ادیسی ادبی ټولنه

ادیسی ادبی ټولنه                         
 
پرون( ۲۰۱۳  -۰۲ ۲۱ ) د مورنۍ ژبی نړويواله ورځ د اوکراین جمهوریت ادیسی په ښار کی د ادیسی ادبی ټولنی لخوا د یوی مشاعری په ترڅ کی ولمانځل شوه .
غونډه د ښاغلی هلمند ( پردیس ) په دیره کی جوړه شوی وه ، چی په خپله  ژبه ، کلتور ، ادب او وطن مینو ځوانانو پکی برخه اخیستي وه ، د مشاعری فضا ښکلی او رنګینه معلومیده ، د دوی احساسات د اختر ورځی لمانځلو ته ورته وو ، دوی د خپلی ژبی او د مورنۍ ژبینړويواله ورځ په اړه  ګټوری او اړنيی خبری وکړی او د دوی ډیر تاکید په دی خبره و چی ، مورنۍ ژبه په هر ملت حق لری او دا  دوی فرض ګڼی چی د خپلی ژبی بډاینی لپاره علمی ګامونه پورته کړی ، او خپلی ژبی ته علمی غنا وروبښی .  
او دوی داسی زیاتوله چی په دوعاګانو او تشو خبرو د هیڅ ملت ژبه نه ده غنی شوی ، او هره  هغه ژبه چی د ژوندیو او بډایه ژبو په کتار کښی دریږی دا د هغه ملت په پوهی ، کار او زیار دلالت کوی . او هره هغه ژبه چی د مرګ کندی ته غورځیدلی ده دا نو د دی مانا ورکوی چی اولس یی غافل ، ناپوه او په علمی لحاظ مړ دی .
نو موږ لره پکار ده چی د خپلی ژبی لپاره په علمی ډګر کی کار وکړو تر څو مو خپل فرض ادا کړی وی او ژبه مو د ژوندیوژبو  په کتار کی ولاړه وی ،  غونډه د ځوانو شاعرانو د ښکلو شعرونو په ویلو سره پای ته ورسیده .  
 
د ادیسی ادبی ټولنی مشرتابه شورا