
دا خبرې نن دوشنبه چې د سلواغې له ۱۸ مې نېټې سره سمون خوري ، د خوست ولایت د ببرک تاڼې او شېوۍ سیمې د کوچیانو لسګونو مشرانو او دیني عالمانو له خوست والي عبدالجبارنعیمي سره په ډاګه کړې .
د کوچیان قومي مشر حاجي کلیم وویل ، د تاریخ په اوږدو کې مو دهېواد په ساتنه او دفاع کې پوره ونډه اخېستي او اوس هم ژمنه درکوو، چې له پولې به ساتنه کوو او په خپله سیمه کې به ورانکاري کسان نه پرېږدو ، چې په دولت او ولس بریدونه وکړي .
یو تن بل قومي مشر حاجي کلیم وویل ، کوچیان سوله خوښوونکي او سوله غوښتونکي خلک دي ، که چېرې په کوچیانو کې داسې څوک پیدا شي ، چې ورانکاري فعالیتونه کوي ، نو بې له ځنډه به یې دولتي ځواکونو ته وسپاري .د نوموړي په وینا دوی افغانان دي او هېڅکله نه غواړي ، چې هېوادوال یې زیانمن او له پرمختګونو محروم شي .دوی زیاتوله ، چې په خوست کې د ټولو مېشتو کوچیان به سره کښېنوي ،ترڅو له مخې یې داسې یو یوالی رامنځته کړي ، چې ټول کوچیان د دولت سره په هره برخه کې همکارۍکولو ته راودنګي .دوی همداشان له خوست والي غوښتنه وکړه ،چې دا مهال کوچیان د روغتیا او ښوونیزو برخوکې له سختو ستونزو سره مخ دي ، نو که دوی ته کلینیک او ښوونځي جوړ شي ، شته ستونزې به یې هوارې شي.
خوست والي عبدالجبارنعیمي له کوچیانو مننه وکړه، چې له دولت سره غوڅ ملاتړ اعلانوي . دوی یې د هېواد بچیان وبلل ، په همدې خاطر یې له دوی په کلکه وغوښتل ، چې د ډاډمن امنیت د ټينګښت په موخه له دولت سره لازمې همکارۍ وکړي او پرې نږدي ، چې څو کسان دې د هېوادوالو د پرمختګونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي . ده وویل دولت دا مهال هر ډول توان لري ، چې په هرځای کې د ورانکارو کسانو مخه ونیسي ، خو د مالوماتو په تبادله کې ولس باید همکاري وکړي .
والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، سوله هغه څه ده ، چې هر څوک ورته اړتیا لري او پرته له سولیزې فضا څخه هېڅ خوشالي نه شي راتلای ، ده په دې برخه کې په مشرانو غږ وکړ، چې راشئ ، د شته مسوولیتونو له مخې د سولې په تامین کې له دولت سره همکاري وکړي او د ټولو هغو کسانو سره خبرې وکړي،چې ددولت په ضد فعالیتونه کوي ،ترڅو د خبرو اترو له لارې ستونزې حل شي او خپل هېواد ته په ګډه توګه خدمت وکړو.
د یادونې وړ ده ، چې په دې وروستیو کې د سولې د پروسې د بریا په منظور په دې ولایت کې له بېلابېلو قومونو سره دوامداره لیدنې کتنې روانې دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دریم
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۱۸