د ولسواکۍ په دې دور کې ځوانان، هغوی چې مکتب او پوهنتون لوستي او که نه دي، اوس پدې فکر کې دي، چې څنګه په دولتي ادارو کې د کار څیښتن او د ښو پیسو خاوند شي ؟
حقیقت دا دي چې په دولتي ادارو کې کار او د خپلې برخې سره سم معاش اخیستل نه جرم دی او نه ګناه!
خو خبره د هغو ډیرو پیسو ده، چې د غریب ولس له وسه پورته او د مسلکي ځوانانو لپاره په معنوي لحاظ د فساد تور داغ او پیغور دی.
نن سبا ډیرۍ ځوانانو خپل موقف په ټولنه کې هیر کړی دی، ډیر مې داسې ځوانان لیدلی دي، چې په خپل کور کې د اوبو کوزه هم نه پورته کوي ، خو په د هوس کې دي ، چې د یوه وکیل، ولي، او دولتي لوړپوړي چارواکي دوست او ملګرۍ پاتې شي، په فیسبوک او انترنيت پاڼو کې یې په صفت نه مړیږي!
هغه تیره ورځ یوه مشر ( تریخ لالا ) د ځوانانو څخه راته ګیله وکړه ، ویل یې چې دوی باید د خپل کور، کوڅې او کلی خیال هم وساتي ، نه دا چې ټول کاورنه د دولت په بهانه حکومت ته ورپریږدي .
د نمونې په توګه غواړم چې ووایم ، د کور له مخې به لاره د باران په ورځ د موټر او د عادي وګړو د تګ نه وي، ښکلي تجملي بنګله به یې جوړه وي، خو تر مخ به یې لوی ډیران پروت وي، کوڅه به یې شپې له خوا تپه تیاره وي !
دا هغه واړه کارونه دي ، چې د ولسي ځوانانو له وسې پوره دي .
په خوست ولایت کې هر کور کې یا د جنراتور برق دي او یا د شمسي یې برق ، په دغو دواړو حالاتو کې دوی کولی شي چې یو ګروپ د خپلې کوڅې په سر زوړند کړي ، یو خو به کوڅه روښانه شوي وي ، او له بله طرفه به د ویرې له وجې هم سړی ډاډمن وي .
د کلیو کوڅو لښتي هم همداسې درواخله ، چې د ښادۍ او غم په ورځ د اوبو ډنډ له وجې د موټرو تګ سره بندې شي ، او همدا ځوانان کولی شی، چې په ډلیزه توګه د کلي لښتي پاک او لارې د موټرو په وړاندې جوړې کړي ، دا هغه کاورنه دي ، چې د ځوانانو د مټو سره برابر دي .
موږ که غواړو چې وطن مو د اباد وي ، اول یې باید له خپله کوره ، کوڅې ، کلی ، ولایت او بیا د ټول هیواد په کچه د وطن خدمت ته ملا وتړو .
همدارنګه راځۍ چې له هغو مسلکي او همتي خلکو ملاتړ وکړو ، چې دوی په ریښتني سره د کار خلک وي ، هسې په تشو او غوړو خبرو دا وطن نه ابادیږي ، او په ګوښي ځان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا کار نشي کولي تر څو چې د پراخ ولسي ، کاري ، مسلکي او وجداني ملاتړه برخمن نشي .
زه په اخیر کې بیا هم د یوه ځوان په صفت په ټولو ځوانانو دا غږ کوم ، چې راځۍ خپلو کارونو ته خپله غاړه ورکړو ، او په خپله یې تر سره کړو ، تر څو دا وطن مو د سیالو هیوادونو په کتار کې راشي .
نوټ ( د دغې موضوع په اړه راته تریخ لالا لارښونه کړي وه ، چې په په لیکلي ډول یې د وطن ځوانانو تر غوږو ورسوم .)
هلمند پردیس
اوکراین - ادیسه ښار
وروستي