د شتمنيو او ميراثي قدرت ساتنې غم اخسيتي واړه پاچاهان

په هېواد کې د امريکا په مشرۍ د بهرنيو تر يرغل وروسته چارواکو يوه ستره لاسته راوړنه دا په ګوته کوله چې افغانستان له ډېرو کورنيو جګړو وروسته د يوه مرکزي دولت درلودونکى شو، په داسې حال کې چې له هماغه وخته دمختلفو سليقو او مختلفو فکرونو کسان د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه هسې تش په نوم نظام کې راټول شوي وو، خو هېڅ کله يې وفا نه ده کړې، د بېلګې په توګه د جمعيت اسلامي ګوند مشهور قوماندان معلم عطامحمد نور له ٢٠٠٤ کال تر اوسه د بلخ د والي په توګه پاتې شوى او د خپل دې سمت له لومړي سره تر اوسه پورې نه پخوانى ولسمشر حامد کرزى او نه هم اوسنى ولسمشر اشرف غني توانېدلى چې نور له دغه مقام څخه لرې کړي.
نور نه يوازې د بلخ د والي په توګه کارونه پرمخ وړي، بلکې په شمال کې د يوه پاچا حيثيت لري او له مرکزي حکومت سره د يوه خپلواک واکمن په توګه خبرې کوي.
جنرال دوستم چې په مختلفو وختونو کې د عطا محمد نور سيال پاتې شوى او د قدرت پرسر يې خونړۍ جګړې شوې چې يوه بېلګه يې په ١٣٧٢ لمريز کال په ژمي کې کله چې نور د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند څخه بيل شو او د مزار شريف څخه يې د دوستم د ځواکونو په شړلو لاس پورې کړ او دوستم د خپل لس زره کسيز ځواک پر مټ وتوانېد چې مزار او ورسره ګاونډ څو شمال ولايتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
دوى دواړه سيالان د ١٣٨٠ کال په مني کې پر افغانستان د امريکايانو د يرغل په درشل کې د طالبانو پر وړاندې بېرته سره يو شول او د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت په رامنځ ته کېدو سره نور او دوستم يوځل بيا سره ښکر په ښکر شول او د مزار شريف د کنټرول پرسر يې سختې خونړۍ جګړې وکړې چې په ١٣٨٣ کال کې د مرکزي دولت او بهرنيانو په فشار سره يې د واک پر ويشلو هوکړه وکړه چې له مخې يې جنرال دوستم ومنله چې د مزارشريف او د بلخ د ډېرو نورو سيمو کنټرول به نور ته سپاري او په مقابل کې يې نور هم ژمنه وکړه چې په نورو سيمو کې به ددوستم د نفوذ مخه نه نيسي.
دغه راز په جنوب غرب کې تورن اسماعيل خان چې د هرات ولايت اصلي اوسېدونکى دى او د جمعيت اسلامي ګوند مهم قوماندان پاتې شوى په ١٣٧٤لمريزکال هرات، نيمروز، بادغيس، غور او فراه ولايتونو کې د" امارت عمومي حوزه جنوب غرب" په نوم جبهه جوړه او ځان يې امير اعلان کړه.
اسماعيل خان په عين وخت کې له شمال څخه د جنرال دوستم په مشرۍ له ازبک مليشو سره جنګېدو او له سويل څخه له طالب ځواکونو سره.
د اسماعيل خان د امارت سره هممهاله جنرال دوستم د شمال حوزه جوړه او ځان يې مشر اعلان کړ او دغه راز ګل آغا شيرزي په سويلي حوزه او حاجي دين محمد په ختيځه حکومتي حوزه حکومت کاوه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې په ټول هېواد کې د خپل نفوذ د پراختيا په موخه زونونه يا حکومتي حوزې لغوه کړې چې په دې سره د اسماعيل خان امارت، د شيرزي، دوستم او دين محمد واړه حکومتونه (حوزې)  هم ړنګ شول.
خو پخواني ولسمشر حامد کرزي ياد شويو ټولو کسانو ته په مرکزي دولت کې ددوى په خوښه دندې ورکړې.
له دې سره سره ياد شويو کسان پر خپلو سيمو کې له پراخ نفوذ څخه برخور دي او هر وخت چې يې غوښتي پر مرکزي دولت يې فشار راوړى دى.
د ١٣٩٣ کال له ولسمشريزو ټاکنو کې د بلخ والي عطامحمد نور د ولسمشر اشرف غني په مقابل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله له مهمو ملاتړ کوونکو څخه و،د ٢٠١٦ کال په اوږدو کې ظاهرا د عبدالله مخالفت پيل کړ او  له ولسمشر غني سره يې د جوړ جاړي پټې خبرې پيل کړې چې هماغه وخت ډېرى کار پوهان پر دې باور و چې له عبدالله سره د نور مخالفت يوازې ظاهري بڼه لري او ددواړو موخه له مرکزي حکومت څخه د جمعيت ګوند لپاره د لا ډېرې ونډې ترلاسه کول دي.
د هماغه کال په نوامبر کې اشرف غني مزار شريف ته سفر وکړ او د نور له خوا يې تود هرکلى وشو چې وروسته رسنيو دا خبره اعلان کړه چې نور او اشرف غني د ملګرتيا يوې موافقې ته رسېدلي چې له مخې به يې د اشرف غني له خوا عطا محمد نور رسما د بلخ د والي په توګه اعلانېږي چې اشرف غني همداسې وکړل او نور يې د بلخ د والي په توګه اعلان کړ.
خو وروسته د هغه رپوټونو له مخې چې په دې اړه رسنيو خپاره کړل او پکې ويل شوي وو چې نور اشرف غني ته د جمعيت ګوند لپاره د مهمو چوکيو يو اوږد ليست سپارلى او د اشرف غني له خوا رد شوى نو د حکومت پرضد د نور غږ لا پسې اوچت شو.
په ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني پر اصلي ملګري او لومړي مرستيال جنرال دوستم د احمد ايشچي له خوا د جنسي ځورونې له تورونو او د اشرف غني له خوا لويې څارنوالۍ ته د يادې پېښې د څېړلو حکم د جنرال دوستم زړه بد کړ او بالاخره ترکيې ته ولاړ.
له اشرف غني څخه ددوستم د نارضايتۍ سره هممهاله، د ولسمشر د ښې حکومت والۍ په چارو کې خپل ځانګړى استازى احمد ضيا مسعود له دندې څخه لرې کړ.
غني په دې کار سره د جمعيت ګوند د نورو مشرانو د نارضايتۍ چيغې راپورته شوې.
په عين وخت کې د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق چې د ګټو په بدل کې پر ايتلافونو مشهور دى، له عطامحمد نور، جنرال دوستم، صلاح الدين رباني سره په اړيکه کې شو او په ترکيه کې يې د غني پرضد يو سياسي ايتلاف جوړ کړ.
اوس داسې ښکاري چې دغه په اصطلاح واړه پاچاهان هڅه کوي چې له مختلفو لارو څخه ترلاسه شوې خپلې شتمنۍ او په ميراث ورپاتې قدرتونه وساتی.
تېرو وختونو ثابته کړې چې دوى يوازې خپلو ګټو ته ژمن دي او دا ګټې که در هرچا او هر لوري له خوا تضمين شي، دوى يې ملګري دي او له دې پرته يې مخالف دي.
د بلخ والي عطا محمد نور د چنګاښ په ٢٦مه په مزارشريف کې يوې سترې غونډې ته په خپلو خبرو کې، په ډاګه وويل چې دوى د خپلو شتمنيو په اړه هېچاته حساب نه ورکوي.
نور وويل چې دوى به د خپلو غوښتنو د پرځايښت لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي او آن که اړ شول د هر هغه بهرني اړخ مرستې به ومني چې دوى ته د مرستې ټټر وډبوي.
عطا نور دغه راز وويل چې ددوى امر، احمد شاه مسعود به دا ويل چې که هرڅوک په هر نيت زموږ سره مرسته کوي، موږ يې منو او د خپلې آزادۍ لپاره ترې کار اخلو.
د عطا نور دغه خبره ددې معنا لري چې دوى هغو سترو نيواکګرو قدرتونو ته شين چراغ ورکړ چې که غلامي غواړئ نغده يې واخلئ خو پيسې راکړئ.
اوس اصلي او مهمه خبره داده چې ولس بايد نه پر دې وړو پاچاهانو باور وکړي او نه پر امريکا او د هغوى پر ملګرو، يا روس او د ملګرو يې باور ونکړي بلکې ولس بايد خپله لار په خپله وټاکي.
ولس دې نور ځان د تاجک، هزاره، پښتون او ازبک په نامه نه سره ويشي، بلکې ولس په دې پوه وي چې نه ددې وړو پاچاهانو پر ايتلافونو باور په کار دى او نه ددوى په خبرو، ځکه دوى په تېر وخت کې ډېر ايتلافونه کړي، خو دوام يې نه دى کړى.