ګل

  

اعزازالله سايرځلاند
 
دا نو د ګل غټ عادت وو،  چې د هرې پوښتنې په ځواب كې به يې يواځې همدومره ويل چې نه پوهيږم.
 هره پوښتنه به يې په همدې ځوابوله  او بيا به مو خبره تر جنګه ورسيده.
واقعيت خو دا و، چې نه به ما غوښتل  چې جنګ وكړو او نه هغې خو نه پوهيږم چې ولې به مو جنگ راتلو
هغه ورځ خو هسې په  نه خبره يې راته په ژړا شروع وكړه  او ويل يې چې
له  مانه په تنګ شوې يې  كه بدې دې راځم؟
نه جانم داسې كومه خبره  نشته ولي مې بدې راشي ستا  بدې  راځم؟
نه !
خير زما  به ولې بدې شي؟ دا خوتاويل چې زړه په زړه  آينه وي
او بله دا چې:"د يو زړګي نه بل ته لار وي
چې زما خوښ يې ستا به ولې بدې شمه"
هغه سمه ده
دا خبره خو تا ته څو ځل ما ويلي چې د غصې په  وخت كې را ته د هر ې خبرې  سم  ځواب را كو ه دا راته مه  وايه چې نه پوهيږم.
خو  جانم ته ولې د غصې په وخت كې داسې پوښتنه كوې؟
هغه زما پورې اړه  لري ته  را ته يواځې سم ځواب را  كوه پوه شوې ؟
هو جانم وبخښه بيا  به همداسې كوم
ښه دا ووايه  چې اوس څه فكر  كوې؟
اوس خو .....اوس خو  هيڅ هم نه
ښه سمه ده نو زه لاړم  ته نه زما لپاره  خبرې لرې او نه كوم فكر بس همدومره درته وايم چې ته ما ته له  ټولې نړۍ نه هم ګرانه يې  او دا خبره له  ما نه تا  ته ښه معلومه ده 
ښه د خداې په  امان
د خداى په  امان
له  رخصتيدو سره  سم مې داسې فكر وكړو چې اوس نو زه  په  د ې جهان كې  يواځې شوم له  جيب نه مې  مبايل را واخيسته او ورته مې په  ټليفون كې ښه ډيرې خبرې وكړې  هرڅه چې مې  زړه غوښتل ورته مې  وويل يوه  لحظه هغې هم  ډيرې خبرې وكړې په  زړه كې مې له ځانه سره وويل چې  له دې وروسته به ګل نه خفه كوم
او نه به  ورته بيا داسې خبره  كوم چې   زړه  يې پرې ازار شي
په همدې سوچ كې روان وم چې تر  كوره ورسيدم  لامې د كور دروازه  نه وه  ټك ټك كړې چې ماشومې ورېرې مې  راباندې غږ وكړو كاكا كاكا!!!!!!
څه خبره ده ؟ كاكا هغه...هغه ګل
څه  وشو ولې ګل باندې  څه  وشو ؟
هيڅ هم نه هغه يې موږ ته راكړه زيرې مې را كه زرشه نو كاكا زما زيرې  را كه!!
په سترګو مې يوه توره تياره  خوره شوه په  ديوال مې خپل  ځآن تكيه كه له  لږ ځنډ وروسته  مې چې كله هوش و هواس په ځاى شو نو  بيرته د بازار په لور روان  شوم
په لاره مې فكر وكړو چې چاته ووايم  چې   داسې ستونزه  ده  كه كمك را  سره وكړي   په  همدې وخت كې مې  د ګل  خبره په  زړه  شوه چې ويل يې تيره ورځ موږ كره  څوك راغلي وو چې ما خپل زوى ته  ٰوكړي د پلا ر مې هم خوښه ده وايي چې ښه خلك دي خو اى جانم كه  بل چا ته يې وركړم نو بيا به  مې په ژوند  مخ و نه ګورې 
دا څه وشو ما څه كول او دا څه روان دي هغه  ما خو مې مور ته ويلي وو چې ګل زما حوښه ده نو بيا مور مې ولې داسې وكړل
او  بيا كامران ته خو هم  ددې خبرې پته ده هغې څنګه غاړه كيښوده او بله  دا چې هغه  راضيه  به  څه  كوي هغه خو له كامران پرته  ژوندۍ نه شي پاتې كيدلې دا څه كيږي ؟
اف خدايه اوس څه وكړم ها يو ځل ګل ته ټليفون كوم چې  هغه  څه وايي
بلې سلام !!
له  بل لورې په  خپ غږ ځواب را غې  سلام
ښۀ يې
نه 
ولې څه خبره  ده تا باندې څه شوي؟  
هيڅ هم نه  هسې لږه جوړه نه وم
ګوره حتما  څه خبره  شته چې ته يې له مانه پټوې!
نه داسې كومه خبره نشته، چې زه يې له تا پټه كړم  هغه تا  ما ته پرون د چا  خبره كړې وه؟
نه پوهيږم
ګوره تا  بيا هماغه خبره وكړه
څه خبره ؟
همدا چې نه پوهيږم
ووايه بيا هغوى را غلي و څه ؟   
ښه هغه ..........هغه .......
له همدې سره ټليفون بند  شو بيا مې ډيره  هڅه  وكړه خو  تليفون رخ نه شو له  ډيرې غصې نه مې خپل ټليفون په ځمكه را ګوزار  كړو او  ميده ميده شو
يوه لحظه  وروسته چې كور ته ورسيدم په  كور كې د خوشالۍ نغمې غږيدلې  او د كلي پيغلوټو مستې مستې سندرې ويلي
په بيړه مې مور ته  ورغږ  كړو مور جانې !!!
مورمې چې په  دې وخت كې له  ميلمنو سره بوخته وه زما په خبره پام هم غلط نه كړو خو د ډير اصرار نه  وروسته يې ځواب راكړو
څه خبره  ده ګورې نه چې ميلمانه راغلي دي  هغه پلار دې ويل چې  .....
له همدې سره  مې مور خپلې خبرې بندې كړې زما په  لور را روانه شوه 
ولې زويه  څه  وشول  ته خوشاله نه يې ولې ژاړې ؟
په څه خوشاله شم ؟ تا ته خوما ويلي وو چې ګل زما خوښه ده خو چا هم زما خوښې ته و  نه كتل .....
 
څه وشول ولې؟
مورې نور نه پوهيږم خو ما په  ټولو غاړه خلاصه كړي وه هغه كامران ته هم  ماويلي وو چې ګل زما خوښه  ده او بيا هغه خو زما د واده په  اړه له  تا او پلار جان  سره خبرې هم  كړې وي نو بيا دا څه روان دي ؟
هيڅ هم نه  ځويه ته غلط پوه شوې يې موږ ګل تاته كړې كامران ته نه  تا را  ته نه وو ويلي، چې هغه را ته وكړه ؟   
څۀ ؟هغه مو...هغه مو ماته كړې ښه  اوس پوه شوم
د زړه  په كور كې مې په يوه لحظه كې  بدلون راغې  له  ډيرې خوښۍ  نه مې خپله  مور په غيږ كې ونيوله مور مې هم  د مينې  لاسونه را نه را تاو كړل په  مخ يې ښكل كړم ويل يې زويه ګل ته موږ ويلي وو چې  تاته څه و نه وايي غصه  نه شې ورته.
نه هيڅ هم  ورته نه وايم خو صبر ...