
د طب او روغتيا په ډګر کې عصبي جراحي يا د مغزو عمليات يو له پيچلي عملياتو څخه دي. اوس مهال دې برخه کې ټېکنالوژيک پرمختګ شوی او ښه پايله يې ورکړې ده.
د Artificial Intelligence and Robotics په نوم يو ټېکنالوژيک - طبي انسټېټيوت د تغير وړ روبټيک سېستم جوړ کړی دی، چې پرته له انسان څخه د مغزو عمليات کولی شي.
دغه سېسټم په لومړي ازمايښتي پړاو کې دی او د درېيو کسانو د عصابو عمليات پرې تر سره شوي دي، چې بريالۍ پايله يې ورکړې ده.