ننګرهار کې یو لیکوال د کډوالو د لاسنیوي په موخه خپل کتاب نیلامۍ ته وړاندې کړی

د ننګرهار ولایت د شینوارو لویې ولسوالۍ د ګلاهي قريې یو ځايي لیکوال او ژباړن حضرت عثمان نوري د (نه تسلیمېږم) په نوم یو لیکل شوی نیلامۍ ته وړاندې کړی دی. 

حضرت عثمان نوري وايي، له خپلو ۳۱ لیکل شوو کتابونو یې دا ناول ځکه انتخاب کړی، چې له یوې خوا یې خپله پنځونه وه او له بلې خوا نوم جالب و. دی وايي دا کتاب یې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال لیکلی او له دې کاره یې موخه د پاکستان څخه تازه په زور را کډه شویو هېوادوالو لاسنیوی دی.

دا کتاب چې څو ورځې وړاندې بولۍ ته وړاندې شو، په لومړۍ ورځ پرې ۵۰۰۰ افغاني بولي راغله. دا بولي د شینوارو یو ځايي هستوګن حاجي ښایسته الرحمن شینواري له لوري ووهل شوه. 

دوهمه بولي یې پرې بیا ۸۰۰۰ افغانۍ راغله. دا بولي بیا د معین الله مهین په نوم یو افغان ځوان ووهله. اوسمهال په دې کتاب دا تر ټولو لوړه بولي ده. 

د یاد ناول لیکوال حضرت عثمان نوري له روهي سره په خبرو کې وویل، له دې اقدام ۶ موخې لري. 

۱. د کتاب وېشنې فرهنګ ورسره دود ګرځي‌.

۲. د افغانستان خلکو چې نړۍ ته يې يوازې د خپل منځي جنګ او جګړو پېغام رسېدلی، ورته ثابتېږي، چې خلک يې لا هم باکلتوره او فرهنګ پاله  دي. 

۳.  دا ښايي لومړی ځل وي چې د يو ليکوال کتاب ته د يو پراخ کمپاين په نتيجه کې په دومره لوړ قيمت بولي راځي، چې دا خپله يو وياړ او تاريخ دی. ښايي دا ډول کار لا تر اوسه نه وي شوی.

۴. د لوړ مقدار وهل شوې بولۍ پيسې له پاکستان څخه په زور را ايستل شوو افغان کډوالو ته رسېږي، چې حقیقي او واقعي هدف مو همدا د هېوادوالو لاسنيوی دی. هڅه کوو، څو په لوړ مقدار وهل شوې بولۍ کډوالو ته په بازار کې يو داسې څه را ونيسو چې استعمال يې «صدقه يې جاریه» وي، معنی دا چې موږ بنيادي پلان لرو. بيا مو همدا جاري صدقه هم بس ده. 

۵.  په کتاب کې سراسر مبارزه ده، د کتاب له پيله د نشت ډېر څه شته کېږي. د کتاب په لوست سره به لوستوال د ژوند سختې، لوړې، ژورې ګالل او زغمل زده کړي، د دې ترڅنګ به ور څخه د ځان ژغورنې هنر او کړنلارې هم زده کړي.

۶. د لوړ مقدار وهل شوې بولۍ څښتن /استازي سره يو تحريري سند هم لاسليکوو، د دې څخه مو موخه د دا ده، څو دا کار د تاريخ يوه برخه وګرځوو.

حضرت عثمان نوري په هېواد کې تازه له شمشاد تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو، ((په دې کار سره مو د پښتو ادب په نړۍ کې تاریخ جوړ کړ، دا نوښت د ملګرو په مشورو موږ وګاټه، د تاریخ دا تهداب موږ کېښود. همدا مو هم بس دی.))

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((په دې اقدام کې ډېرو ملګرو لاس راکړ، څو دا نوښت رسنیز کړو، خو ډېر ملګري لا هم د سکوت سیاست غوره کړی، هغوی چې ډېر کوچني نوښتونه یې نړیوال کړل، په دې اقدام یې یا له عقدو ځانونه غلي نیولي او یا هم ورته دا کار د اهمیت وړ نه ښکاري، چې دا راته ځورونکې ده. په اروپا کې یوه کیله چې دوه پونډه قیمت یې درلود، په ۳۲ زره پونډه وپيرل شوه، هماغه پیسې د افغانستان سیلاب ځپلو ته واستول شوې، موږ هم غواړو دا ډول یو کار وکړو.))

روهي له ښاغلي نوري دا هم وپوښتل، ولې ته اړ شوئ چې خپل یو لیکل شوی کتاب نیلامۍ ته وړاندې کړئ او څنګه مو دې برخې ته فکر شو، وویل: 

 ((شتمن هم نه یم او نه د کوم سیاستمدار زوی، چې پرېمانه پیسې دې ولرم او بیا یې خیریه ادارو ته ورکړم، د یو لیکوال تر وسې به څه پوره وي، لږ تر لږه دا خو یې په وس کې ده، چې د خپل فکر تولید ورته بولۍ ته وړاندې کړي او بیا یې لاسته راغلی لوړ مقدار رقم افغان کډوالو ته ډالۍ کړي.))

ښاغلي نوري په ورته وخت کې د هېواد له ژورنالیستانو غوښتي، څو دا غږ یې ورسره بدرګه کړي. نوموړي په ملي سوداګرانو هم غږ کړی، څو د دې کتاب په نیلامۍ کې دې سره په رقابت شي، څو د افغان کډوالو د لاسنیوي په برخه کې موثر رول ولري.