او ځواک څخه کار واخلي.
په دې معنا چې جګړه به دوام کوي، افغان ولس به ځپل کېږي، وژل کېږي او کړول کېږي، د امريکا د شومو پلانونو بيه به افغان ولس پرې کوي او د افغانستان خاوره به د امريکا د وسلو او زور ازموينې ډګر وي.
سربېره پر دې چين جمع روسيه او د سيمې ځينې نور هېوادونه چې په افغانستان او سيمه کې د امريکا پلانونو ته د شک په سترګه ګوري او په دې اړه يې غبرګونونه هم ښودلي، د دې معنا لري چې دوى به هم بديلې لارې لټولې وي او افغانستان چې اوس هم د سترو او وړو قدرتونو د زور ازموينې او نیابتي جکړو ډګر دى، دغه زور ازموينه به لا ګرمه شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتېژۍ په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. په اعلاميه کې راغلي چې مسکو ته د ټرمپ په خبرو کې د افغانستان په اړه د امريکا نوې ستراتيژي نه ده روښانه شوې او واشنګټن بايد په دې اړه روسانو ته وضاحت ورکړي.
چين هم په يو ډول د امريکا د نوې ستراتيژۍ په اړه غبرګون ښودلی دی؛ چين د پاکستان په اړه د ټرمپ د څرګندونو په ردولو سره ويلي چې پاکستان د ترهګرۍ اصلي قرباني دى.
د امريکا د نوې ستراتيژۍ په اړه د چين او روسيې په شان سترو او سيمه ييزو هېوادونو غبرګونونو ته په پام سره داسې اټکل کېږي چې دوى به په يو ډول د امريکا د مقابلې لپاره افغانستان ته را وړاندې شي او په نتيجه کې به زموږ هېواد نور هم د سيمې او د نړۍ د سترو قدرتونو د لا ګرمې نيابتي، اقتصادي او نورو جګړو ډګر شي.
ټرمپ په خپله دې ستراتیژۍ کې هېڅ داسې څه نه دي ويلي چې د افغان دولت او ولس لپاره هيله بښونکي وي، بلکې په روښانه يې وويل چې امريکا د افغانستان پر ملت او حکومت جوړولو کار نه لري او د ده په باور به امريکا يوازې له ترهګرو او جنایت کارانو سره د مبارزې لپاره هلته وي. شک کېږي چې له جنايتکارانو څخه به يې موخه هغه پخواني جهادي تنظيمونه وي چې تر اوسه د امريکا په ملاتړ کې ولاړ وو او وروسته کېداى چې د امريکا پلان بل ډول وي.
د افغان حکومت هرکلى د څه لپاره؟
د امريکا له نوې ستراتيژۍ د افغان چارواکو په بېړه او له غور پرته هرکلي داسې اخيستنه کېداى شي چې افغان دولت ځان سل په سلو کې د امريکا له غوښتنو سره تړلى ګڼي. د ټرمپ له خوا لا ستراتيژی بشپړه نه وه لوستل شوې چې افغان ولسمشر يې هرکلى زمزمه کړ.
باور لرم چې افغان دولت به ټرمپ ته د غوړه مالۍ او لابي ګرۍ لپاره هم د ټيلېفون او هم د استازو استولو له لارې تماسونه نيولي وي او د ټرمپ برېت به يې موښلي وي او ډېر به يې ورته ويلي وي چې راشئ د افغانستان طبيعي زېرمې را وباسئ او د جګړې لګښت مو له دې لارې جبران کړئ؛ ځکه خو ټرمپ په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې د "افغانستان صدراعظم ويلي چې لګښتونه به پوره کوي."ُ
پر دې هم باور لرم چې که امريکا په دې ستراتيژۍ کې هر څه ويلي وای، افغان چارواکو به يې په هماغه شان ولولو هرکلى کاوه لکه اوس يې چې وکړ. ټرمپ له په دې خبر نه دى چې د افغانستان نظام رياستي دى او که صدارتي؛ ځکه يې په خپلو خبرو کې افغان ولسمشر ته د صدراعظم خطاب وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې هغه مهال د کندهار ولايت ته په سفر تللى و، همالته يې د ټرمپ د خبرو له اورېدو وروسته يوې غونډې ته وويل: ((نن يوه خاصه ورځ ده، د امريکا ولسمشر څو ساعته مخکې وينا وکړه، زما هيله دا ده چې تاسې دغه وينا اورېدلې وي، نور به زماني قيد او شرط نه وي او امريکا به له افغان ولس سره تر پايه ولاړه وي.))
اشرف غني وړاندې وايي، دى په دې برخه کې د امريکا له ولسمشر، کابينې او سياسيونو مننه کوي چې له افغانستان سره په شفافه بڼه ودرېدل. د ده په وينا، د دې درېدنې پيغام دا دی چې امريکا به په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي.
ولسمشر چې دغه ورځ يوه خاصه ورځ يادوي او د امريکا له ولسمشر، کابينې او سياستوالو يې مننه کوي چې له افغانستان سره ودرېدل، ايا په دغه درېدو کې په افغانستان کې د جګړې له دوام پرته بل کوم ټکى شته چې حساب پرې وشي؟ ايا د ټرمپ په ستراتيژۍ کې سولې ته اشاره شوې چې غني وايي په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د امريکا ستراتيژي د دې معنا لري چې امريکا په افغانستان کې سوله غواړي؟ امريکا کومه سوله غواړي، دا سوله چېرې ده او څنګه يې غواړي، ايا د جګړې دوام د سولې غوښتلو په معنا کېداى شي؟
که امريکا دلته خپلې وسلې ازمايي او زموږ هېواد د خپلو جګړو ډګر جوړوي، ايا دغه کار د افغان ولس لپاره د خوښۍ خبر دى او که د بد مرغۍ؟
که امريکا په افغانستان کې د هند د ونډې په ډېرولو سره پاکستان وېروي، ايا دا زموږ لپاره کومه ګټه لري او که به د پاکستان له غبرګون سره مخ کېږو؟
دا سمه ده چې پاکستان د افغانستان اصلي دښمن دى خو ايا زموږ د ژوند او زموږ هېواد او برخليک همدومره ارزښت لري چې امريکا دې يوازې پر خوله پاکستان وګواښي او موږ دې د امريکا ددې احسان په بدل کې خپل هرڅه دوى ته ورکړو؟
حقيقت دا دى چې امريکا د پاکستان په تش ګواښلو سره عامه ذهنونه غولول غواړي، پاکستان د امريکا تر ټولو نږدې دوست، ان همدومره ورته مهم دى لکه په منځني ختيځ کې چې اسراييل ورته مهم دى او په هېڅ بيه به يې له لاسه ورنه کړي.
که چين او امريکا د خپلو پټو او ښکاره سياليو په لړ کې يو د هند څنګ ته درېږي او بل د پاکستان، په دې سره زموږ ستونزه حل کېداى شي؟
که موږ پوه شو، امريکا په دغه کار سره زموږ په خاوره کې د هند او پاکستان د تقابل زمينه برابروي چې البته دغه زمينه په ډېرو برخو کې لا له مخکې برابره شوې هم ده. امريکا له افغانستان څخه د يوه لاس پاکي په توګه کار اخيستل غواړي، زېرمې به مو وخوري، خپلې وسلې به دلته و ازمايي، په نيابتي جګړو کې به له افغانانو کار واخلي، جګړه به دوامداره وي او د جګړې د دواړو لورو قربانيان به افغانان وي.
له بده مرغه ډېرى افغان رسنۍ او د کار پوهانو په نامه کسان د امريکا د سټراټيژۍ هماغه شان د ملاتړ نغارې وهي لکه له امريکا سره شرمېدلي امنيتي تړون د لاسليکېدو په اړه يې چې وهل.
دا په ټولو ته په ياد وي کله چې په ١٣٩٢کال کې له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرګه جوړېده نو ډېرى مشهورو کسانو ددغه تړون د لاسليکېدو په ملاتړ خپل ګريوانونه وشول.
په ١٣٩٣لمريز کال کې چې کله له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک شو همدغو کسانو يې د ملاتړ او توجيه نارې وهلې خو وروسته داسې هم ولېدل شول چې همدغو کسانو اعتراف وکړ چې دغه امنيتي تړون د افغانستان لپاره هېڅ ګټه ونه کړه.
پوره باور دى چې دوى به د امريکا له نوې ستراتيژۍ څخه پر خپل ملاتړ هم هماغه شان پښمانه شي لکه د امنيتي تړون په اړه چې پښمانه شول.
ځکه واقعيت دا دى چې زموږ د هېواد راتلونکې له بده مرغه په ډېر خطرناک حالت کې ده او که د امريکا غوښتنې په پټو سترګو منو نو هېواد تبا دى، څه چې امريکا غواړي نه د افغان دولت په ګټه دي، نه د ولس او نه هم د جګړې د ښکېلو لورو.
که د افغانستان غميزه له معقولې او منطقي لارې پاى ته رسېدل مطلب وي، نو يوازې او يوازې بين الافغاني رښتينې او صادقانه سوله ده او بس.
نه امريکا زموږ له غمه مړه ده، نه پاکستان او نه هم د سیمې نور هېوادونه، هر څوک خپلې ګټې لټوي.
سيد رحمان سالار