نېکمرغه سهار څنګه پیل کړئ؟

هر څوک دا هیله لري چې هر سهار دې په بریاو او نېکمرغۍ پیل کړي. روڼ سهار د هر چا خوښیږي، اصلاً سهار د روښنايۍ څرک دی، د بریالیتوب پړاو دی، که پیل دې کړ، ښه به مخته ولاړ شئ، او که روزمره په ژور خوب ویده یاست او د لمر خاته ونه ګورئ، بیا د بریالي سهار تمه هم مه کوئ.
 
نو بناءً تر شپې نا وخته ویښ پاتې کېدل تاسې تخریبوي، د داکټرانو له قوله، تاسې باید په شپه او ورځ کې ۸ ساعته ارام وکړئ، د د دې لپاره پکار ده چې خپل خوږ ژوند ته ارزښت ورکړو او خپل لومړیتوبونه وپېژنو. ډېر څه داسې شته چې موږ یې باید په خپله کړنلاره کې ځای پر ځای کړو او ډېر داسې څه شته چې باید هېڅ ارزښت ور نکړو.
 
 ژوند کږلېچن دی، غوره ده چې قدم په قدم مخته ولاړ شو او خپله موخه وڅارو. راتلونکي ته ډېر هیله مند اوسئ؛ دا ځکه موږ هېڅکله پر دې نه پوهیږو چې سبا ورځ څه را پیښیږي، نن فرصت شته، ګټه ترې واخلئ. که راتلونکي ته هیله مندي ولرو، بیا به مجبوریږو، څو خپلو ټولو چارو ته پلان ونیسو، د چارو د ښه ترسراوي لپاره د پلان نیول ډېره ګټه کوي او مثبت مو ارزیابي کوي.
 
ډېره مهمه ده چې د خپلو ورځینو چارو د ترسراوي لپاره یو ځانګړی مهالوېش ولرئ، دا مهالوېش تاسې او ستاسې چارې منظمې ساتي او له ګډوډۍ مو لیرې ساتي. دغه راز د ځانګړي پلان جوړول او تطبیق کول یې تاسې ته دا ګټه هم در رسوي، چې د نن ورځې چارې به سبا ورځې ته نه پرېږدئ. دا هر څه باید څه وخت وکړئ؟ دا هر څه باید سهار وختي ترسره کړئ، له اودس، لمونځ او تلاوت څخه وروسته.
 
که نن شته یاست، نېکمرغه یاست، چې لا هم یو فکر، یوه تبصره او یوه څېره دې نړۍ کې مېشته ده، ولې دا فکر نه رهبري کوئ، د نن ورځې بار همدا نن پورته کړئ، که سبا ته یې پرېږدئ، دا چاره په لوی لاس ستاسې د تخریب لامل ګرځي او یو ډول ذهني اندېښنه درته پېدا کوي، دا ځکه که نن تر خپلې وسې بار مخته وړی شئ، سبا دا بار دوه چنده کېږي او بیا یې هېڅ نشئ پورته کولای.
 
  اصلا که موږ سم او بریالي مخته نه یوو روان، لامل یې دا دی چې خپل لومړیتوبونه نه پيژنو، ارزښت نه ورکوو او تر ټولو بده لا دا چې د نن چارې سبا او بل سبا ته پریږدو. دومره هیله مند اوسېږئ، چې هېڅوک ونه شي کولای ستاسې دا خوښي له منځه یوسي او په یو ډول مو وربړوي.
 
 د خپل ځان او نورو په اړه مثبت فکر ولرئ او دا داسې کیلي ده چې په پوره توګه ستاسې د روحي روغتیا سبب ګرځي او روحي روغتیا ستاسې د اوږده عمر په لرلو کې خورا مرسته کوي.
 
 ځیني هوا نوردان له ډاکټرانو څخه دې پایلې ته رسیدلي، چې په سلو کې ۸۰ سلنه هر ډول ناروغي او ناخوښۍ له ځان سره مستقیمه اړیکه لري. یعنې روان / ذهن د جسمي ناروغۍ سبب کېږي. هر څه چې خورئ، نه ناروغه کېږئ؛ خو د خوړو په اړه منفي فکر مو ناروغوي. د دې په وجه ناروغېږئ، چې تاسې څه خورئ، (دغه موضوع ستاسې په روح او روان فشار را اوړي.) هرڅومره چې مثبت اوسېږئ، په هماغه کچه به ډېره انرژي لرئ. هر څومره چې مثبته و اوسېږئ، ستاسې فردي امن قوي کېږي او د بېلابېلو ناروغیو په مقابل کې به مقاومت ولرئ، چې ډېر کسان دا کار نشي کولای. که مثبت و اوسېږئ په خپل نفس باندې مو باور زیاتېږي او له هر اړخ څخه به روغتیا ولرئ.  ۱۱
 
بریالي خلک د نن چارې همدا نن ترسره کوي، د تېرې ورځې په اړه هېڅ فکر نه کوي، وايي، تېر هېر کړه، تېره زمانه وه او ولاړه تېره شوه، کیسه یې وه، وتړل شوه، نور یې مه یادوئ، دا به مو کړي وای او هاغه به مو کړی وای، بلکې خپل ټول تمرکز په نن او سبا وکړه، نن ته بشپړ چمتو و اوسه د سبا لپاره ځانګړی پلان جوړ کړه.
 
 تېر هېروه، زړه پرې مه سېزه، هغه که هر څه وو، پرون ستا لاس کې وو، نن هېڅ نشته، نو ځکه باید تېر هېر کړې او راتلونکې څپې وشمېرې.
 
 بریالي خلک د نن ورځې کړنې همدا نن ترسره کوي او د سبا ورځې چارې سبا ترسره کوي، خو له ځانګړي پلان او کړنلارې سره یې ترسره کوي.
 
که کله بیخي ناهیلي کېږئ او د خپلو چارو سره مو مینه او لېوالتیا کمرنګه کېږي، بیا د خپل مسلک اړوند له ملګرو سره ناسته ولاړه وکړئ، که ممکنه وه، د دوی کار ځای ته ولاړ شئ، دوی وڅارئ، چې څومره کار په څومره زحمت کوي، اټکلاً فکر وکړئ، چې په دې دومره زحمت وېستلو سره به څومره عاید لاسته راوړي، څو کسان ورسره نور ګمارل شوي، ورځني لګښتونه یې څومره دي او بله دا چې د کارځای مهالوېش به یې هم وګورئ او ځان ته به جوته کړئ چې دوی له تاسې ډېر کار کوي، که لږ. دا حالت تاسې یو ډول خپلو چارو ته سوقوي، څو په ښه توګه او پرته له ځنډ یې ترسره کړئ، معنا دا چې یوه ستره ګټه به دا وکړئ، چې دا ډول اقدام تاسې ته انرژي درکوي او ښه مفته یې درکوي.
 
نو بناءً د نن ورځې ننګوونې همدا نن لمنځه یوسئ او سبا ته یې مه پرېږدئ. مه کمزوري کېږئ او د مخته تګ په اړه فکر وکړئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۱ – ټریسي، برایان. الکوزۍ، حمیده امین، ژباړه. ( ۱۳۹۶ ل.) ۱۰۰ کاله ژوند وکړئ، کابل، اکسوس خپرندویه ټولنه. مخ: ۶۵ - ۶۶.