كابل كې د پاكستان سفارت: پاکستان به تل د خپلو کشمیري وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ وي

كابل کې د پاكستان سفارت كښې د كشمير د پيوستون ورځې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د افغانستان سفير عبيد الرحمان نظاماني ویلي چې پاکستان به تل د خپلو کشمیري وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ وي.
 
دی وایي: «لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو قراردادونو له لارې نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې وه، د حق خود ارادیت لپاره د دوی په عادلانه مبارزه کې. پاکستان به هم د خپلو کشمیري وروڼو او خویندو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي.»
 
رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د هندي ځواکونو جبري ښکېلتیا په وړاندې د کشمیریانو استقامت او حوصلې قدر دانی کوي.
 
سرچینه زیاتوي: «اوس د دې وخت رارسیدلی چې نړیواله ټولنه په ګډه د هند لخوا د هند په غیرقانوني اشغال شوي جمو او کشمیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونې حساب ورکړي.»
 
کابل کې په دغه غونډه کې په دې موقع د كشمير په چارو كښې د اولس مشر، وزيراعظم او د وزيراعظم د سلاكار خاص پېغامونه هم ولوستل شول.