کرکه

کله کله می له ځان سره کرکه پیدا شی چی ولی خوښی راسره یوه یا دوه شپی نه کوی.
نه پوهیږم چی ژوند کی می څرنګه بدلون راولم .په ټولو هغو خلکو چی د چا سره می د وینی -
د چا سره  د دوستی دچا سره د مینی رشته لرم نظر تیر کړم چی دوی کی ولی دومره تغیر
راغلی دی؟
نصیب نه به څه ګیله وکړی هغه خو وای چی

نیصبه بیا د سترګی سری دی
راځه ماته د بند موټی کی څه ساتلی دینه

په دی فکر کی شم چی که دوی په سمه وی کیدای شی ما کی کوم بدلون راغلی وی.
خو کله چی خپل ګیروان ته وګورم ټولی ټنۍ پر ځای وی، یوه یی هم بی ځایه نه وی.
په لټون هم ورپسی ستړی شوم د هری خوښۍ سره چی اول ځل مخامخ کیږم ډیر
د خوشحالۍ احساس کوم خو څه وخت وروسته هر څه بل ډول وی هغه خوښی هم ـ
په غم بدله شی.
دا خبره می تر غوږ شی وای چی صبر وکړه.خو په خدای چی رښتیا را باندی وایی
نوره په صبر کی هم مزه نشته  دی.

                                  اکراین ادیسه ښار