احمدیار غرنی افغانستان کې د افغانانو په مناسبو طرحو پانګه‌ونه کوي

احمدیار غرنی افغانستان کې د کاروبار پیلېدو لپاره افغانانو سره د پانګه‌ونې برخه کې مرسته کوي
افغان پانګه‌وال او د غرني ګروپ شرکتونو مشر احمدیار غرنی وايي، هېواد کې د کاروبار زیاتېدو لپاره هغو افغانانو ته - چې د کار پیلېدو طرحې، ‎نوښتونه او اختراعات لري- له پلان سره سم، پانګه ورکوي.
ده روهي وېبپاڼې ته وویل:«د افغانانو د هڅونې په موخه او هېواد کې د کاروبار زیاتېدو لپاره غواړم، په کور دننه او بهر افغانانو ته د وړو او متوسطو کاروبارونو لپاره له پلان سره سمه پانګه ورکړم، څوک چې ګران هېواد د بیارغونې او ابادۍ رښتینی فکر لري خو مالي او مادي ستونزې یې نه پرېږدي چې دوی خپل فکرونه په عمل بدل کړي.»
دی وايي، هرڅوک کولی شي چې د خپل راتلونکي کاروبار په اړه مستدلللې طرحې، نوښتونه او اخترعات له کاري پلانونو سره ‎دوی سره شریک کړي څو یوه ځانګړې کمېته یې وارزوي. 
هغه زیاته کړه چې منل شوي کسان خبرو‌اترو ته بلل کېږي او د دواړو اړخونو له هوکړې سره سم ټاکل شوي شخص سره د پانګه‌ونې مرسته کېږي.
غرنی زیاتوي: «موږ ته د ښه کاروبار طرحه مهمه ده، که هغه په هره برخه کې وي خو چې د افغانستان له شرایطو سره مناسب وي او د پلي کېدو وړ وه اوسي، موږ یې پلي کوو.»
ده وویل، له دې وروسته دې هېڅ افغان دا اندېښنه نه لري چې ګواکې د کاروبار طرحه او نظر لري خو پیسې نه لري ځکه په خبره یې: «دوی دې راوړاندې شي، پیسې موږ ورکوو خو چې کار وکړي.»