د نړۍ په تاريخ کې ترټولو ګرمه ورځ 

د ۱۹۱۳ز کال کې د جولاي مياشتې لسمه نېته د نړۍ په تېر ۲۵زره کاله تاريخ کې د ترټولو ګرمې ورځې په توګه ثبت شوې ده. په دې ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د تودخي درجه له ۵۰ سانټي ګرېډ پورته وه. 

په دې ورځ د امريکا متحدو ايالتو کالیفرنیا اياليت د مرګ درې (Death Valley) سيمه کې د تودخي درجه ۵۶.۷ ته رسېدلې وه او د ګېنس د رېکارډونو په کتاب کې ثبت شوې ورځ ده. 

ساينس پوهان وېره لري، چې اوس وخت کې د اقليم د ګرمېدو او وچکالۍ له امله شونې  ده چې د ۱۹۱۳ز کال د جولای مياشتې د لسمې د ګرمۍ رېکارډ مات او د تودخي درجه به ځينو هېوادونو کې له دې هم پورته شي.