د خوست شاعران د قلم په  مټ د ملي  يوالي غوښتونکي شول

د روان لمریز کال د سلواغې په ۱۶ مه نېټه ماښام مهال د خوست ولایت د جرګو په کور کې لسګونو شاعرانو د سولې او قومونو د يووالي په نوم ځانګړې مشاعره كې له ليكوالو وغوښتل ، چې خلكو ته د قلم په ژبه د سولې او ملي يووالي پيغام ورسوي. دغه راټولېدنه د پاک قرآن د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه ، وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي یاد ادبي بنډار ته پیلیزه وینا وکړه .نوموړي شاعران او لیکوالان په ټولنه کې هغه قشر یاد کړ، چې کولای شي ، د خپلو لیکنو او شعرونو له لارې خلک د سولې او پرمختګونو خوا ته سوق کړي . ده زیاتوله ، د خوشالۍ ځای دی، چې په دومره زیات شمېر قلموال او فرهنګیان په خوست کې موجود دي . د لیکوالو او ادیبانو دنده ده ، چې خپلې ټولنې ته د خدمت په موخه راودنګي ، ده وویل افغانستان او په ځانګړي ډول خوست اوسمهال له داسې یوه حالته د تېرېدو په حال کې دی ، چې که زموږ لیکوالان په دې حساس پړاو کې د خپلې سیمې او هېوادوالو په مخ د پرتو ستونزو د حل په اړه دوی ته مشورې او لارښوونې ونه کړي ، نو دوی به خپل ولس ته مسوول وي . ښاغلي نعیمي زیاتوله ، چې ولایتي اداره دا مهال په ډېرو ستونزو لاس بري ده ، خو ځینې داسې ستونزې دي ، چې که لیکوال او فرهنګیان په کې سالم رول ادا نه کړي ، نو ددې ستونزو غوڅول اسانه خبره نه ده ، ده د بېلګې په ډول په خوست کې ځينو ناوړه دودونو ته اشاره وکړه ، چې دا مهال یې سیمه وال له ننګونو سره مخ کړي . خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي وویل ، په خوست کې د ځمکو د غصب دومره لویه ستونزه جوړه کړي ، چې ددې سیمې د اقتصادي سیالي او ټولنیز پرمختګ په مخ کې یې د یوه لوی دېوال شکل غوره کړی ، خو موږ هوډ کړی ، چې دغه دېوال له منځه یوسو . ده زیاتوله ، که چېرې دغصب مسله یو طرفه نه شي ، نو د خوست خلک ښه راتلونکی نه لري . له هغې وروسته د خوست ولایت په لسګونو شاعرانو او لیکوالانو سولې ته ځانګړي شوي خپل شعرونه او ادبي ټوټې ګډونوالو ته واورولې . له دوی وروسته دخوست ټلوېزیون د تیاتر ډلې مماثلینو په زړه پورې تمثیلي پرچې وړاندې کړې ، چې د راټولېدنې د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه شوې . د پروګرام په وروستئ برخه کې د شعرونو ارزونې کمیسیون د شاعرانو له لور ي وایل شوي شعرونه وارزول ، چې له امله یې دوی ته خوست والي عبدالجبارنعیمي له خوا د جایزو په ورکولو سره تقدیر شول . په پای کې یو ځل بیا ښاغلي نعیمي له شاعرانو مننه وکړه ، چې د سولې له هڅو یې په خپلو شعرونو کې ښه ننګه وکړه او هر چاته په کې د سولې بلنه ورکړل شوي وه .ده د خپلو خبرو په لړ کې لیکوالانو ته وویل ،قلم ډېر سپېڅلی دی ، نو د قلم د سپېڅلتیا د ساتلو په خاطر داسې څه وکړي ، چې راتلونکي نسلونه درباندې وویاړي . ده د خپلو خبرو په لړکې ورزیاته کړه ، د مشاعرې او راټولېدنې یوه موخه داده، چې فرهنګیان او لیکوالان د سولې د لارو چارو په اړه داسې څه ولیکي ، چې د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي . ده وویل ، سوله زموږ د ټولو لویه اړتیا ده ، دغه موخې ته رسېدل قربانۍ ورکولو ته ضرورت لري . والي عبدالجبارنعیمي زیاتوله ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې د راوستو لپاره داسې مېکانېزم جوړ کړی ، چې له مخې یې په دې هېواد کې د سولې د راوستو لپاره پراخ امکانات اماده کېدای شي . ده هیله وښوده ، چې په دې لاره کې ټول هېوادوال خپله دنده په صداقت سرته ورسوي .ترڅو افغانان د سولې له لوی نعمت برخمن او ښه ژوند ولري . د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وخت : د جمعې مبارکې شپه نېټه ۱۳۸۹/۱۱/۱۶ ځای :د خوست والي استوګنځی د جرګو کور