
د افغانستان روان وضعيت ته په پام سره داسې ښکاري چې دلته هماغه د سوريې د غميزې سناريو ټکي په ټکي او ګام پرګام عملي کېږي.
هغه د چا خبره ړوند هم پوهېږي چې هېڅ سناريو په طبيعي ډول نه رامنځ ته کېږي، بلکې حتما يو جوړونکی لري او د دې پراخې او پېچلې سناريو د عملي کېدو ډګرونه ظاهرأ سوريه، عراق، يمن، لبيا،لبنان، مصر، سوډان، قطر، سعودي،افغانستان او ځينې نور هېوادونه ښکاري، خو ښايي دغه سناريو نورې برخې هم ولري چې لا يې د ښکاره کېدو نوبت نه دی راغلی.
په ۲۰۱۶ زږديز کال په ترکيه کې د ناکامې کودتا هڅه هم ښايي د همدې سناريو يوه برخه و اوسي، دغه راز له اوکراين څخه د کريما ټاپو بېلېدل او له روسيې سره يوځای کېدل يې ښايي بله برخه وه چې روسانو شنډه کړه.
په هر صورت! اوس خبره داده چې افغانستان له دې سناريو سره څه تړاو لري؟!
که څه هم چې د افغانستان کړکېچ له ۲۰۰۱کال څخه چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ پيل شو، خو د سوريې ستونزه په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پاڅونونو په دوام کې چې له امله يې د لبيا، ټونس، مصر او څو نورو هېوادونو د لسګونو کلونو واکمنان له واکه لرې کړی شول، په سوريه کې هم سر را پورته کړ، لومړی لاريونونه پيل شول او ورپسې ددغه هېواد له پوځ څخه ګڼ شمېر پوځيان بېل او د ازاد پوځ تر نامه لاندې راټول او له مرکزي حکومت سره يې پر وسله والې مبارزې لاس پورې کړ.
کړکېچ سوکه سوکه پراخ شو او بېروني اړخونه يې پيدا کړل، داسې چې د سوريې د نظام پښې په سستېدو شوې، نو د روسيې او ايران په شمول ځينو هېوادونو او د سيمې ځينو شيعه ډلو د بشر الاسد په مشرۍ د سوريې نظام مرستې ته ور ودانګل او په مقابل کې د نظام مخالفينو جبه النصره، داعش او نورو ډلو سر را پورته کړ او دغه ډلې په خپلو کې سره ښکېل شوې، په خپلمنځي جګړو کې يې لسګونه زره کسان ووژل شول، چې په پايله کې يې دغه هېواد له داسې وضعيت سره مخ دی چې له يوې خوا د امريکا په مشرۍ لوېدېځ هېوادونه هر ډول وسلې چې زړه يې غواړي کاروي، او له بلې خوا روسيه او ايران، د عراق، لبنان، پاکستان او ان افغانستان شيعه ډلې او خپله د سوريې نظام هم د هېڅ ډول وسلې کارولو څخه مخ نه دی اړولی چې په پايله کې يې دغه هېواد پر يوه کنډواله بدل، وينې وبهېدې، په ميليونو کسان کډوال او بې کوره شول، بيخ بيناوې له منځه ولاړې... خو لا هم ددغه هېواد ستونزه حل شوې نه ده، بلکې ستونزه لا پېچلې شوې او ګټه يې يوازې سترو قدرتونو ته رسېدلې.
ستر قدرتونه په ځانګړې توګه د وسلو توليدونکي هېوادونه له دې موضوع څخه دا ګټه ترلاسه کوي چې دوی د خپلو وسلو ازموينې لپاره يو ښه بازار پيدا کړی، د بېلګې په توګه پر سوريه د امريکا په مشرۍ د لوېدېځو هېوادونو له وروستي توغندويي بريد وروسته د روسيې رسمي خبري اژانس سپوټنيک په دې اړه په يوه خبر کې ليکلي چې سوريې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوي دافع هوا پرمټ د لوېدېځ ايتلاف ګڼ شمېر توغندي هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.!
ددې ويره شته چې د سناريو جوړونکو د افغانستان وضعيت هم ترسيم کړی وي، ځکه لکه د سوريې د نظام مخالفين چې پر څو ډولو وويشل شول او په خپلو کې سره ښکېل شول، دلته هم د طالب په څنګ کې نورې وسله والې ډلې را ښکاره شوې او دواړو لوريو( طالب او داعش) په ډېرو سيمو کې عملا جګړې کړې او په خپلو کې پر دښمنو ډلو بدل شوي.
له بلې خوا روسيه جمع ايران او ځينې نور هېوادونه سر له اوسه نارې وهي چې امريکا په افغانستان کې ددوی په خبره ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره نه ، بلکې د ترهګرۍ د پراخولو په موخه پوځي شتون لري.
اټکل کېږي چې د ايران او روسيې دغه نارې سورې به يوازې د شعار تر کچې پاتې نه شي، بلکې ويره داده چې دوی به هم په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره لاس په کارشي او هماغه سې ډلې ټپلې به رامنځ ته کړي لکه په سوريه کې يې چې د عراق، لبنان، افغانستان، پاکستان( حزب الله، فاطميون، زينبيون...) او ځينو نورو هېوادونو څخه خلک جذب کړي او د سوريې د نظام په ملاتړ جنګېږي.
سربېره پردې، که فرض کړو چې همدا اوس دغو هېوادونو( روسيې، ايران او نورو...) د افغانستان پر يوې برخې هوايي بريد وکړ نو ايا امريکا به ددې کار مخه ونيسي؟!
خبره ښکاره ده چې امريکا به هېڅکله دا کار ونه کړي، ځکه ددې کار ډېرې بېلګې شته، اوکراين چې لوېديځ په ځانګړې توګه امريکا د روسيې په مقابل کې وهڅاوه، بالاخره روسيې د اوکراين پروړاندې اقدام وکړ، ددغه هېواد يوه برخه يې ترې بېله کړه، خو لوېدېځ هېڅ ونه کړل.
دغه راز په سوريه کې چې د امريکا په مشرۍ لوېدېځو هېوادونو پوځيانو شتون درلود، روسيې او ايران مداخله وکړه، هوايي او ځمکني بريدونه يې وکړل، خو امريکا او نورو ملګرو يې هېڅ ونه کړل.
اوس چې روسيه او ايران په سوريه کې پوځي شتون لري، د امريکا په مشرۍ لوېدېځو هېوادونو پر سوريې توغندويي بريد وکړ، خو روسيې او ايران يې په مقابل کې هېڅ ونه کړل.
دغه راز د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځيانو توغندويي بريدونه چې له څو کلونو را په دې خوا روان دي، امريکا يې پروړاندې هېڅ نه دي کړي، بلکې امريکايي چارواکو په دې اړه په وار وار ويلي چې پر افغانستان د کوم هېواد د بريد مخنيوی ددوی دنده نه ده.
نو افغان دولت بايد پر امريکا زړه ونه تړي چې ګواکي که امريکا وي نو هېواد به ګل او ګلزار وي، يا دا چې که د امريکا غوندې ماما لرې، نو د چا څه پروا لرې.
بلکې بايد په دې پوه وي چې د امريکا په شمول هر هېواد او هر قدرت خپلې موخې او د خپلو ګټو لپاره يو تعريف لري. تاريخ دا ثابته کړې چې سترو قدروتونو هېڅکله د خپلو مستعمرو لپاره بنسټيز کار نه دی کړی، بلکې له مستعمرو څخه يې يوازې د اوزار په توګه کار اخيستی او وروسته يې له نورو معاملې بولۍ ته وړاندې کړې.
که هم اوس ظاهرا د مستعمرو نوم نشته، خو په غير مستقيم ډول هماغه د استعمار او مستعمرو سياست دوام لري او يوازې نوم يې بدل شوی.
طبيعي ده چې امريکا جمع ناټو او روسيه جمع ايران، پاکستان به په افغانستان کې خپلې موخې او ګټې لټوي، خو افغانان هم بايد د خپلو ګټو لپاره يو تعريف ولري، خپلې ګټې بايد د نورو له ګټو څخه قرباني نه کړي.
خو له بده مرغه د افغانستان اوسني دولت کمزورتيا او له امريکا څخه يې متابعت ته په پام سره فکر نه کېږي چې دوی دې ددې وړتيا ولري چې لوېدېځ په تېره بيا امريکا د سناريو د تطبيق مخه ونيسي، خوولس او د هغو سياسي ګوندونو مشران چې ځانونه د هېواد د ملي ګټو ساتونکي ګڼي، بايد غږ خپل غږ پورته کړي او پر دولت دې فشار راوړي چې يوه ملي اجماع رامنځ ته کړي او امريکا ته په زغرده ووايي چې نور په خپله خاوره کې ستا شيطانتونو او رزالتونو ته ځای نشته، افغانان ددې خاورې اصلي مالکان دي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې دغه خاوره د اقتصادي، پوځي او نيابتي جګړو او وسلو ازموينې ډګر وګرځوي.
که داسي ونه شي او امريکا چې په افغانستان کې خپلو شيطانتونو او جادوګريو ته دوام ورکړي او پر وړاندې يې افغان دولت، ګوندونه او ولس چوپ پاتې شي، نو لرې نه ده چې هېواد به د سوريې له برخليک سره مخ شي، داسې چې پر يوه برخه به امريکا او ناټو بريدونه کوي او د ولسي مرګ ژوبلې او ورانيو پړه به يې افغان دولت پر غاړه اخلي او پر بله برخه به روسيه، ايران، پاکستان او نورو هېوادونه بريدونه کوي، چې هغه مهال به بيا ټول لاس ټکوي او هېڅ به يې له وسې نه کېږي.
هغه ارګانونه په ځانګړې توګه د سولې عالي شورا چې د سولې او د افغانستان د کړکېچ لپاره د حل لارې پيدا کېدو نارې وهي، که په خپلو خبرو او شعارونو کې رښتيني وي، نو يوازې او يوازې دې پر امريکا فشار راوړي چې زموږ له هېواد څخه دې د خپل جادو او شيطانتونو سامان آلات ټول کړي، افغانانو ته دې اجازه ورکړي چې خپله راتلونکې په خپله جوړه کړي.
د افغانستان د ستونزې حل يوازې او يوازې همدا دی چې افغانان په خپلو کې سره کيني او پرديو ته ځواب ورکړي.