د شاتو مچيو په اړه حيرانونکي مالومات

کالونه کیږي د شاتو مچيو ساتونکي، شاتو مچيو ته روزنه ورکوي او موږ يې د شاتو له نعمت څخه ګټه پورته کوو، بزګران هم د خپلو محصولاتو د القاح لپاره مچيو ته اړتیا لري. 
په حقیقت کې مچی ۱/۳ محصولات چې موږ ورڅخه ګټه اخلو القاح کړي. 
 
د شاتو مچی څومره الوتنه کولی شي؟ 
د شاتو مچی په ساعت کې ۲۵ - ۳۰ کیلو مترو پورې  الوتنه کوي، د شاتو مچی خواره ډير پرواز نشي کولی دا څکه چې دوي له خپلې ځالې څخه لیرې نه ځي د شاتو مچيو وزر په دقیقه کې ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ واره خلاص او بندیږي تر څو ځان خپلی ځالې ته ورسوي، ګرده ( د ګلانو ګرد ) د شاتو مچی سرعت  تر ۱۵ کیلو مترو په ساعت کې کموي. 

    
د شاتو مچيو کندو ( ځاله ) کيدی شي د ۶۰ زرو مچيو څخه زیاتې مچې ولرئ.
د ژوند د چارو سرته رسولو لپاره د ۲۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو مچيو ته اړتيا ده چې د ژوند ورځینی دندې په سم ډول سر ته ورسیږي.
 
 د شاتو مچیو ځينو دندو ته لنډه کتنه کوو
۱ : پرستاره ( خدمتګار ه) مچی، د تازه دمی مچيو څخه ساتنه کوي. 
۲ : کار کوونکی د ملکی څخه ساتنه او هغې ته خواړه ورکوي .
۳:  ساتونکی مچي د صندق ( کندو) مخی ته ولاړې او له هغی ساتنه کوي. 
 ۴:  کارکوونکی مومي ساختمانونه جوړوي چې ملکه پکې هګۍ واچوي، کارکوونکی په هغي کې شات ذخیره کوي.
۵ : ځيني کار کوونکي د مړه شوي مچيو مړي د کندو څخه باسي.
۶:  ځینی د شاتو مچۍ د شاتو ټولو دنده په غاړه لري. 

  يوه د شاتو مچی څومره شات توليدوي؟
يوه د شاتو کار کوونکي مچۍ ۸۳٪ فيصده چای خوړولو کاشغه عسل تولیدوي.
کارکوونکي مچۍ په ژمي کې د ځالې د ساتلو لپاره باید د پسرلي څخه تر مني پورې ۳۰ کیلو ګرامه عسل تولید کړي. دې موخې ته د رسیدو لپاره ۸۳٪ فيصده چي ۱۲ برخه د يوی کاشغي اندازه کيږي تولید کړي چی په ۱۰ګونه زره کارکونکو ته اړتيا ده.
 
ملکه د يوځای کيدو وروسته څومره سپرم ذخيره کوئ؟ 
ملکه د يوځای کيدو وروسته د ټول ژوند لپاره کولی شئ سپرم  ذخیره کړي، ملکه کولی شئ د ۳ څخه تر ۵ کالونو پورې ژوند وکړي. ملکه له هګۍ وتلو يوه اونۍ  وروسته د يوځای کيدو لپاره له ځالې څخه ووځي. که ملکې تر ۲۰ ورځو پورې جفت ګيري ونکړي د هګۍ اچولو قدرت له لاسه ورکوي، ملکه د يوځل يوځای کيدو وروسته بیا يوځای کیدو ته اړتيا نه پيدا کوي، هغه سپرمونه په اسپرماتکا (د ملکی به بدن کې خالی ځای) کې ذخیره کوي او له هغي څخه  د خپل ژوند تر آخره پوري دهګيو اچولو کې کټه پورته کوي.
 
ملکه کولی شي په یوه ورځ کې د ۲۰۰۰۰ څخه زیاتې هګۍ واچوئ ، ملکه د يو ځاي کيدو څخه ۴۸ ساعته وروسته د ټول ژوند لپاره د هګيو اچولو دنده شروع کوي. يوه ملکه کولې شې په يوه ورځ کې د خپل بدن په اندازه هګۍ واچوي. په ورځ کې  د هګيو اچولو اندازه ۱۵۰۰ هګۍ ده کيدای شي ملکه په خپل ټول عمر کې تر يو مليون پورې هګۍ واچوي. 
 
تاسو به ګمان وکړئ  چې ملکه یواځې هګۍ اچوي او نو کار نه کوي نو ستاسو دغه ګمان پر ځای ده  ددې لپاره دهغی پاکوالی او تغذيه د کارګرانو په غاړه ده. 
 
د شاتو مچۍ په کومه ژبه خبری کوي؟ 
د اولیه  تي لرونکو ورسته، د شاتو مچۍ د ځمکې پر سر سخته ژبه لري. دغه حشرات د يو ميليون زيات عصبی سلولونه په خپلو مغزو کې  لري چې د اړیکو د ټينګښت لپاره ورڅخه کار اخلي.  کار کوونکي مچی په خپل ژوند کې رنګارنګه دندې پر غاړه لري ځینی مچۍ د ښه ګلانو له پيدا کيدو وروسته نورو د کندو مچيو  ته هم د يو حيرانوونکی ګډا له لورې وايي. کارل وون فروش، چې د المان په مونيخ کې  يو ځناور پېژندونکې استاد وو خپل ۵۰ کاله ژوند يې د شاتو مچيو تحقیق ته ځانګړی کړی وو او په ۱۹۷۳ کال کې يې د مچيو حیرانونکی ګډا  کشف او د نوبل جایزه يې ترلاسه کړه.

د کډا ور اخوا  مچۍ د بوی له لورې چې د ترشحي فورمون په واسطه توليدیږي د يو بل سره اړيکه ټينګوي. د شاتو مچيو په کندو کې نران يواځې يوه دنده پر غاړه لري،  ملکې لپاره د سپرم تولید، نران يوه هفته وروسته چې له هګۍ بهر شي د ملکې سره اړيکه ټينګه وي او د اړيکې د ټينګښت وروسته له منځه ځي.

د شاتو مچيو د کندو د تودخې درجه:
د کندو د تودوخې درجه ثابته ده چې ۳۳ درجو ته رسي، په ژمي کې د شاتو مچۍ يو لوی ټولی جوړوي کارګران د ملکې شاوخوا را ټوليږي تر څو ګرمه يې وساتي او په اوړي کې کارګران د  وزرو په پرله پسی خورولو سره د کندو ګرمه هوا باسي او کندو سوړ ساتي تر څو ملکه او تازه دمي بچي د زیاتې ګرمی څخه وساتي، چې د کارګرانو د ورزو اوازونه د کندو څخه څو متره لرې هم اوریدل کیږی. 

د شاتو مچيو موم له کوم ځايه توليديږي؟
د شاتو مچيو موم د هغوی د ګيډې له مخصوصو غدو څخه را بهر کيږي، ځوانې ګارګرې مچۍ  موم توليدوي او له هغوی څخه په کندو کې د بچو د ځای جوړولو لپاره کار اخلي، د کارګرانو ګیډې لاندی ۸ جوړه غدې لري چې موم توليدوي،چې د هوا په الوتلو سره وچيږي.

يوه د شاتو مچۍ څومره ګلان ګوري؟
د شاتو مچۍ په ورځ کي ۲۰۰۰ ګلان ګوري کارکوونکي نشي کولئ  ډیره ګرده ځالۍ ته يوسي، مخکې له دې چې کندو یا ځالی ته لاړ شي د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ ګلانو پورې ګوري دوی دغه لنډ سفر په ورځ کې په سلګونه ځلې تکراروي ددغې سفرونو له امله د کارګر وزرونه په خپلو کې سره سولیږي او ددوی بدن  زخمی کوي. له همدې امله هغه مچۍ چې د ګرده دانو انتقال او سخت کارونو دندې لري د درو ۳ اونیو څخه زیات ژوند نشي کولی. 

دشاتو مچۍ خپله ځاله د حالاتو په مطابق جوړوي.
د هګيو څخه  وتلي مچۍ  د لاروا تغذیې پورې اړه لري. لاروا چي په ملکه بدلیږي یواځې د رویال ژل څخه تغذیه کیږي، او کارګرې مچۍ د شاتو او ګرده څخه استفاده کوی. 

کندو کولی شي یوه بیړنۍ ملکه پیدا کړي
د کندو لپاره د ملکې له لاسه ورکولو څخه ډیر هیڅ شی دومره سخته نده خو که ملکې د خپلې مړینې مخکې هکۍ اچولي وي نو کندو کولې شي د شاتو او ګرده پر ځآی خاص خواړه استفاده کړي چی د رویال ژل نومیږي یوه بیړنی ملکه پیدا کړي د شاتو او ګرده به خوړو سره د بچیو د هګیو ځای کوچنی کیږی، یوه ملکه هغه وخت پیدا کیږي چې یو بچی له لومړی ورځې د رویال ژل سره تغذیه شوي وي.ملکې څخه وروسته د کندو  هګیو ځایونه تر ټولو اړین دي یوه عاجله یا اضطراری ملکه کولی شي د هګیو ځایونه تر هغي وساتی تر څو اصلي ملکه پیدا شي.

کندو د ښځو ماڼی ده
نران د هغو هګيو څخه منځ ته راځي چې بارورې شوي نه وي او يواځې ۱۵ سلنه د کندو شمير پوره کوي د نرانو شتون په کندو کې د يو کندو د سلامتيا او د خوړو د ډيروالي نښان دی. نران د موسم په پای کې له منځه ځي ځکه چې دوي خپله د خوړو د کموالي  سبب ګرځي، دا ځکه چې نران  له يوځای کیدو او د تغذيې  پرته کومه بله دنده په غاړه نه لري.

په کندو کې د ملکې هدف د جنيټيک برابرښت دی:
ددې لپاره چې جنيټيکي برابرښت سمبال کړی شي نو په همدې پار خپل سپرم د ۱۲ څخه تر ۱۵ نرانو څخه اخلي.

د شاتو مچۍ د ځمکې پر سر تر ټولو پاک موجود شمیرل شوی ده.
نران په ډير ځير سره کندو پاک ساتي ملکه يواځيني مچۍ ده چې خپل فاضله مواد په کندو کې اچوي خو يو خاص ډول مچۍ شته چې په هر ځل سره کندو او ملکه پاکوي، د شاتو مچۍ دومره حساسې دي چې کوښښ کوي د کندو څخه بهر ومري تر څو ددوي اجساد کندو چټل نکړي.