پيل یې کړئ

مهمه نه ده چې نورو ته انتظار وکړئ، مه منتظر کېږئ. همدا نن فرصت لرئ، ګټه ترې واخلئ. پیل یې کړئ، هغه چې په خیال او تصور کې مو ګرځي، په ښکلو الفاظو یې د سپېن کاغد پر مخ ولیکئ. همداسې دوام ورکړئ. کله مو چې خپل ټول فکر او تمرکز د کاغذ پر مخ ولیکه؛ بیا ژوره ساه واخلئ، لږ مو فکر ارامه کړئ او که ممکنه وه، د لنډې شېبې لپاره قدم ووهئ.
 
له لنډې شېبې دمې او فکر ارامولو وروسته بیا خپل لیکلی فکر را واخلئ او مطالعه یې کړئ. مه هېروئ چې خپل ټول تمرکز مو باید مطالعې ته وي. دا چاره تاسې ته دا ګټه کوي، چې نوې او ګټورې جملې مو پر لیک کې اضافه کړئ، څو مو لیک لا ښه او روان شي. نن چې کوم خلک په ستر موقف کې ګورئ، دوی ټولو سترو موقفونو ته ارزښت ورکړی، ځکه یې ثمره هم ګوري.
 
انتوني رابینز وايي: ناشوني لاره یوازې هغه لاره ده، چې لا مو نه ده پيل کړې.  (۱)
 
دا حقیقت دی، چې خپلې چارې ناشوني بلل، یو دول لېونتوب او ناپوهي ده، اصلاً انسان عاطفي پیدا شوی دی او دا عاطفي ژوند باید د دې ښکار نه شي، چې په نازولتوب دې تېر شي، انسان هلته بریاوې ترلاسه کوي او خپلو موخو ته رسیږي، چې سختۍ وزغمي او هر ډول ربړو ته تسلیم نه شي.
 
ژوند کې به ډېر څه اورئ، ډېر څه به ګورئ، ډېر څه به له لاسه ورکوئ او ډېر څه به برعکس ترلاسه کوئ هم، دلته به د تسلمېدو بدمرغه فکر نه کوئ؛ بریالي هغه دي، چې د بریاوو په تکل هر ډول سختو ته زغمونکی ټټر نذرانه کړي.
________________
۱ - میاخیل، عطا محمد، ژباړه. ( ۲۰۱۹ ز.) زرتار، کابل، سروش کتاب پلورنځی. مخ: ۷.