افغان ځوانانو ته یوه مشوره !

 
زما پیغام د هغوو ځوانانو لپاره دی، چې دوی په ریښتیني ډول سره پر وطن زړه دردیږي، او د یوه سوکاله، اباد او پرمختللی افغانستان هیلې په زړه کې لري !
په اوسنی وخت کې د ځوانانو فعالیت او مسؤلیت، او د راتلونکي لپاره چې د دوی نتیجه باید مثبته وي، نو سر له اوسه دوی باید ډیر په احتیاط سره خپل فعالیتونه وکړي !
هغوی چې د ولسمشر له نظریو او تګلارو سره اختلاف لري، باید چې د ولسمشر پالیسي وننګوي او چلینج دې ورکړي، دا د دیموکراسۍ اصل دی، او د پرمختګ سبب هم کیدای شي، خو نه دا چې د ولسمشر پر شخصي حریم د تېری وشي، او یا د سپکې سپورې ورپسې ولیکل شي !
د یوه غیرتي ولس په حیث موږ باید د ښکنځلو، او بد ردو ډیره جدي ډډه وکړو، او همدارنګه د دولتي سیستم د ستونزو او نیمګړتیاوی د حل لپاره باید بدیل ولټوو .
څه ښکلی د پښتو متل دی چې وایي ( په یوه ګل نه پسرلی کیږي ) نو له دې نه ښکاری چې ولسمشر په يوازې ځان نه شي کولی دا وران او ویجاړ هیواد له سیاسي او اقتصادي بحرانه راوباسي !
یو بل ټکې چې د یوه پښتون ځوان په حیث ورته متوجې شوی یم، هغه دا چې په افغانستان دننه زموږ نوره وروڼه قومونه د خپل هر مشر هغه که د پوهې، استعداد، او نوره مسلکي وړتیاوې لري او که نه ، مګر دوی ټول ورته په احترام سره قایل او ورڅخه ملاټړ کوي، چې دلته یې بېلګې راوړلو ته ضرورت نه وینم !
مګر زموږ دا ستونځه یا له پخوا نه راپاتې ده او یا اوسنۍ ده، خو دا ستونځه ډیره بې خونده او موږ یې هر وخت د نفاق او بدبختۍ اور ته ورټیل وهلی یو .
اوس هم لا ناوخته نه دی، او د حل لاره یې هم همدا ده، چې موږ باید د خپل هر مشر درناوی وکړو، درناوی پدې مانا نه چې، د دغه مشر هرې پريکړې ته هغه که ناسمه هم وي، نو موږ دې ومنو، بلکې د دوی ناسمو پريکړې وننګوو او د حل لاره یې ورته ولټوو، مګر په تهمتونو او بهتان سره نه شو کولی چې د یوه قوی مشر، په خپلو پښو ولاړ حکومت او د یوې ښکلی راتلونکی څښتن شو.
د اباد او سرلوړی افغانستان په هیله !
هلمند پردیس
اوکراین  – ادیسه  ښار