مودې شوې تېرې اشنا
خو په دې زړه زخمونه
چې تا پخوا جوړكړي
ځاى ته ورغلي نه دي
لا ټكور شوي نه دي
تازه تازه ښكاريږي
اوس هم ايله ښكاريږي
او د يو اور په شانې
د يو سكروټې په شان
لكه څوك زخم باندې
په زوره كيږدي د مودو لپاره
او بيا كه هر څه ورته
څوك مرهمونه او پټۍ وتړي
څوك يې په يخو اوبو هم ومينځي
خو هغه زخم چې وي اور جوړ كړې
په هغې نه رغيږي
او نه يې درد كميږي
داسې هغه زخمونه
داسې هغه دردونه
داسې هغه ناكردې
داسې هغه نادودې
داسې چې تا كړي دي
په ما بې وسه باندې
داسې چې تا به راته
له ډيره درده هم زيات
دومره كړاو راكړى
هغه مې نه هيريږي
هغه درد نه كميږي
كه ورته هر څومره ټكور وركوې
اشنا اشنا نا د زړه سره
هغه نه هيريږي
هغه مې اوس هم ډير زړګى دردوي
كه ته اوس ښه يې او خوږ شوى هم يې
او ها ريښتيا ډير بدل شوې هم يې
خو اوس زه هغه نه يم
ډير بدل شوى يمه
اوس نه زه جنګ كومه
نه هم دعوه كومه
نه ستا په هره ادا
تاته غصه كومه
زما اوس هم جانان يې
ماته اوس نور هم ګران يې
زما سينه كې زړه يې
خدايږو له هغې نه هم
راته اوس ډير نيږدي يې
اوس مې بيخې د زړه په كور واكمن يې
خو له تا ډير لري يم
ستا په خيالو كې زه يم
تاته هم ډير ګران يمه
ماته هم ډير ګران يې
خو د وختونو په ګرداب كې ګير يو
هر څوك مې ښه پيژنې
هر يو سړي ته ګران يم <د هر سړي ملګرې
د هر دښمن هم دوست يم
نو تاته هم وايمه
زه دښمني نه كوم
اوس زه د هيڅ هم نه يم
اوس يو كالبوت پاتې يم
داسې ژوندون كومه
كه مينه داسې كيږي
خو زه مين نه يمه
ځكه په دې مينه كې
له مانه لار وركه ده
له تانه لار وركه ده
په يو كيښتۍ كْې اوسو
د يو كاروان ملګري
له دې نه بيرته اشنا
چې ته ژوندون غواړې
او خوشالي غواړې
ښه زندګي غواړې
زه هم په دې هيله وم
او د همدې لپاره
ما خپل زړګى بدل كړو
هغه هر درد به اشنا
چې تا پخوا راكړې
په شواخون هير كړمه
او نوى ژوند به پيل كړم
ستا د خوښۍ لپاره
ستا دښادۍ لپاره
د زندګۍ لپاره
وروستي