د مېدان ورګو ولايت اوسيدونكي وايي، چې په دې ولايت كې د نشيانو، پوډريانو او چرسيانو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دى او په وېنايې د معتادينو دې ډېروالي دوى هم انديښمن كړي.
ددوى په وينامعتادين په هر ځاى كې ناست وي او دوى ويريږي چې په راتلونكې كې ددوى اولادونه هم په دې ناوړه عملونو روږدي نه شي.
د مېدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ يو له هغه ولسواليو ده چې د ددې ولايت د نورو ولسواليو په پرتله په كې په نشو روږدي كسان ډير دي چې د سيمې د اوسيدونكو په وينا عمده لامل يې په دې ولسوالۍ كې ځوانانو ته د مناسب كار نشت او ياهم ايران او پاكستان ته مهاجرتونه دي چې په دې ناوړه عمل روږدي شوي.
د همدې ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى ګل رسول د همدې ستونزه يادونه كوي چې په وينايې ستر لاملونه يې په سيمه كې اقتصادي ستونزې او د كار نشتوالى دى:(( دکار نه شتون چې له امله يې ځوانان بهرنيو هېوادونو ته مخه کوي او په بهرنيو هېوادونو کې په نشه ايزو توکو باندې روږدي کيږي او دراستنيدو وروسته نه شي کولاي دغه بد عمل پريږدي.))
نوموړى زياتوي، چې په دې ولسوالۍ كې يې ډير داسې خلك ليدلي چې نارينه يې په نشو روږدي وي او په پاى كې يې ښځې هم په دې عمل روږدې شي:(( هغه کورنۍ چې نارينه يې په نشه ايزو توکو باندې روږدي وي نو دوخت په تېريدو سره يې ښځينه هم دزياتو انديښنو وروسته په نشه ايزو توکو روږدي کيږي.))
د مېدان وردګ د چك ولسوالۍ يو تن اوسيدنكى سيدرحمن هم د ګل رسول خبرې تاييدوي او زياتوي چې دولت دې په دى ولايت كې د نشيانو او پوډريانو مخه ونيسي.
هغه وايي كه دولت نشيانو ته د درملنې او تداوۍ لپاره ځانګړي روغتونونه جوړ كړي نو له يوې مخې به د روږدو خلكو درملنه وشي او له بله پلوه به سيمه ورنه پاكه شي:(( تر اوسه دولت هيڅ غم نه دى كړى په هر كوڅه كې درې څلور نشيان ناست وي.))
نوموړى وايي دا ټول خلك چې په نشو اخته شوي له ګاونډي هېواد ايران نه راغلي، چې په خبره يې په دې هېواد كې د ستونزو له امله نشې ته مخه كوي.
د سيد رحمن په وينا دولت دې ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړي چې په خبره يې ځوانان ايران ته له تلو راوګرځي او په خپل هېواد كې كار وكړي.
مدير محمود هم له دې چارې سرټکوي او وايي، چې دولت بايد ځوانانو ته کار پيدا کړي، څو دوې له دې سره مشغوله شي.
نوموړى همداراز له د ولته غواړي چې ځوانانو ته دې د سپورت زمينه هم برابره كړي، ترڅ، ځوانان په يو سالمه بوختيا مصروف شي:(( د دې لپاره چې ځوانان له نشه ايزو توکو وژغورل شي، بايد دولت ورته د سپورتې اسنيتاوې برابرې کړي، پارکونه جوړ کړي چې له دې سره په نشه ايزو توکو روږدي ځوانان سپورت او لوبو ته مخه کړياو نيشه ايز توکيپريږدي.))
محمود همدراز په نشه ايزو توکو روږدو کسانو د درملنې په موخه ديوه ځانګړي روغتون جوړول وړانديزوي:(( دولت دې معتادينو ته يو ځانګړى روغتون جوړ كړي او ددې ناوړه عمل مخه دې ونيسي.))
د سيد اباد ولسوالۍ يو تن ښوونكى نور محمد چې په وينايې ډيرو معتادينو ته يې د نشې د پرېښودو لارښوونه كړې، وايي معتادينو ورته ويلي چې دوى په ايران كې له داسې خلكو سره كار كوه چې هغوى په نشه روږدي و او بالاخره دوى هم پرې روږدي شوي:(( افغانان په بهر کې له کوم کس سره چې کار کوي هغوي په نشه ايزو توکو روږدي وي او له همدې امله دوى هم هلته د وخت په تېريدو سره، ددې بد عمل موخه ګرځي، او يادا چې په هېواد کې نه شي کولاى ستونزې وزغمي له همدې امله نيشه ايزو توکو ته مخه کړي.))
هغه وړانديز کوي چې روږدو کسانو ته بايد کار پيدا شي څو د بي کاريو له امله په نشه ايزو توکو روږدي خلك د سالمې دندې په لاسته راوړلو سره له نشې لاس واخلي.
فضل الرحمن چې يو وخت خپله روږدى و، وايي چې دکورنيو ستونزو،بي کارۍ او په نشه ايزو توکو روږدو او اخته کسانو سره ناستې يې په ۱۵ کلنۍ کې په نشه ايزو توکو داخته کېدو لامل دى.
نوموړى زياتوي چې هغه وخت به خلكو ورنه كركه كوله او په وينايې زدهكړه او كار ورنه پاتې و:(( دکورنيو فشارونو ا هڅو له امله بلاخره په روغتون کې بستر شوم او د۲۵ کلنۍ په عمر ورنه خلاص شوم.))
نوموړى چې اوس داسلام له نظره نشې په ضرورونو باندې پوه دى وايي ډير خوښ دى، چې د دې ناوړه عمل نه ژغورل شوى.
نوموړى نورو ځوانانو ته هم وړانديز کوي چې ددې بدمرغه عمل نه ځان وژغوري ځکه چې دا داسلام خلاف چاره ده او په خبره يې نشه لرونكې خلك په ټولنه او جامعه كې هم د باور او اعتماد خاوندان نه وي.
د مېدان وردګو ولايت چارواكي هم په دې ولايت كې دا ستونزه مني خو په و ينايې د روږدو كسانو د درملنې او مخنيوې په موخه يې ځنې پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي.
ددې ولايت د والي وياندشاهدالله شاهد وايي چې په مېدان وردګو ولايت كې د معتادينو د درملنې په موخه د ودان شل بستريز روغتون كار كوي او تر دې دمه يې په لس ګو نو روږدي درمل كړي.
د والي وياند هم په دې ولايت كې د معتادينو د كچې د زياتېدو خبره مني او زياتوي چې علت يې په سيمه كې بې كاري او له همدې امله ګاونډي هېواد ايران ته د خلكو مهاجرت دى.
شاهد زياتوي، چې د بې كارۍ د له منځه وړلو لپاره دوى ځانګړي پلانونه په نظر كې لري او په وينايې په نيږدې راتلونكې كې به دا ستوزه له منځه يوسي:(( د ودان شل بستريز روغتون د معتادينو درملنه كوي او بيا له درملنې وروسته په كور كې هم د هغوى تر څار لاندې وي.))
د ودان روغتون چې په مېدان وردګو ولايت كې د معتادينو وړيا درمله كوي تر دې دمه هره يوه نيمه مياشت وروسته د شل تنو معتادينو درملنه كوي، چې له درملنې وروسته په كور كې هم د هغوى د روغتيا حال اخلي.
وروستي