غوښه خوړونکی نبات

 
د Venus flytrap يو ګل لرونکې نبات دی، چې دې غوښو خوړولو له وجې د خلکو تر منځ د غوښې خوړنکي په نوم ياديږي.
 
د نوموړي نبات پاڼې دوه خواوې لري د هر پاڼې په څوکو او مخ باندې اغزی لري چې د څوکو اغزي د حشرې را ګيرولو او د مخ اغزي يې حسي  غړي دي، هر کله چې حشره د نبات د مخ اغزيو (خارونو) سره تماس پيدا کړي سمدستي د نبات دواړه پاڼې سره ورځې او حشره د نبات د پاڼو منځ کې راګيريږي. 
 
دغه نبات په شمالي او جنوبي کارولينا، فلوريدا او نيوجرسي کې پيدا کيږي، خو په ډيرې خواشينی سره بايد وويل شي چې دغه نبات دې حشراتو د خلاصون په پار له طبيعت څخه راټول شوي او خلک يې په ګلدانيو کې ساتي. 
 
نوموړی نبات په نمجنه او اسيدي خاورو کې وده کوي چې د غذايي موادو له نظره کمزوري وي.