که ښه غږېدل غواړی نو لومړی په پاملرنې د بل خبرې واورئ

پرته له خبرو کولو نشو کولی يوه کاميابه اړيکه ولرو. د اړيکې درلودلو لپاره خبرې کول اړين دي، که د خبرو کولو ادب؟ 

مو زده وي تاسو کولئ شئ په خپل ژوند کې ښې اړيکې ولرئ. د ښو خبرو کولو لپاره بايد د غوږ نيونې مهارت لوړ کړئ، غوږ نيونه ده چې د اړيکو تر منځ ټينګښت منځ ته راوړي. موږ ډيری نشو کولئ د مقابل لوري خبرو ته غوږ شو دا ځکه چې زدکړه مو نده ليدلي، د غوږ نيولو مهارت باید تر هغی پوری لوړ کړو چې د مقابل لوري خبرو ته تر پايه غوږ شو ځکه چې غوږ نيولو سره کولئ شو بريالی اړيکه ولرو.

ځيني غوږ نيسي خو څه نه وايې!
موږ ډيری غوږ نيسو ترڅو ژر ځواب ووايو.د ژر ځواب ويل راته اړين ښکارئ. دغه يوه غلطه لاره  ده چې ډيری خلک يې د خبرو اترو په ترځ کې ورڅخه کار اخلي. موږ ددې پرځای چې فکر وکړو مقابل لوری مو په رښتيا څه غواړي چې ووایې په ځواب پسې يې منډې وهو، غواړو د هغی خبرو کولو مخکې ځواب ووايو. يعنې نشو کولئ د هغه د خبرو مفهوم په ريښتينې مانا سره درک کړو.

د تېزو دماغو درلودل اړين دي خو که د ځواب ورکولو په لټه کې ياست نشئ کولائ خبری مو وړاندې يوسی. کیدای شي تجربه کړي مو وي چې ستاسو خبرو ته چا غوږ نه وي نيولئ او تاسو د خبرو کولو څخه ډډه کړي وي 

 غوږ نيول يعني پوهيدل
کله چې ستاسو مقابل لورې خبرې کوي تاسو يواځې غوږ شئ کوښښ مه کوئ چې د ځواب په لټه پسې وځئ  پريږدئ چې خبرې يې خلاصې شي چې پوهاندويان دغه ډول غوږ نيونې ته فعاله غوږ نيونه وايې. په فعاله غوږ نيونه کې  لاندې ټکي په نظر کې ونيسئ

توجه کول
کله چې څوک درسره خبرې کوي ورته وګورئ. د سترګو اړیکه ورسره ټينګه کړئ. پریږدئ چې د دواړو لوريو وجودنه سره په خبرو شي. تاسو د هغی د بدن ژبی ته پام وکړئ هغه خبرې چې دهغې  په سترګو کې دي ورته ځير شئ، د هغی اواز ريتم ته پام وکړئ په ريښتينې ډول کوښښ وکړئ چې په خبرو باندې يې پوه شې په عام ډول سره د زړه په غوږو يې وارئ.

  ټول غوږ ش‍ئ
خپل نظر له خبرې کوونکي څخه مه اړوئ. هغې ته وګورئ. او ورته عکس العمل ښکاره کوئ چې ستاسو د ښه غوږنيونئ ښکارندوينه کوي لکه سر خوزول وړه مسکا کول او کلمې لکه هو، پوه شوم، همداسی ده، او داسې نورو څخه استفاده وکړئ. دغه طریقه مقابل لوري ته دا احساس ورکوي چې تاسو يې ښه په مینه اورئ. 

د هغه خبرې مه پرې کوئ
يوه تر ټولو ښه لاره چې خپل لوري ته وپوهيوی چې تاسو يې خبرو ته غوږ نه يې په پرلپسې ډول يې خبرې پرې کړئ.  نو د ښو خبرو اترو د درلودلو لپاره ښه دغه ده چی د خپل لوري خبرو ته ځير شئ چې په خبرو يې ښه پوه شئ انتظار وباسئ چې خپله ستاسو د ځواب غوښتنه وکړي. 

هر هغه څه چې هغه وايې تکرار يې کړ
دهغه د خبرو اورچڼ تکرارول  مقابل لوري ته دا احساس ورکوي چې تاسو يې خبرو ته ښه په ځير غوږ شوي وئ. د اورچڼ وروسته خپل نظر ووياست. دغه کار چې تاسو يې خبرو ته ښه غوږ شوي وئ، مقابل لوری به در څخه خوشحاله شي، چې دغه د خبرو اترو د بريالي کيدو راز دی. 

 په ريښتينوالئ سره ځواب ووایاست
که کله تاسو څخه پوښتنه وشوه نو په ريښتينئ ډول او په ډير احترام سره ورته ځواب ووایاست. داسی ورسره خبرې وکړئ چې تاسو غواړئ نور خلک تاسو سره خبرې وکړي.

څنګه اوریدل پياوړي کړئ! 
که غواړئ ښه غوږ نیونکی اوسی نو خپله فعاله غوږ نيونه پياوړي کړئ د فعاله غوږ نيونه ځانګړي تمرينونو ته اړتيا لري، بغير له شکه چې موږ ټول په لومړيو کې دغه مهارت نه درلود او که په تير کې مو کومه تيروتنه کړي وي نو بايد ځانونه وبښو او کوښښ وکړو تر څو ښه غوږ نيوونکی اوسو.

له کومه يې شروع کړو؟ 
لومړی کار چې باید وکړئ دغه ده چې د خبرواترو په ترځ کې خپل مبايل په ميز باندې کيږدئ او رته ډير مه ګورئ. دغه ګومان مه کوئ چې تاسو يې په خبرو باندې پوهيږئ چې څه غواړي ووایې. که دغه شان ګومان وکړئ نو نشئ کولی چې مقابل شخص خبرو ته غوږ شئ. 

مخصوصا کله چې ماشومانو او يا خپلو اولادونو سره خبرې کوئ دغه ټکي ته پام وکړئ دا ځکه هغوی غواړي چې تاسو يې په غور سره خبرې واورئ. 

قضاوت مه کوئ
د فعاله غوږنيونی تر ټولو اړین او سخت  بخش  دغه دی چې هیڅ کله به د مقابل شخص قضاوت نکوئ او خبرو څخه به يې پايله نه اخلئ. کله چې چاته غوږ ږدی نو خپل ټول موضوعات به پریږدئ او يواځې به غوږ نيسئ. تر څو چې مقابل لوري مو در څخه د نظر غوښتنه نه وي کړي تاسو به څه نه وايې او کوښښ مه کوئ چې دغه کار وکړئ. 

ډیری خلک يوازې غواړي درسره خبرې وکړي او نه غواړي ستاسو نظر واخلي نو تاسو هم هڅه مه کوئ چې خپل نظر وړاندې کړی هغوی زموږ څخه دا هيله نه لري چې مشکل يې حل کړو او يا ورته نظر ووايو يواځې غواړي را سره خبرې وکړي.

چاته کم نظر مه کوئ. 
کله چې څوک د يوې ستونزې سره مخ شوي وي کوښښ مه کوئ چې په تنګ نظر او يايې له ځان څخه کوچنی وشمېرئ او ځان درته لوړ ښکاره شي. 

د غوږ نيولو مهارتونه او د نورو خبر ته سم غوږ نيول د اړیکو د برياليتوب کليد ده  بايد دغه مهارت زده کړو ترڅو يوه ښه ټولنه ولرو او زموږ شاوخوا خلک دغه احساس وکړي چې دوی د يو خاص ارزښت لرونکي دي، نو بيا په دوي  د امنيت احساس پيدا کيږي.